افغان کرکټ مینوال پاکستان کې د افغان لوبغاړو په اوسیدو خفه دي، کرکټ بورډ هم دغه لوبغاړو ته یو میاشت وخت ورکړی که یې کورونه هېواد ته رانه وړل نو قراردادونه به ورسره لغوه کړي.
په وروستیو کې هغه افغان لوبغاړو ته د کرکټ پوهانو او کرکټ مینوالو پام اوښتی او له توندو نېوکو سره مخ دي چې له هېواده بهر په ګاونډ پاکستان کې اوسي.
یو شمیر افغان لوبغاړي چې لا یې هم کورونه له هېواده بهر دي او یوازې د سیالیو د ترسره کولو او ځينو تمریناتي کمپونو لپاره هېواد ته راځي.
ګاونډ پاکستان کې د لوبغاړو په اوسیدو هغه وخت د کرکټ د مینوالو انتقادونه زیات شول چې په یوه ویډیو کې ښکاري چې کرکټ د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او تیز پيلیز توپوهونکی لوبغاړی شهزاد محمدي پاکستان کې د یوې ځایې لوبډلې سره سیالۍ کې بوخت دی. په همدغه سیالۍ کې شهزاد یوازې په لسومنډو سوځيږي.
دغه مسئله په کور دننه د کرکټ د مینوالو له سخت غبرګون سره مخ شوه او ډېر شمیر یې نه یوازې په شهزاد بلکې په کرکټ بورډ یې هم نېوکې وکړي چې ولې نه دی توانیدلی تر څو خپل لوبغاړي تر نظر لاندي وساتي.
ډېری شمیر یې پر شهزاد د سرغړونې له امله د بندیز غوښتونکي دي.
خو د دې سره سره اوس د افغان کرکټ مینوال پام هغه لوبغاړوته اوښتی چې کورونه یې په پاکستان کې دي او د سیالیو د ختمیدو سره سم یې دغه هېواد ته د تګ لپاره ملا تړلي وي.
د یوې سرچیني له لوري یاران ته ورکول شوي لیست کې ډېر شمېر افغان لوبغاړي په ګاونډي هېواد پاکستان کې اوسي.
د دغه لیست له مخې شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، راشد ارمان، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، محمد نواز، دولت ځدراڼ، خیبر عمر، طاهر عادل، فضل ځاځی، وحید شفق او یو شمېر نور هغه افغان لوبغاړي دي چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې اوسي.
دغې سرچینی یاران ته ویلي چې شهزاد باید سپین غر زون سره د فرسټ کلاس سیالیو کې لوبیدلی وی، خو نه یوازې دا چې د هېواد فرسټ کلاس ( داحمد شاه ابدالي څلور ورځنۍ سیالیو) کې ونه لوبید، بلکي پاکستان ته ولاړ او هلته یې یوې ځایې لوبډلې سره د سیالۍ کولو ویډیو په ټولنیزه مېډیا کې لاس په لاس شوه.
سرچینه همدا راز زیاتوي چې ځیني لوبغاړي حتا د څلور ورځنیو سیالیو د درې ورځني استراحت پر مهال هم مخ پر پاکستان وي او خپله درې ورځې دمه هلته تېروي.
تر شهزاد وړاندې شفیق الله شفق هم یو ځل په پاکستان کې يه یوه ځايي ټورنمنټ کې لوبیدلی وو چې بیا د کرکټ بورډ له لورې له بندیز سره مخ شو.
پوښتنه دا پیدا کیږي چې ولې دغه افغان لوبغاړي لاتر اوسه هم په ګاونډ پاکستان کې اوسي؟
وړاندې یو ځل افغان کرکټ بورډ او پاکستان کرکټ بورډ تر منځ د سیالیو هوکړه داسې شوې وه چې افغان لوبډله به د پاکستانۍ لوبډلې سره په لاهور او پاکستانۍ لوبډله به د افغان لوبډلې سره په کابل کې سیالۍ تر سره کوي چې وروسته بیا د افغان کرکټ بورډ دغه هوکړه د مینوالو له سخت توند غبرګون سره مخ شوه، چې ولې به افغان لوبغاړي پاکستان ته ځي او هلته به لاهور ښار کې د پاکستانۍ لوبډلې سره سیالۍ کوي.
