د کرکټ نړیوالو جامونو په تاریخ کې د ډیرو سلیزو ملګرتیاوې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
په نړيوال کرکټ کې غوره توپوهونکې هرڅوک پېژني او هرڅوک د ځان لپاره حتماً يو غوره لوبغاړی لرې.
نړیوالو جامونو کې ډېر کم لوبغاړي شته چې ښه ملګرتيا يې جوړه کړې وې، لوبډله يې تر سترهدف رسولې او د خپلو مينوالو د خوښې وړ لوبه يې ترسه کړې وي.
په يو ورځنيو لوبو کې ترټولو اوږده ملګرتيا په ۲۰۱۵ز کال کې د پياوړي توپوهونکي کريس ګېل او مارلون سېمولز ترمنځ د ۳۷۲ منډو ده، چې دزيمبابوې توپوهونکي يې تر حد ډېر ستړي کړل، او د دويمې یکيټي ترټولو اوږده ملګرتيا د راحول ډرايويډ او سورب ګنګولې ده چې په ۱۹۹۹ز کال کي يې ۳۱۸ منډي ترسره کړلې او سريلانکا ته يې يو لوړ هدف وټاکه.
خو موږ دلته د هغو ملګرتياوو څخه بحث کړی چې په نړيوال جام کې يې په ګډه د ډيرو ملګرو سره ډېرې سليزې ترسره کړي وې، لوبډلې يې له ستونزو سره مخ کړي او ښې لوبي يې کړي وي.
۱ـ د سچن ټينډولکر د ۱۲ سليزو ملګرتيا

کله چي د ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام سيالۍ په هندوستان کې وې، سچن ټنډولکر په کې ۴۸۲ منډي ترسره کړې.
په نړيوال کرکټ کې د ۱۰۰ سليزو ريکارډ لرونکی کرکټر سچن ټينډولکر د کرکټ د نړۍ خورا مشهور لوبغاړی دی.
ټينډولکر په شپږو نړيوالو جامونو کې لوبېدلی دی او تر بل هر توپوهونکي يې ډېرې ۲۲۷۸ منډې ترسره کړي، چې په ۲۰۰۳ز کال کې يې انډيا پايلوبي ته نيږدې کړه او سچن د ټورنمينټ غوه لوبغاړی شو.
ده د اتو ملګرو سره د ۱۲ سليزو ملګرتيا کړېده.
محمد اظهرالدين، اجي جديجا، راهول ډرايويډ، سورب ګنګولې، محمدکيف، يوراج سينګ، وريندر سيواګ او ګاتم ګمبير يې په نړيوال جامونو کي د سليزو ملګري دي.
په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کې ټنډولکر او ډرايويډ ۲۳۷ منډې ملګرتيا وکړه او د دريمې ویکټي ملګرتيا ريکارډ يې جوړ کړ، چې تر ۲۰۰۳ ز کال نړيوال جام پورې پاتې وو.
په ۲۰۱۱ز کال کې يې د انګلينډ او سويلي افريقا خلاف د ګاتم ګمبير سره د ۱۲۵ او ۱۳۴ منډو ملګرتيا وکړل او د سيواګ سره يې د ۱۴۲ منډو ملګرتيا وکړه.
په هماغه کال هندوستان هيڅ يوې لوبډلې ته د نړيوال جام بهر ته د وړلو زمينه برابره نکړه.
۲ـ د ريکي پونټينګ د ۱۰ سليزو ملګرتيا

د ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام په پايلوبه کي پونټينګ د ډامين مارټين په ملګرتيا سره ۲۳۴ منډي ترسره کړلې.
ريکي پوينټيګ هغه لوبغاړی دی چي د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې په هره لوبه کې يې کليدي رول درلود.
دی په لومړي ځل په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کې ولوبېد.
په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ز کلونو نړيوال جامونو کې د لوبډلمشر په حيث لوبېدلی دی.
پونټينګ په پنځو نړيوالو جامونو کي د ۷ بيلابيلو توپوهونکو سره د لسو سليزو ملګرتيا کړې، ترټولو غوره ملګرتيا يې د ډامين مارټين سره ۲۳۴ منډي دې، دغه ملګرتيا يې په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام پايلوبه کي د هندوستان په وړاندې وه.
ده د مارټين، سټيو واح، مايکل کلارک، ادم ګلکريسټ، ماتيوهايډن، انډريوسايمونډ او مارک ټايلر سره په نړيوالو جامونو کې د سليزو ملګرتيا ترسره کړېده.
ريکي په نړيوال جام کي په يوازې سر پنځه سليزې ترسره کړي، چې څلور يې په لوبډلمشرۍ کې وهلي دي.
۳ـ د کومار سنګکارا د ۱۰ سليزو ملګرتيا

