وچه ډوډۍ د ستوني درد، د معدې زخم ښه او مخ ښکلی کوي؛ نورې ګټې هم لري

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتوونه: مریم محمدي
په افغانستان کې د نورو خوړو په پرتله وچه ډوډۍ ډېره خوړل کېږي.
وچه ډوډۍ خو به مو خوړلي وي او بیا هغه مهال کله چې وږي یاست. له دې ولږې پرته هم ځیني وخت به مو ماشومتوب کې یا او هم داسې کوئ چې یوه ګنډه پياز او وچه ډوډۍ را اخلئ او ښه په مینه یې سره په لارې، سړک او چیرته کوم کونج کې خورئ.
بیا دا وچه ډوډۍ هغه وخت ډیره مزه کوي چې وږي یاست او د تناره یا داش له سره یې وخورئ. بس مزه یې بیا دوه چنده وي.
خو ځیني خلک شته چې وچه ډوډۍ یې نه تیریږي یا یې نه خوري، که هر څه وي، دا ګټې ولولئ، له دې وروسته به یې له ډیرې ګټې هم وچه ډوډۍ پرینږدئ:
۱- د ډوډۍ جول د غاښونو د ښه فعالیت سبب کیږي او د کږو غاښونو په سمیدو کې ښه اغیزه لري.
۲- د اسهال ناروغۍ په وخت کې که چیرې له وریجو سره ډوډۍ وخوړل شي، نو ډیر ژر به یاده ناروغي ښه شي.
۳- د غنمو ډوډۍ، وربشې او وریجې که بې له غوړو یو ځای پاخه شي، د هغو کسانو لپاره ښه درمل دی کوم چې ښه هضمه نلري او دا مواد معده د خوړو په برخه کې پیاوړي کوي.
۴- وچه ډوډۍ د ستونې درد ښه کوي، د سینې اواز یا ښر، ښر له مینځه وړي.
۵- که وغواړئ چې د معدې زخم یا درد څخه بې غمه اوسئ، نو د ورځې په اوږدو کې د وچې ډوډۍ خوړل مه هیروئ.
۶- وچه ډوډۍ د مخ پوستکی نازک او ښکلی کوي، بدن ته انرژي ورکوي، همدارنګه د وچې ډوډۍ حوړل حافظه قوی کوي.
۷- هغه میرمنې چې د امیندوارۍ په وخت کې د زړه بدوالی لري، هغو ته په کاره ده چې هر سهار له چای نه مخکې څو مړۍ وچه ډوډۍ وخوړي دا کار د دې لامل کیږي چې ټوله ورځ له کانګو وژغورل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.