ژباړه: غازي عابد
ځینې وخت ددې لپاره چې وخت بې ځایه تیر نه شي او هڅې بې ځایه نه شي باید ځیني کارونه ونه شي، ځکه نه ارزي.
موږ هم دلته ځینې خبرې راخیستي؛ کیدای ټول ځینې دا ځانګړتیاوې دا اوس هم ولرو، که لرو یې او ورسره موافق یوو باید ختمې یې کړو:
۱- په ستونزو او ننګونو باندې د بریالیو کیدو وارخطايي. هغه خلک چې ستونزه ورپيدا شي، بیا وارخطا او فکر کوي چې ننګونه او ستونزه ډیره سخته ده وبه نه شي، نو دا حالت یې نور هم کمزوری کوي او له ناکامۍ سره یې مخ کوي.
۲- داسې ځان غوښتنه چې تل نور ستا لپاره کار وکړي او ستا تابع اوسي. له بدمرغه ځیني انسانان په دې مرض اخته وي چې باید تل د هغه متابعت وشي او هر ځا یې وستايې، که د بل چا ستاینه ورته وکړئ، بده پرې لګي، یوازې د خپل ځان غواړي او بس.
۳- خپل ځان ته دروغ ویل یا ځان غولول. دا داسې مثال لري چې یو کس ښوونځی لولي، ښه وخت هم لري چې نور کارونه وکړي لکه انګلیس لوستل خو نه یې لولي او ځان ته وايي چې ښوونځی خلاص شو بیا یې وایم، له ښوونځي وروسته هم بیا ترې پاتې وي.
۴- هغه کار یا دنده ترسره کول چې ته ترې سخته کرکه لرې. ځکه کوم کار چې دې خوښ نه وي او کوې یې ښه پایله نه شي لرلی. ښه دی چې د خپلې خوښې کار ته اوږه ورکړو، څو نه مو وخت بې ځایه تیر شي او نه انرژي.
۵- په پټو سترګو د نورو پیروي کول. څوک نا څوک نه ګوري او پسې روان وي، یوازې تل د نورو تقلید کوي.
۶- د کینې او بغض کول یا تل له نورو سره بې ځایه ضد او لانجه کول.
۷- لنډه منډه کوونکي. لنډپاري هم ورته ویل کیږي. په معمولي خبره هم د بل د توهین لپاره لنډه منډه اخلي.
۸- د هغو ملګرتیا کول چې باور پرې نه لرې. دداسې خلکو سره ملګرتیا رښتیا هم یوه ستره تیروتنه او لیونتوب دی، ځکه بې باوره انسان هر ځای کې داسې څه کولی شي چې سخت زیان لرونکي اوسي.
۹- خپل ځان له نورو سره مقایسه کول.
۱۰- داسې شیان اخیستل چې هیڅ اړتیا یې نه لرې. دې ته اصراف ویل کیږي، ځکه اړتیا یې نه وي، خو اخلي يې، که نن نه وي سبا دا کار پيښماني لرلی شي.