ښځه؛ هغه بشر چې په اسلام کې لوی مقام لري، خو په ځینو انسانانو کې د پښو خاور ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او راټولونکې: مریم محمدي
یو سړي په مجلس کې خبرې کولې، ويې ویل چې ښځه داسې ده، لکه د پښو څپلۍ هر کله چې زړه شوه، نو لرې یې واچوه، او بله واخله. په ناست مجلس کې یو عالم هم و، هغه وویل: بلې دی ریښتیا وايي، کچیرې داسې ناپوهه سړي ځانونه پښې وګڼې نو ښځه څپلۍ یا بوټ دی، خو کچیري یو سړی ځان پاچاه حساب کړي نو ښځه د سره تاج دی.
الله ج په خپل آسماني كتاب قرآن كريم كې فرمايي:
ژباړه؛ ښځې ستاسو لباس دي او تاسو د هغوى لباس يۍ. البقره يو سلو اووه اتيا يم آيت.
راځم دې ته چې ښځه ده څوک؟
۱- لومړی کس چې د فرعون دېکتاورۍ پر وړاندې په جرأت راپورته شوه … هغه نارینه نه بلکه ښځه وه مېرمن، آسیه.
۲- لومړی څوک چې د ځمکې تر ټولو مبارکې اوبه زمزم یې وڅښل … هغه مېرمن، هاجره وه.
۳- لومړی انسان چې پر محمد ﷺ یې اېمان راوړ یوه مېرمن وه، مېرمن خدیجه.
۴- لومړی څوک چې د اسلام لپاره یې وینه تویه شوه او شهادت یې نصیب شو هغه نارینه نه بلکه مېرمن وه مېرمن، سمیه.
۵- لومړی کس چې خپل مال یې د اسلام په لاره کې مصرف کړ، نارینه نه بلکه مېرمن وه، مېرمن خدیجه.
۶- لومړی انسان چې د صفا او مروا تر منځ سعې یې وکړه ښځه وه، مېرمن هاجره، چې اوس میلیونونه حاجیان باید د بي بي هاجر حرکتونه اجرا کړي او ترسره کوي یې.
ښځه او نر د يو بدن دوه نيمايي برخې دي، هغه بدن بشريت دى. په ټوله کې میندو، خویندو، ښځو او نجونو ته احترام د انسانیت نښه ده.
زموږ په ټولنه کې؛
له بدمرغه باید ووایم چې موږ په ټوله مانا ځان د اسلام کلک پيروي بولو، خو هغومره په سمه توګه مو سر پرې نه دی خلاص کړی چې موږ باید ټول احکام یې پر ځای کړي وای.
یوه ښه بیلګه یې له ښځو سره د چلند ده، دلته له ښځینه وو سره داسې چلند کیږي لکه هغوی چې یوازې د همدې لپاره پیدا وي، څو نارینه چې څه کوي که روا یا ناروا هغه ورسره ومني او دا یې بس په مخ کې حلال کړی چرګ وي، نه د خبرو وخت ورکوي، نه د مشورې، نه د پریکړې او نه هم په اسلامي چوکاټ کې د منظم ژوند.
له ښځې سره زموږ د بد چلند یو مثال زموږ هغه رویه ده چې کله ماشوم پیدا شي او انجلۍ وي، هغه وخت بیا یو ډول خفګان هم ښکاره کوو، خوښي او شکر پرې نه باسو.
ددې تر څنګ انجلۍ د زده کړو حق لري، خو موږ دا حق ترې اخیستی وي، نه یې پریږدو چې زده کړې وکړي، د شرم او نورو نومونو په یادولو سره یې مخه نیسو. چې دا لوی ظلم او زیاتی دی.
او بل د خاوند د انتخاب حق دی، متاسفانه په دې برخه کې هم موږ ښځو ته هیڅ اهمیت نه ورکوو، چې دا حالت بیا د هماغو ښځو چې په ناخوښۍ او زوره واده کړی شي، ژوند یې له ناندریو، جګړو او بدیو ډک وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.