لیکنه: محمدصابر حمیدي
د کرکټ په سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هغه چا ته ورکول کېږي، چې د خپلې لوبډلې لپاره ډېر ګټور تمام شي او لوبو د ده په وسیله وګټل شي.
کله چې یوه لوبغاړې ته دا جایزه ورکول شي، هغه هڅه کوي په راتلونکو لوبو کې هم له ځانه ښې وړتیاوې وښیي او تل په دې هڅه کې وي، چې یو ځلې بیا خپلې لوبډلې ته لوبه وګټي او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شي.
موږ په دې لېکنه کې هغه ۱۰ لوبغاړي درپېژنو چې ډېر ځله په یو ورځنیو لوبو کې د لوبې غوره لوبغاړي ټاکل شوي.
۱۰ ـ براین لارا
براین لارا د ویسټ انډيز هېواد کرکټ ملي لوبډلې خورا مخکښ توپوهونکی و، چې د ۱۹۹۰م څخه یې بیا تر ۲۰۰۷م پورې د خپل هېواد لپاره کرکټ وکړ.
براین لارا د ویسټ انډيز هېواد لپاره ۱۳۱ ټیسټ، ۲۹۹ یو ورځنۍ، ۲۶۱ فرسټ کلاس او ۴۲۹ یې بیا لیس اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ سیالیو کې ۱۱۹۵۳ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۰۴۰۵ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۲۲۱۵۶ منډې او په لیس اې لوبو کې یې بیا ۱۴۶۰۲ منډې جوړې کړې دي.
لارا په ټیسټ سیالیو کې ۳۴ سلیزې او ۴۸ بیا پنځوسیزي، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۹ سیلیزې او ۶۳ پنځوسیزې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۶۵ سلیزې او ۸۸ پنځوسیزې او په لیست اې لوبو کې یې بیا ۲۷ سلیزې او ۸۶ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
براین لارا په یو ورځنیو لوبو کې ۳۰ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۹ـ کمارا سنګاکارا
کمارا سنګاکارا یو له هغه چپ لاستو توپوهونکو څخه و، چې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په خپل وخت کې خورا ښه تمام شو.
هغه د توپوهنې ترڅنګ خورا تکړه ویکټساتونکی هم و، چې په نړیواله سطحه به ستایل کېده.
دغه نوموتې لوبغاړې د سریلانکا لپاره ۱۵ کاله له ۲۰۰۰م څخه بیا تر ۲۰۱۵م کاله پورې کرکټ وکړ.
سنګاکارا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۳۴ ټیسټ، ۴۰۴ یو ورځنۍ، ۵۶ شل اوریزه او ۲۶۰ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۱۲۴۰۰ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۴۲۳۴ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۳۸۲ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۲۰۹۱۱ منډې جوړې کړې دي.
۴۲ کلن سنګاکارا په ټیسټ لوبو کې ۳۸ سلیزې او ۵۲ بیا پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۵ سلیزې او ۹۳ بیا پنځوسیزې، په شل اوریزه لوبو کې ۸ پنځوسیزې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۶۴ سلیزې او ۸۶ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۳۱ ځله د لوبې غوره لوبغاړې جایزه ګټلې.
۸ ـ سوراب کنګولي
سوراب کنګولي اوس د هندوستان کرکټ بورډ مشر دی، چې د هند لپاره یې د ۱۹۹۲م څخه بیا تر ۲۰۰۸م پورې د کرکټ لوبې ترسره کړې دي.
هغه د هندوستان لپاره ۱۱۳ ټیسټ، ۳۱۱ یو ورځنۍ، ۲۵۴ فرسټ کلاس او ۴۳۷ یې بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
سوراب کنګولې توانېدلی، چي په ټیسټ لوبو کې ۷۲۱۲ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۳۶۳ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۵۶۸۷ منډې او په لست اې لوبو کې بیا ۱۵۶۲۲ منډې جوړې کړې دي.
