د افغان سېنما مشهوره لوبغاړې د اسپانيا د يوې معتبري جشنوارې داوره سوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د افغان سېنما مشهوره لوبغاړې لينا علم په اسپانيا کې د ايمجين انډيا جشنوارې د پرېکړه کوونکو کسانو په ډله کي راغلې.
د ۲۰۲۰ز ايمجين انډيا جشنواره چې د کرونا وېروس له کبله ځنډېدلې وه د سپټمبر د ۲۴ څخه د نومبر تر ۷مې د اسپانيا په پلازميني مادريد کې ترسره کېږي.
په دې فيستوال کې ۱۵۵ فلمونو د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه وړاندي کېږي.
د داورانو ډله چې ۲۰ غړي لري د ۱۰ هيوادونو څخه جوړيږي ،چې لينا علم به پکښې د غوره ښځينه اداکاري د ټاکلو مسوليت په غاړه لري.

لينا علم زاده په ۱۳۵۷ ه ل کې په کابل کې زېږېدلې ،په ۱۳۶۸ ه ل کې د کورنيو جګړو له کبله امريکا ته مهاجره سوه ، په ۱۹۹۸ز کې يې په لومړي ځل د فلمونو جوړولو ته مخه کړه چې تر دې مهاله يې په لسګونو فلمونو کې کار کړی، په “بچه کابلي” ، “نامه به رئيس جمهور” او “حسن” په نامه فلمونو کې مرکزي رول لوبولی همدارنګه د “شېرين” په نامه سيريال کې يې هم برخه اخيستې.
د ايمجين انډيا جشنواره د اسيايي هيوادونو،اروپايي اتحاديې ،د هند او اسپانيا په مرسته جوړېږي.
ددې جشنوارې هدف د هندي او اسيايي فلمونو وړاندي کول او د هند او ځينو هيوادونو د فرهنګ ترويجول دي.