سلمان خان د نایابه هوسۍ د ښکار په جرم کې د اصلي مجرم د پټولو هڅه کوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هندي سینما پخوانۍ ستورې سمي ګریوال وایي چې سلمان خان هڅه کوي د غیرقانوني ښکار اصلي مجرم سزا پر خپله غاړه اخلي او هڅه کوي هغه چې په هوسیو یې ډزې کړي د خلکو تر سترګو پټ کړي.
سمي ګریوال دعوا کړې چې د ۲۰ کاله مخکنۍ هوسیيو اصلي وژونکي سلمان خان نه دی او هغه چې پر هوسېیو یې ډزې کړي تر اوسه لا ارتي تڼۍ ګرځي.
د هند خبري ویبپاڼي این ډي ټی وي د خبر له مخې، د سمي ګریوال په نوم ناتائید شوی اکونټ په یوه ټویټ کې سلمان خان بې ګناه ښودل شوی.
دغه اکونټ څخه په لیکل شوي ټویټ کې د سمی ګریوال له خولي راغلي چې دا سلمان خان ښه پېژني او نوموړي له حیواناتو سره بې کچې مینه لري او د دومره مینې سره به هغه هیڅ پر حیواناتو د ډز کولو زړه هم ښه نه کړي.
خو نوموړی وایې چې سلمان خان هڅه کوي چې د ۲۰ کالو پخواني مجرم سزا پر خپله غاړه واخلي.
د سمي ګریوال په نوم دغه اکونټ لیکلي چې حقیقت دا دی چې پر هوسېیو ډزې سلمان خان نه دي کړي.
یاده دې وي چې غیر قانوني ښکار په دوران کې سلمان خان سره سره بل مشهور ستوری سیف علی خان، زړه وړونکي اداکاره تبو، سونالی باندری او نیلم جیپ هم وه.

هندۍ رسنۍ اوس د سمی ګریوال له خبرو وایي چې ښایي اصلي مجرم چې پر هوسيېو به یې ډزې کړې وي سیف علي خان وي.
دغه خبرې د هندوستان د وګړو تر منځ په ټولنیزه میډیا کې ډېرې لاس په لاس کیږي.
سلمان خان ته د رواني اپریل میاشتې په پنځم تاریخ د هندوستان په یوه ښار جوده پور کې یوې محکمې د غیرې قانوني ښکار په تور د پنځه کال بند سزا واوروله او ورسره یې ۱۰ زره روپۍ جرمانه هم پرې ايښې وه.
وروسته بیا د سلمان خان لخوا د ضمانت غوښتنه شوې وه، خو ترهغې چې ضمانت یې قبلېده خان په مرکزي زندان کې دوه ورځې تېرې کړې وې. له دوو ورځو ځنډ وروسته یې ضمانت ومنل شو او خوشي کېدو سره سم د ممبي پر لور روان شو.