د پیازو ګټې؛ د ځیګر سرطان مخه نیسي او په بدن کې وینه زیاتوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: مریم محمدي
پيازچې علمي نوم یې Allium cepaدی، له خوندورو او ګټورو سابو ګڼل کیږي.
د پيازو اصلي تولید ځای افغانستان دی چې وروسته د ایران له لارې نه نږدې هېوادونو لكه هند ، چین او یونانه پورې خپور شوی. له پخوا زمانې څخه له پيازو په درملو کې استفاده کیږي.
دا چې پیاز نورې څه ګټې لري، په لنډو ټکو کې یې درته وایو:
۱- پیاز د زړه ناروغۍ مخنیوی کوي او د وینې کولیسټرول کچه ټیټوي. نو هغوی چې غواړي د زړه له تکلیف ځان خلاصول او د وینې کولیسټرول کم غواړي، نو پیاز دې وخوري.
۲-همدارنګه، په پیازو کې شته مواد په رګونو کې د وینې له غوټه کیدو مخه نیسي او د ځیګر له سرطان نه مو ژغوري.
۳- پیاز وینه جوړونکی دی، کم خونه خلک د نورو خوړو تر څنګ له پیاز باید ډیره استفاده وکړي.
هغه کسان چې په ورځ کې یو پیاز خوري، له هغه کسانو ۵ سلنه د هډوکو ګټور مواد یې ډیر دي کوم چې په میاشت یو ځل پیاز خوري. په پیازو كې کلسیم، اوسپنه او فاسفورس هم شته چې د هډوکو پیاوړتیا تر څنګ هډوکي له درد او ماتېیدو نه هم ساتي.
۴- په اونۍ کې دوه ځلې د پیاز خوړل د لويو کلمو سرطان مخه نیسي، او په بدن کې د تومور له ودې مخنیوی کوي.
۵- د پيازو په تركيب كې ځينې نايټروجني مواد او بیلابیل قندونه شتون لري چې د ګڼو نارغیو د درملنې تر څنګ د مکروبونو ضد دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.