همدغه هوکړه لیک بیا په کابل کې ذمبق څلور لارې د یوې خونړۍ چاودنۍ وروسته چې په کې په سلګونه تنه ووژل او ټپيان شول د افغان کرکټ بورډ لخوا لغوه شوه.
خو دا باید له یاده ونه باسو چې څه وخت مخکې د جلال اباد ښار جوی هفت سېمه کې د کرکټ ملي لوبډلې د تیز توپ اچوونکي حمید حسن پر کور لاسي بمونه وغورځول شوه چې ځاني زیان یې نه درلوده، خو وروسته حمید حسن پر فیسبوک راښکاره شو او په وینا ځينو خلکو ترې د پیسو غوښتنه کوله چې د نه ورکړې په صورت کې یې کور ته ورته بمونه وروغورځول شوه.
بل پلو؛
د کرکټ د چارو شنوونکي کرکټ بورډ په دغه چاره کې ناکام بولي او وایي تر اوسه نه دی توانیدلی چې لوبغاړي افغانستان ته په راوستو قانع کړي.
دوی وایي کرکټ بورډ باید په دغه برخه کې له جدیت څخه کار واخلي تر څو له بهره لوبغاړي افغانستان ته په راوستو مجبور کړي.
د کرکټ د چارو څارونکی قسیم هلال وایې، کرکټ بورډ ماشومان پرېکړي کوي او هېواد ته د لوبغاړو په راوستو کې هیڅ قاطع دریځ نه لري.
د ده په خبره که کرکټ په دغه جرم یو لوبغاړي د مجازات په ډول له لوبډلې کېښنوي، نو نور لوبغاړي به ترې عبرت واخلي.
قسیم هلال وایي، څنګ به هغه کرکټ بورډ خپل لوبغاړي د ګاونډ پاکستان او نورو هېوادونو څخه هېواد ته په راوستلو قانع کړي چې لا یې د کرکټ بورډ غړي هم په ګاونډ پاکستان او یا نورو هېوادونو کې اوسیږي.
دی وایي لوبغاړي ازاد پرېښودل نه دی پکار او کرکټ بورډ باید ټولو لوبغاړو باندې اصول ومني.
هلال زیاتوي، بورډ باید اضافي وخت کې لوبغاړو ته روزنیز کمپونه او تمریناتي سیالۍ برابرې کړي چې په دې کې هم بورډ پاتې راغلی، او هغه لوبغاړي چې بهر له هېواده ژوند کوي هېڅ ډول تمرینات نه کوي او له سیالیو راستنېدو سمدلاسه بېرته کورونو لپاره پاکستان ته ځي.
د کرکټ کارپوه قسیم هلال وایي که لوبغاړي له هېواده بهر و اوسیږي نو نه به د کرکټ بورډ د څارنې لاندي وي، نه به تمرینات وکړي او نه به هم پرهېز وکړي.
په ورته وخت کې؛
کرکټ بورډ په یوه خبرې ناسته کې ټولو هغه لوبغاړو او د کرکټ بورډ مامورینو ته چې کورونه یې له هېواده بهر وي یو میاشت وخت ورکړی که یې کورونه هېواد ته راستانه نه کړل، نو کرکټ بورډ به ورسره لاسلیک شوي قرادادونه لغوه اعلان کړي.
کرکټ بورډ دغه ناسته د شنبې په ورځ کړې وه چې ډېرو نورو مسائلو تر څنګ یې په ګاونډ پاکستان کې سېمه ییزو سیالیو کې د شهزاد محمدي پر مسئله هم خبرې وکړي.
کرکټ بورډ پر شهزاد محمدي د درې لکه (۳۰۰۰۰۰) افغانېو جریمه ولګوله، خو د لوبو کولو بندیز یې پرې نه دی لګولی.
بشپړه ویډیو؛
https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/videos/2075073959413858/
پاکستان کې د افغان لوبغاړو کورونو ته وروسته له هغې د کرکټ مینوالو او کرکټ پوهان نظر واوښته چې افغان پیلیز توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي شهزاد محمدي ګاونډ پاکستان کې په ځايې سیالیو کې ولوبېده، چې د شهزاد محمدي دا کار د افغان کرکټ مینوالو او کرکټ پوهانو له سخت غبرګون سره مخ شو او له کرکټ بورډه یې د شهزاد د مجازات غوښتنه کوله.