ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک په اړه له ولسي جرګې سره ناسته وکړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي: په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست عالي مقام دواړو مرستیالانو، د سولې مذاکراتي ټیم مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود، جمهوررئیس د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په موخه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو پر اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي غني ویلي:

«د سولې په ګډون د مهمو ملي مسایلو په اړه به د ولس او د هغوی د استازو د اجماع او نظریاتو په رڼا کې تصمیم ونیول شي او دغه نننۍ ناسته د دغو مشورو پیل او څرګنده بېلګه ده.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال محمد سرور دانش د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو د میکانیزم په اړه د خبرو پرمهال په دې جرګه کې د ولسي جرګې د غړو رول مهم وباله.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د دغې ناستې په پای کې د ولسي جرګې رئيس د نظام د ملاتړ ترڅنګ په مهمو ملي او برخلیک ټاکوونکو مسایلو کې د ملت مشوره اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د لازمو همکاریوو ډاډ ورکړ.

مشورتي لویه جرګه او غبرګونونه

د افغانستان ولسمشر همدا تیر لوی اختر کې اعلان وکړ چې لویه مشورتي جرګه به راوغواړي.
ښاغلي غني وویل چې دا جرګه د هغو طالب بندیانو خوشې کولو په اړه راغواړي چې په وینا یې خوشې کول یې دده او قضايي ارګانونو له صلاحیت پورته دي.
نوموړي ویلي دا طالب بندیان په خورا سختو جرمونو کې لاس لري چې له امله یې نه شي خوشې کولی.
له دې سره په دې کار یو شمیر خلکو پر ټولنیزو رسنیو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا جرګه به تر ډیره فرمایشي بڼه ولري.
خو له بله پلوه یو شمیر خلکو یې هرکلی کړی او ویلي دي چې دا ډول مهمو پریکړو کې باید ولس خبر شي او بیا تصمیم ونیول شي.
پر ټولنیزو رسنیو یو شمیر خلکو لیکلي چې له هر څه سره سره باید په بشپړ احتیاط بین الافغاني مذاکرات پيل او اوربند دوامداره شي.
باید وویل شي چې مشورتي لویه جرګه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کیږي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.