روشنفکره څوک دی؟ اړتیا او ګټه یې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد
ازاد فکره او روښنفکره په دې مانا چې نویو او مختلفو نظریاتو او معلوماتو ترلاسه کولو ته تل علاقمند او چمتو اوسي. یعنې نویو تجربو او مفکورو ته جوړ او برابر وي.
د ذهن ازاد چمتو کول یا روشنفکره اوسېدل د ښې او سترې مفکورې او ژور لرلید لپاره خوره ارزښتناکه دي. ځکه اوس موږ په داسې یوه نړۍ کې اوسو چې په پرلپسې ډول بدلون کوي.
ددې لپاره چې په لازم پرمختګ کې اوسو، باید شیانو ته د نویو تجربو او لارو چارو له کړکیو وګورو. که چیرته موږ پرمخ روان ونه اوسو یا پرمختګ ونه کړو، نو په دې حیرانونکې نړۍ کې به له نویو ټیکنالوژیو لکه انټرنیټ، موبایلونه، فیسبوک، واټس آپ او نورو چې زموږ ژوند یې لا ډیر جالب او اسانه کړی، استفاده ونه شو کړی.
روشنفکره خلک چې کله له مناسبو نویو واقعیتونو او شواهدو سره مخ شي، په اړه یې خوشبیني څرګندوي. هغه خلک چې هغوی سختدریځه وي، تل همداسې ټینګ په خپل ځای پاتې وي او تل له پرمختګونو او نویو بدلونونو لرې وي.
که چیرته موږ په هغه څه بسنه وکړو چې پرې پوهیږو او په تیره زمانه کې ځان خوښ ګڼو، له ډیرو ستونزو، ننګونو او بې پایلې حالاتو سره به مخ یوو.
اوسنۍ نړۍ ډیره پرمختللې ده، دا شرایط هغسې نه دي لکه څرنګه چې کلونه وړاندې ول. که چیرته موږ نن ورځ ته هم د هغو ورځو په شان فکر وکړو چې کلونه وړاندې ول، نو موږ به په معنوي لحاظ ډیر تاوان کړی وي. ځکه اوس باید د پوهې په پراخیدو سره په لا ډیرو شیان پوه شو.
په بله وینا که چیرته کارونه په نویو لارو او لیدنو ترسره کړو، له دې سره به مو معنوي وړتیا زیاته کړي وي، ژوند به مو لا ‌ډیر جالب کړی وي او خپلې تجربې به مو لا پراخه کړي وي.
روشنفکري همداراز له موږ سره د ستونزو په حل کې مرسته کوي. لومړۍ مرسته یې دا ده چې د یوې ستونزې د له منځه وړو لپاره له یوې زیاتې لارې چارې راښيي او ډیرې موثرې او پراخې لارې چارې پیدا کولی شو. کله چې ډیر اپشنونه په لاس کې ولرو، بې له شکه چې ښې حل لارې به هم ولرلی شو.
په ټوله کې ویلی شو چې ازاد فکر او ذهن یعنې روشنفکره اوسیدل د خنډونو او توپيرونو په له منځه وړو کې مرسته کوي او په زړه پورې اشخاص راځنې جوړوي.
هغه خلک چې روشنفکره وي داسې ځانګړنې لري:
– تر ډیره د نورو قبلوونکي وي او تعصب نه مني.
– ډیر خوشبینه وي او د سالم و رښتیني ژوند جوړول خوښوي.
– تشویش او فشار يې کم وي؛ ځکه د بدلون لپاره ډیر پرانیستي وي.
– د ستونزو د حل لپاره بیلابیل مهارتونه لري.
– غواړي چې ډیر څه زده کړي او نویو زده کړو ته لیواله وي.
یادونه: هره ټولنه کې روشنفکره خلک خپل تعریف لري، خو په افغانستان کې روشنفکر هغه ډول نه دی څه ډول چې مثلاً په امریکا کې وي، ځکه دلته روشنفکره باید په دې مانا نه وي چې دین پریږدي یا ورته نور زیان ورسوي او یا هم د اسلام اصول تر پښو لاندې کړي او ووايي چې دا زوړ دین دی. متاسفانه دلته د روشنفکرۍ ځینې غلط اکټران داسې تیروتنې کوي. دلته روشنفکره هغه دی چې د اسلام له اصلې څیرې خبر اوسي، ځکه اسلام اصلً ډیر تاکید په سوله او مینه کوي. دښمني او اوسنۍ د اسلام په نوم کیدونکې ناخوالې نه مني.
او تر څنګ هغه په نوم اسلامیست هم روشنفکر نه شي کیدای چې یوازې د اسلام ابتدايي مسایل ولولي او بیا نور له نړۍ او ژوند سره پریکون کوي، بلکې اسلام خپله یو روښانه او د روشنفکرۍ دین دی.