د شمیم کټوازي معرفي کول؛ غني وایي ځوانان باید لسیزو ته فکر وکړي

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
ولسمشر اشرف غني پرون مازدیګر عبدالمتین بېګ د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار او شمیم خان کټوازی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عمومي رئیس په توګه رسماً معرفي کړل.
ارګ وايي، په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ارګ کې ترسره شول، چې په هغه کې د جمهوررئیس مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار هم حضور درلود.

مثبت تغیرات باید تعقیب شي

ولسمشر غني په دې مراسمو کې د خبرو پرمهال د سیمه ییزو ارګانونو مخکینی مشر او د هغه اوسنی سلاکار عبدالمتین بېګ د پیاوړو او پراخ لیدلوري لرونکو ځوانانو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه چې ۸۹ ځله مې چې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی ډېره همغږي د هغه له لوري ترسره شوې وه.

ښاغلي غني وویل:

«سیمه ییز ارګانونه د ټول افغانستان د وصل نقطه ده او په ولایتونو او ولسوالیو کې مثبت تغییرات راغلي او باید تعقیب او بشپړ شي.»

نوموړي همداراز له شمیم خان کټوازي څخه مننه وکړه چې د ځوان والي په توګه یې خلکو ته د خدمت په برخه کې ځان ثابت کړای شو او د خلکو ستونزو ته یې رسیدګي وکړه.
هغه وویل:

«دولتداري باید د خدمت لامل شي او په راتلونکو ورځو کې زموږ تمرکز پر دې دی، ترڅو ولسوالۍ پخپلو پښو ودرو او د افغانستان د ثبات لپاره به عملي اقدامات وکړو.»

د ښاغلي غني په خبره؛ د دولت له پیاوړتیا پرته سوله ستونزمنه ده او اوس چې د دولت د رهبرۍ ټیم واحد دی، لا زیاته هڅه به وکړو ترڅو افغانستان له سیمه ییزو تضادونو څخه بهر کړو.
ولسمشر غني وایي، ځوانانو ته زما پیغام دا دی چې د لسیزو لپاره فکر وکړي او له یو بل سره یو ځای به د ملت هیلې پوره کړو.

د تاریخي فرصتونو برابریدل

د سیمه ییزو ارګانونو مخکیني مشر او د ولسمشر غني ستر سلاکار عبدالمتین بېګ وویل، د جمهوررئیس قوي ملاتړ د دې لامل شو چې موږ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ په طرحه او تدوین بریالي شو.
عبدالمتین بېګ زیاته کړه، ولسمشر د ځوانانو لپاره تاریخي فرصتونه برابر کړي او زه د ځوان نسل په استازیتوب له هغه څخه مننه کوم.

د تداوم او پیاوړتیا هڅه

ارګ وايي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم خان کټوازي خبرې وکړې او وې ویل:

«هغې ادارې ته چې زه ځم ډېر کارونه ترسره شوي دي او د ترسره شویو کارونو د تداوم او پیاوړتیا لپاره به لا زیاته هڅه وکړم.»

کټوازي زیاته کړه، د اصلاحاتو، د سیمه ییزو ظرفیتونو لوړولو، مدني ټولنو، د سیمه ییزې حکومتولۍ او ښاروند محور پیاوړتیا او په کلیو او د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د غوره حکومتولۍ پراختیا په برخو به تمرکز وکړم.

شمیم کټوازی

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس وویل د خلکو او حکومت ترمنځ د باور حس پیاوړتیا په برخه کې به کار وکړم او د حکومت د لویو پالیسیو پر اساس به د سولې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړم.
باید وویل شي شمیم کټوازی له دې وړاندې د پکتیا والي په حیث دنده ترسره کړې ده او تازه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.