۴۷ کلن کنګولي ټیسټ لوبو کې ۱۶ سلیزې او ۳۵ بیا پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۲ سلیزې او ۷۲ بیا پنځوسیزې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۳۳ سلیزې او ۸۹ بیا پنځوسیزې او همدارنګه یې په لیست اې لوبو کې ۳۱ سلیزې او ۹۷ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۳۲ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.
۷ـ ویو ریچارډز
ویو ریچارډز د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی و، چې د خپل هېواد لپاره یې د ۱۹۷۴م څخه بیا تر ۱۹۹۱م پورې کرکټ وکړ. اوس د کرکټ په سیالیو کې کمنټري کوي.
ویو ریچارډز د ویسټ انډيز لپاره ۱۲۱ ټیسټ، ۱۸۷ یو ورځنۍ، ۵۰۷ فرسټ کلاس او ۵۰۰ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۸۵۴۰ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۶۷۲۱ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۳۶۲۱۲ منډې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۱۶۹۹۵ منډې جوړې کړې دي.
۶۸ کلن ویو ریچارډز په ټیسټ لوبو کې ۲۴ سلیزې او ۴۵ بیا پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱ سلیزې او ۴۵ بیا پنځوسیزې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۱۴ سلیزې او ۱۶۲ بیا پنځوسیزې او همدارنګه یې بیا لست اې لوبو کې ۲۶ سلیزې او ۱۰۹ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۳۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده.
۶ـ شاهد افریدی
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړي شاهد افریدي د خپل هېواد لپاره د ۱۹۹۶م څخه بیا تر ۲۰۱۸م پورې د کرکټ بیلابیل فارمټونو کې لوبې ترسره کړې دي.
۴۵ کلن افریدي د پاکستان لپاره ۲۷ ټیسټ، ۳۹۸ یو ورځنۍ، ۹۹ شل اوریزه او ۱۱۳ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۱۷۱۶ منډې او ۴۸ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۸۰۶۴ منډې او ۳۹۵ ویکټې، شل اوریزه لوبو کې ۱۴۱۶ منډې او ۹۸ ویکټې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۵۶۹۵ منډې جوړې کړې او ۲۶۶ ویکټې اخیستې دي.
شاهد افریدي ټیسټ لوبو کې ۵ سلیزې او ۸ پنځوسیزې، یو ورځنیو لوبو کې ۶ سلیزې او ۳۹ پنځوسیزې، شل اوریزه لوبو کې ۴ پنځوسیزې او فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۱۲ سلیزې او ۳۱ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
شاهد افریدی په یو ورځنیو لوبو کې ۳۲ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۵ ـ ریکي پونټینګ
ریکي پونټینګ د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی وو، چې د ۱۹۹۵م څخه یې بیا تر ۲۰۱۲م پورې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبدلي لپاره لوبې ترسره کړې.
هغه اوس د کرکټ په برخه کې روزونکی او د لوبو مبصر دی.
۴۵ کلن پونټینګ د اسټرالیا لپاره ۱۶۸ ټیسټ، ۳۷۵ یو ورځنۍ، ۲۸۹ فرسټ کلاس او ۴۵۶ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۱۳۳۷۸ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۷۰۴ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې یې ۲۴۱۵۰ منډې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۴۵۶ منډې جوړې کړې دي.
ریکي پونټینګ ټیسټ لوبو کې ۴۱ سلیزې او ۶۲ پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۰ سلیزې او ۸۲ پنځوسیزې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۸۲ سلیزې او ۱۰۶ بیا پنځوسیزې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۳۴ سلیزې او ۹۹ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
هغه توانېدلی، چې په یو ورځنیو سیالیو کې ۳۲ ځله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړي.
۴ـ جک کیلیس
د سویلي افریقا تکړه الراونډر لوبغاړی و، چې د ۱۹۹۵م څخه یې بیا تر ۲۰۱۴م پورې د خپلې ملې لوبډلې لپاره کرکټ ترسره کړ.
۴۴ کلن کیلیس د سویلي افریقا لپاره ۱۶۶ ټیسټ، ۳۲۸ یو ورځنۍ، ۲۵۷ فرسټ کلاس او ۴۲۴ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۱۳۲۸۹ منډې او ۲۹۲ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۵۷۹ منډې او ۲۷۳ ویکټې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۹۶۹۵ منډې او ۴۲۷ ویکټې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۱۴۸۴۵ منډې جوړې کړې او ۳۵۱ یې بیا ویکټې اخیستې دي.
