سرچینه: افغان ۱۷ کلنې لوبډلې ځکه بنګلدیش ته سیالۍ وبایللې چې لازم وسایل یې نه درلودل

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې د مارچ میاشتې په اخره کې د بنګله دیش لوبډلې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې چې په کې دوه یې د بنګله دیش او یوه یې افغان کم عمره ځوانانو وګټله.
خو ویل کیږي چې افغان ۱۷ کلنو ځوانانو دغه سیالۍ د امکاناتو د نشتون له امله بایللي دي.
یوې سرچیني یاران ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې نه یوازې د ۱۷ کلنو کم عمره ځوانانو لپاره امکانات نه ول برابر شوي بلکې له ځېنو لوبغاړو سره د روزونکي رئیس احمدزي لخوا ناسم چلند هم شوی.
د دغه سیالیو وروستۍ یې د مارچ میاشتې په ۲۷ تر سره شوه چې پکې بنګله دیش لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
سرچېنه وایې، د افغان ۱۷ کلنو لوبډلې لپاره کرکټ بورډ بغیر له لباسه بل هیڅ هم نه ول برابر کړي.
سرچینه زیاتوي، د دغه سیالیو لپاره تر پاسپورټ نیولي ډېر نور څه لوبغاړو خپله ځانته برابر کړي ول.
دغه راز د لوبي کولو لپاره امکانات یعني، بیټونه، هیلمیټس، د لوبې لپاره ځانګړي بوټونه او نور اړوند وسایل هم لوبغاړو له ځانه سره خپل خپل وړي ول.
عجیبه یې لا دا چې د لوبې لپاره ځانګړي بوټونه چې لوبغاړي یې باید لازمې له ځانه سره ولري، خو دا چې لوبغاړو له ځانه سره نه ول وړي د لوبډلې منجمنټ چې هندوستان هېواد ته ورسره تللي وه، لوبغاړو ته اخیستي او بیا یې له هر لوبغاړي هماغه پیسي د میچ په فیس کې ګرځولي.
په داسي حال کې چې د بنګله دیش کم عمره ځوانان تر افغان ځوانانو ښه مجهز وه، بیا هم افغان ۱۷ کلن وتوانیدل چې هغوی په یوه سیالۍ کې مات کړي، خو پاتي یې ځکه ورته د امکاناتو نشتون له امله بایللي چې مناسب بیټونه او نور د لوبي اړوند مناسب وسایل یې نه لرل.
په دغه سیالیو کې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه چې د مارچ میاشتې په ۲۳مه تر سره شوه افغان لوبډلې پکې بنګالۍ لوبډله ماته کړه خو په وروستیو دواړو کې یې ماتې وخوړه.
یادې سرچینې یاران ته ویلي، چې کله یو توپ وهوونکي خیبر، له روزونکي د مخکې توپ وهنې غوښتنه وکړه او تر دې وړاندې دغه توپ وهونکي ته په ۸ پوزیش توپ وهنه ورکول کېده، نو رئیس احمدزی پر نوموړي سخت غوسه شوی او هېواد ته یې د هغه رالیږو امر کړی وو، چې د لوبغاړي د ډېرو زاریو او خفګان وروسته بیا روزونکي رئیس احمدزي خپله پرېکړه بېرته اخیستې.
سره له دې چې دغه لوبغاړي توپ وهونکی وو، خو د روزونکي لخوا د بالر په ځای لوبول کېده.
پوښتنه دا ده؛ د امکاناتو په نشتون او د روزونکي د غلطې رویې سره سره به لوبغاړي څنګه وتوانیږي چې سیالۍ وګټي؟
خو بل لور ته کرکټ بورډ وایي، تر کومه چې د دوی مسؤلیت وو، ادا کړی یې دی او ۱۷ کلنو لوبډلې لپاره یې مناسب امکانات چې دوی پورې تړاوو لري، برابر کړي.
د بورډ چارواکو په خبره، لوبغاړو ته یې هلته د اوسیدو ځای، د لارې تګ تګ راتګ اړوند او نور ضروري امکانات ټول برابر کړي.
د کرکټ بورډ د لوبي پرمختګ یا Game Development مسؤل جار عبدالرحیمزی وایې چې هیڅ کوم لوبغاړي سره د روزونکي لخوا هم نا مناسب چلند نه دی شوی.

جار عبدالرحیمزی وایي، لوبغاړو ته د اوسیدو ځای، خوراک څښاک، د لارې تګ رتګ راتګ او اړوند ټول امکانات چې د کرکټ بورډ مسؤلیت وه برابر شوي.
نوموړی وایي کرکټ بورډ لوبغاړو ته د وسائلو اخیستلو مسