ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
اسلام هغه جامع دین دی چې په هر هغه څه یې د ترسره کولو امر کړی، د اخروي ګټو سربیره پکې ګڼې نورې دنیاوي ګټې نغښتې دي.
ږیره پریښودل چې د اسلام مبارک دین ځیني علماء یو سنت موکد عمل بولي، د هر ډول کریمونو او دوا ګانو پرته د مخ تر ټولو ستره ښکلا ده.
دا دی اوس تازه د استرالیا د کوینز پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلې، چې ږیره پریښودل مو مخ له ګونځي کیدو (غونجېدو) او سرطان څخه ژغوري.
د څيړونکو په باور د لمر وړانګې د پوستکي د غونجیدو عمده لامل دی او ږیره پریښودل د لمر د تیزو وړانګو پر وړاندې مقاومت کولی شي.
د څیړونکو په اند؛ لکه څرنګه چې ږیره د انسان مخ له ګونځي کیدو ساتي، همدارنګه د انسان د مخ پوستکی د لمر د الټرا ویولېټ (ultra voilet) او بنفسجي لوړې وړانګې چې د سرطان لوی عامل دی مخنیوی کوي.
روغتیا پالان وایي؛ ږیره چې څومره ګڼه وي هغومره یې تاثیر زیات وي، خو د ږیرې د پاکوالي او منظموالي سپارښتنه هم کوي.
د یوې بلې څیړنې موندنې ښيي؛ ږیره پریښودل مو د مخ د جذاب والي او ښکلا سربیره، د مختلفو وژونکو او زورونکو ناروغیو لکه: ساه بندۍ، د جنسي کمزورۍ او د ژمي په موسم کې پوستکی له چاودیدو ژغوري.
باید وویل شي چې ږیره پریښودل د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو پیغمبرانو له طریقو څخه ده او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، صحابه وو، تابعینو او مجتهدینو یې د پرېښودلو په اړه جدي لارښوونې او امر کړی دی.