کومار سنګکارا په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي ۴ پرلپسې سليزي ترسره کړلې، چې په يو ورځنيو لوبو کې د برياليو سليزو دغه ريکارډ تر اوسه چا ندی مات کړی.
کومارا سنګکارا بې له دې چې د سريلانکا په لوبډله کې يې ځانګړی ځای درلود په نړيواله سطحه د خورا شهرت او عزت څخه برخمن دی.
سنګکارا د ښې توپوهني ترڅنګ غوره ویکټ ساتنه هم کوې چې اوس يوازې تر تجارتي لېګونو پورې محدود دی.
دی به ډېر ژر خپل ټول کرکټ ته د پای ټکی کښېږدي، په داسې حال کې چې نړيوال کرکټ ته يې د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام وروسته الوداع وويل.
کومارا په څلورو نړيوال جامونو کې د ۱۰ سليزو ملګرتيا ترسره کړې.
د ۲۰۰۳ز کال څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې يې د دلشان سره د څلورو سليزو ملګرتيا ترسره کړېده.
په نوملړ کې دويم ځای يې خپل پخواني ملګري مهيلاجوردني ته ورکړی چې د دريو سليزو ملګرتيا ورسره لري.
د دوو سليزو ملګرتيا يې سانات جاياسوريا سره کړېده، چې يوه يې په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام پايلوبه کې د اسټراليا په وړاندې شمېرل کيږي. بله ملګرتيا يې د لاهيرو ټريماني سره د يادوني وړ ده.
۴ـ د ماسټر اې بې ډيويلرز د ۸ سليزو ملګرتيا

په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي اې بې ډيويلرز د ويسټ انډيز په وړاندې په ۶۶ توپونو ۱۶۲ ناسوځېدلې منډي ترسره کړلې.
کله چې د اې بي ډيويلرز لوبه ننداره کوئ اړتيا ده يوڅه تعجب وکړئ.
ځانګړې توپوهنه، له جرأته ډکه لوبه،او لوړ لوړ شاټونه يې اکثريت وخت کرکټ پوهان، مينوال اوهرڅوک متأثره کوي.
دی په ۲۰۱۵ز کال نړیوال جام کې د سيدني په لوبغالي کې د ويسټ انډیز د توپ اچوونکو ترهيڅ ډول تاثر لاندې رانغی او په بې رحمه توپوهنه سره يې يوازې په ۶۶ توپونو ۱۶۲ منډې ترسره کړلې او يادګاري لوبه يې نندارې ته وړاندي کړه.
په دغه توپوهنه کي يې ۱۷ څلوريزې او ۸ شپږيزې ترسره کړې.
خو تر دې ۸ کلونه وړاندې يې په خپل اوپنينګ توپوهنه کې ۱۴۶ منډې ترسره کړې وې.
همدارنګه دغه پياوړي توپ وهونکي په نړيوال جام کې ۸ سليزي ترسر کړيدي، چې تر ټولو ډېره ملګرتيا يې د هاشم املا سره کړېده.
په ۲۰۱۱ز کال کې د نيدرلينډ په وړاندې د ۲۲۱ منډو اوږده ملګرتيا يې ترټولو ښه مثال دی.
له ګرام سميت، جق کاليس، روسو،پاپ ډوپلسيز او ډېويډ ميلر سره يې هم د سليزو اوږدې ملګرتياوې د يادوني وړ دي.
۵ـ د ټيلکارانتې دلشان د ۸ سليزو ملګرتيا

دلشان او اوپل ترنګا په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې د انګلستان د ۲۳۰ منډو هدف يوازې په خپل اوپنينګ پوره کړ.
دلشان کرکټ په خورا شوق سره کوي، ځانګړی شاټ لري چې د دلسکوپ په نوم دی، د کرکټ ټول مينوال ورسره اشنا دي او په دې وروستيو کې يې هر کرکټر د لوبولو هڅه کوې، چې يو ښه مثال يې راشد خان دی.
دلشان په دريو نړيوال جامونو کې لوبېدلی، په ۲۰۰۷ز او ۲۰۱۱ز کلونو کې چې سريلانکا تر پايلوبې ورسېدل او د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام.
ده د نړيوال جام په ۲۵ لوبو کې د ۸ سليزو ملګرتيا کړې، چې تر ټولو ښه ملګرتيا يې د اوپل ترنګا سره په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې د زيمبابوې په وړاندې ۲۸۲ منډي دي چې دا د نړيوال جام په تاريخ کې د دوو اوپنرانو تر ټولو اوږده ملګرتيا ده.
دلشان په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې دوه سليزې ترسره کړلې همدا شان يې په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې هم دوه سليزې ترسره کړې چې ترټولو غوره توپوهنه يې د اسټراليا په ميلبورن کې د بنګلدېش په وړاندې ۱۶۱ ناسوځېدلې منډي دي.
ترنګا هم د دلشان سره په ملګرتيا کې د انګلينډ توپ اچوونکي تربريد لاندې راوستل او په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې يې د دلشان سره په اوپنينګ د ۲۳۰ منډو هدف پوره کړ.
دلشان د کومارا سنګکارا، لاهیرو ټريماني سره هم د سليزو ملګرتيا لري.