مخکې سویلي افریقا خو اوس ایرلینډۍ لوبډله کې لوبیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه محمدنسیم حمیدي

د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی کورټیس کمپر هغه لوبغاړی دی، چې تر دې مخکې د سویلې افریقا ۱۹ کلنې کرکټ ملې لوبډلې لپاره لوبېدی.
کمپر په ۱۹۹۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۹مه نیټه د سویلې افریقا په جوهانزبرګ ښار کې زېږیدلی.
کورټیس کمپر د سویلې افریقا ترڅنګ د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې تابیعه هم لري.
داسې ویل کیږي، چې د هغه انا د ایرلینډ هیواد څخه وه.

د راپورنو پر یوینا دا ۲۱ کلن لوبغاړی وروسته له هغه د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شو، چې د ایرلینډ کرکټ بورډ ورته د لوبیدو وړاندیز وکړ.
همدارنګه د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې پخواني کپتان او ویکټ ساتونکي هم ورڅخه غوښتې وه، چې د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شي.
اوس هغه د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې سره په انګلستان کې په دریو یو ورځنیو لوبو مصروفه دی او ډیري ښې لاسته راوړنې لري.

کمپر تردې دمه پوري د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې لپاره دوې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، چې په دې دوو یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۲۷ منډې کړي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپوهنه د انګلستان پر وړاندي د ۶۸ منډو ده.
ددې ترڅنګ دا ځوان لوبغاړی ښه توپ اچونه هم کوي، چې په دوو لوبو کې یې درې لوبغاړي سوځولې دي.
په یوه یو ورځنۍ لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۵۰ منډو په ورکولو سره د دوو لوبغاړو سوځول دي.
کورټیس کمپر د انګستان پر وړاندي په دوو پرلپسې لوبو کې پنځوسیزي هم ووهلې.