جک کیلیس په ټیسټ لوبو کې ۴۵ سلیزې او ۵۸ بیا پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۷ سلیزې او ۸۶ بیا پنځوسیزې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۶۲ سلیزې او ۹۷ بیا پنځوسیزې او لست اې لوبو کې یې بیا ۲۳ سلیزې او ۱۰۹ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
دا لوبغاړی توانېدلی، چې په یو ورځنیو لوبو کې ۳۲ ځله د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.
۳ـ ویراټ کوهلي
ویراټ کوهلي د هندوستان کرکټ ملې لوبډلي اوسنی لوبډلمشر دی، چې په بېلابېلو فارمټونو کې یې د خپل هیواد لپاره لوبې ترسره کړې دي.
کوهلې تر دې دمه د هند لپاره ۸۶ ټیسټ، ۲۴۸ یو ورځنۍ، ۸۲ شل اوریزه او ۱۰۹ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۷۲۴۰ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۸۶۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۲۷۹۴ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۸۸۶۲ منډې جوړې کړې دي.
۳۱ کلن ویراټ کوهلي په ټیسټ لوبو کې ۲۷ سیلیزې او ۲۲ پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزې او ۵۸ بیا پنځوسیزې، په شل اوریزه لوبو کې ۲۴ پنځوسیزې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۳۲ سلیزې او ۲۸ پنځوسیزې جوړې کړې دي.
هغه تر دې دمه په یو ورځنیو لوبو کې ۳۶ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۲ـ سنات جېسوریا
۵۰ کلن سنات جېسوریا د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی وو، چې د یاد هیواد لپاره یې د ۱۹۸۹م څخه بیا تر ۲۰۱۱م پورې کرکټ وکړ.
سنات جېسوریا د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی و، خو په توپوهنه کې بیا د پيل لوبغاړی و.
جېسوریا د سریلانکا لپاره ۱۱۰ ټیسټ، ۴۴۵ یو ورځنۍ، ۲۶۵ فرسټ کلاس او ۵۵۷ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۶۹۳۷ منډې او ۹۸ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۴۳۰ منډې او ۳۲۳ ویکټې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۴۸۱۹ منډې او ۲۰۵ ویکټې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۱۶۱۲۸ منډې جوړې کړې او ۴۱۳ یې بیا ویکټې اخیستې دي.
سنات جېسوریا په ټیسټ لوبو کې ۱۴ سلیزې او ۳۱ بیا پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۸ سلیزې او ۶۸ بیا پنځوسیزې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۲۹ سلیزې او ۷۰ بیا پنځوسیزې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۳۱ سلیزې او ۸۲ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
هغه ۴۸ ځلې په یو ورځنیو لوبو کې د لوبې غوره لوبغاړی راغلی.
۱ـ سچن ټنډولکر
سچن ټنډولکر د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکی وو، چې د هند لپاره یې د ۱۹۸۹م څخه بیا تر ۲۰۱۳م پوري کرکټ لوبې ترسره کړې.
۴۷ کلن ټنډولکر د هند لپاره ۲۰۰ ټیسټ، ۴۶۳ یو ورځنۍ، ۳۱۰ فرسټ کلاس لوبې او ۵۵۲ یې بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
ټنډولکر په ټیسټ لوبو کې ۱۵۹۲۱ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۸۴۲۶ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۲۵۳۹۶ منډې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۲۱۹۹۹ منډې جوړې کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۵۱ سلیزې او ۶۸ بیا پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۴۹ سلیزې او ۹۶ بیا پنځوسیزې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۸۱ سلیزې او ۱۱۶ بیا پنځوسیزې او لست اې لوبو کې یې بیا ۶۰ سلیزې او ۱۱۴ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
هغه توانېدلی، چې په یو ورځنیو لوبو کې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېر ۴۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی شي.