څنګه ښه پلان جوړ کړو؟ د ښه پلان ځانګړتیاوې او ګټې یې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: حشمت الله رحمتي
که غواړئ چې په سمه توګه خپلو اهدافو ته ورسیږئ، لګښت مو کم او عاید مو لوړ شي، نو لاندې لنډې لیکنې په غور سره ولولئ:
لومړی تر هر څه د مخه پلان تعریفوو، پلان یوه ذهني طرحه ده چې د اداري او غیر اداري اشخاصو له خوا د ټاکلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ترتیب او تهیه کیږي یا په بل عبارت پلان جوړونه د اهدافو ټاکل او هغوي ته د رسیدلو لپاره د مناسبو لارو پیش بیني کول دي.
پلانیونه: عبارت د هغې پروسې څخه دی چې له مخې پلان لاسته راځي.
هدف (Goals): هدف د يو راتلونکي مطلوبه پایلې څخه عبارت دی چي اداره خپل ټول فعاليتونه دهغه لاسته راوړلولپاره ترسره کوي. د ادارې هدف باید SMART وي چې د SMART نه هدف؛
• څرګند او مشخص وي(Specific)
• د اټکل او سنجش وړ وي(Measurable)
• د ترلاسه کیدو وړ وي(Attainable)
• په حقیقت ولاړ وي(Realistic)
• د وخت محدودیت لرونکی وي(Time bound
د یو ښه پلان ځانګړتیاوې
ددې لپاره چې پلان د ادارې په لاسته راوړنو کې مؤثر او اغیزمن تمام شي، نو باید لاندې خصوصیات ولري:
• پلان باید د ټاکلي او څرګند هدف لرونکی اوسي
• پلان باید حقیقي او لاس ته راوړنکی وي، په خیالاتو بنا نه وي
• په پلان کې باید ټول هغه اداري سیستمونه چې د پلان د پلي کیدو دنده په غاړه لري په مفصل ډول واضح شوي اوسي
• پلان باید د ځای، وخت او د هغه شرایطو سره سم ترتیب او تهیه شي په کومو چې تطبیقیږي
• پلان باید د نوښت او بدلون اړتیا ولري
• پلان باید د پلي کیدو څخه د مخه څرګند، واضح او روښانه شي او هم باید د پلان پلي کوونکو ته د هغه څخه موخو د لاسته راوړلو په باره کې د مناسبې رویي او لیارې د کارولو لارښوونه او توصیه وشي
• پلان باید د پلي کیدو او تطبیق پر مهال وڅارل شي تر څو منځته راغلې ستونزې او خنډونه لیرې او په راتلونکې کې د کومې ستونزې او خنډ سره مخامخ نشي
• د پلان د تطبیق او د هغه د څارنې پر مهال باید انساني کرامت، اړیکې او چال چلند په پام کې نیول شوی وي، ځکه چې انساني برخورد او رویه د ادارې د پرسونل تر منځ د هر څه په نسبت د ادارې د موخو په لاسته راوړلو کې مهم نقش او رول لري
• پلان باید د ادارې د څانګو د امرینو په صلاح مشوره او همکارۍ ترتیب شي تر څو پلي کیدل یي اسان او په راتلونکې کې د ستونزو څخه خالي وي
په پلان جوړونه کې ستونزې
دلته د پلان په اړه هغه نقطو ته اشاره کوو چې یو مدیر هغه ته د نه پاملرنې په صورت کې د پلان په تطبیق کې د ستونزو سره مخامخ کیږي:
• مدیر د پلان ترتیبول او تهیه کول کاملاً نورو ته وسپاري او خپل ځان د پلان جوړونې په پروسه کې شامل نه کړي
• مدیر خپل ځان په ناچیزه مسایلو کې ښکیل کړي او د پلان جوړولو لپاره مناسب فرصت پیدا نه کړي او په پای کې بې ارزښته او د ټیټې سويې پلان ترتیب او جوړ شي
• د اوږدې مودې پلانونو د تطبیق لپاره د تکتیکي او عملیاتي پلانونو په طرحه کولو کې پاتې راتلل
• د پلان د تطبیق لپاره د مناسب چاپیریال په برابرولو کې پاتې راتلل
• د پلان جوړولو په پروسه کې د مناسبو اشخاصو نظریاتو او څرګندونو ته اهمیت نه ورکول
• د اداري کارکوونکو د ارزیابۍ په موخه د پلان څخه د یوه ریښتیني معیار په توګه ګټه نه پورته کول
• د داسې پلانونو طرحه کول چې د رسمي پلانونو سره په تضاد او ټکر کې وي
• د داسې یو بدلون نه منونکې او ستونزمنې طرحې جوړول چې د نوښت او پرمختګ مخنیوی کوي
د پلان جوړونې ګټې
• پلان جوړونه د موخو په ټاکلو کې مرسته کوي
• پلان جوړونه مدیر او او اداري پرسونل ته د هغوي دندې او وظایف روښانه کوي
• پلان جوړونه د هغه ستونزو او مشکلاتو په روښانه کولو کې مرسته کوي کوم چې په راتلونکې کې د ادارې د اهدافو د لاسته راوړلو مخنیوی کوي
• پلان جوړونه د ادارې د کړنو او دندو په څارنه کې مرسته کوي ځکه چې د پلان څخه بغیر څارنه او کنټرول ناشونی دی
• د مناسب پلان ترتیبول په اداره کې د تکالیفو او ستړتیاوو د کمیدو باعث ګرځي
• پلان جوړونه د تولید په کچه کې زیاتوالی رامنځته کوي
• د پلان د ترتیب په صورت کې اداره کولی شي چې په کم لګښت سره خپلې موخې لاسته راوړي
یادونه: لاندې لیکنه د کورنیو او بیرونیو معتبرو ماخذونو څخه په ګټنې ترتیب شوې.