مسکو: کوم خلک چې مېټرو کې ماسک او دستکشې استعمال نکړي جريمه کېږي.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبريال: مدثر دعوت
په مسکو کې پوليسو د هغو کسانو په وړاندې جريمه وضع کړې چې د ښار په مېټرو (په یوه ښار کې د مځکې لاندې د ترانسپورټ سیسټم ) کې دستکشې او ماسک نه اغوندي.
کرونا وېروس په ډېريو هيوادونو کې د له منځه تلو په حال کې ده خو ځيني هيوادونو کې لاهم د خپرېدو په حال کې ده.
د ازادۍ راديو د خبر له مخې، د روسيې ټاس خبري اژانس تائيد کړې چې د روسيې پوليسو د اګسټ د لومړۍ نېټې څخه د ټرانسپورټ په برخه کې څېړني پيل کړي ،خو د می مياشتي له دولسمې د ياد هيواد د ټرانسپورت په بخش کې د ماسک او دستکشو اغوستل اجباري سوي وه.
هغه کسان چې ددې مقرراتو څخه سرغړونه کوي ۵۰۰۰ ربل چې ۶۷ ډالره کېږې جريمه کېږي.
د مالوماتو له مخې په روسيه کې تر ۸۵۶ زره ډېر کسان په کرونا وېروس اخته سوي چې تر اوسه يې له امله يې ۱۴زره او دوه سوه کسان مړه سوي.