یو کال وړاندې حضرت الله ځاځي په شاهین افریدي پنځه څلوریزې ووهلې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: سمیع الله درانی

د ۲۰۱۹م د مې میاشت ۲۴ مه نېټه افغانستان او کرکټ نړۍ ته حېرانوونکی او د خوشحالۍ خبر و.
د مې په ۲۴ مه نېټه افغان لوبډله په انګلستان کې يوه تمریناتي یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان سره مخ شوه او پاکستان یې مات کړ.

درې مثبتې چارې او د افغانستان بریا

په دې لوبه کې افغانستان درې مثبتې چارې ترسره کړې، نو بری یې هم ترلاسه کړ.
لومړی دا چې پاکستانۍ لوبډله په ډېر ښه ډول د افغان بالرانو ښکار شوه.
په ۴۷ اعشاریه ۵ اورونو کې ټوله پاکستانۍ لوبډله په ۲۶۲ منډو وسوځول شوه. بابراعظم په کې ۱۱۲ منډې وکړې.
دولت ځدران ۲ وېکټې، محمدنبي درې، راشدخان دوې، حمیدحسن او افتاب یوه، یوه وېکټ ترلاسه کړې. د پاکستان یو لوبغاړی رن اوټ شو.

دویمه مثبته چاره

افغان لوبډلې لپاره د توپوهنې بیل مثبت او چټک و.
شهزاد محمدي چټکې ۲۳ منډې وکړې او بیا د ټپ په بهانه له لوبې کېناست. حضرت الله ځاځي په ۲۸ توپونو ۴۹ منډې وکړې.

درېیمه مثبته چاره

د شاهین افریدي د توپ اچونې دبدبه ماتول وو.
شاهین افریدي چې ځان د پاکستان لپاره مېچل سټارک ګاڼه، د حضرت الله ځاځي په لاس وټکول شو او سترګې په لوبغالي کې نه شوې پورته کولای.
لوبه به تاسې هم لیدلې وي، خو یاد یې په څو کرښو بیا تازه کوو، ځکه خوند یې ښه دی.
ځاځي په لومړیو درې توپونو د څلوریزو هېټرېک وکړ.
څلورم توپ شاهین افریدي مِس کړ او دې سره یې ځاځي ته چلېنج ورکړ او هغه یې وننګاوه.
پنځم توپ وایډ یا پراخ بال شو، له چلېنج وروسته ځاځي پنځم او شپږم توپ پرله‌پسې څلوریزې کړې او د افغانستان بیرغ یې هسک کړ.
ځاځي د لاس په اشاره شاهین افریدي رخصت کړ او دا د کرکټ نړۍ ته یوه جالبه صحنه پاتې شوه.
پاکستان د افغان لوبډلې لخوا مات شو.
خو د نړیوال جام ۳۶ مه لوبه کې افغان لوبډله د پاکستان لخوا ماته شوه او د افغان لوبغاړو بې اتفاقي وه، چې هغه نږې ګټونکې لوبه افغانستان وبایلله.
که ځاځی هر ډول ناتخنیکي لوبغاړی دی، خو په هغې ورځ یې د شاهین افریدي دبدبه ټیټه کړه، د افغانانو په خوله یې خندا خپره کړه او افغان درې رنګه بیرغ یې لا رپاند کړ.
images (4).jpeg
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.