د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلې په دې هڅه کې دی، چې په نړیواله سطحه تر ټولو غوره لوبغاړی شي او هغه د دې کار لپاره خورا هڅې کوي.
دا خبرې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې د توپوهونې روزونکې ویکرام رتور په خپلو تازه څرګندونو کې کړې دي.
ویکرام رتور وايې، ویراټ کوهلي د نورو لوبغاړو څخه په جلا ډول لوبه کوې او د هر ډول سخت کرکټ په وړاندې یې مبارزې ته ملا تړلې وي.
ویکرام رتور زیاته کړه:
«ویراټ کوهلې یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې هغه لوبې ته خورا کلک هوډ لري، هغه غواړې د نړۍ تر ټولو غوره کرکټر شي او هغه د دې لپاره خورا هڅې کوي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل:
«ویراټ کوهلې تل له سختیو سره مبارزه کړې او تر ټولو سخت کرکټ چې ما لیدلی هغه ویراټ کوهلي کوي. هغه یو داسې لوبغاړی دی چې هر کله لوبې ته تغیر ورکولای شي او په هر فارمټ کې د ضرورت په اساس لوبیږي.»
۳۱ کلن ویراټ کوهلې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۸۶ ټیسټ، ۲۴۸ یو ورځنۍ، ۸۲ شل اوریزه او ۱۰۹ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۷۲۴۰ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۸۶۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۲۷۹۴ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۸۸۶۲ منډې جوړې کړې دي.
کوهلي په ټیسټ لوبو کې ۲۷ سلیزې او ۲۲ بیا پنځوسیزې، په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزې او ۵۸ پنځوسیزې او همدارنګه یې بیا په شل اوریزه لوبو کې ۲۴ پنځوسیزې وهلې دي.
دددې ترڅنګ دا لوبغاړی توانېدلی، چې په فرسټ کلاس لوبو کې ۳۲ سلیزې او ۲۸ بیا پنځوسیزې د خپلې ښې توپوهنې په مټ جوړې کړي.
ویراټ کوهلې د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کې د ۸۶۹ نمرو په درلودلو سره د نړۍ لومړی نمبر توپوهونکی دی، په ټیسټ سیالیو کې تر اسټرالوي سټیو سمیت وروسته د ۸۸۶ نمرو په درلودلو سره د نړۍ دوهم نمبر توپوهونکی دی او په شل اوریزه سیالیو کې بیا د ۶۷۳ نمرو په درلودلو سره د نړۍ لسم نمبر توپوهونکی دی.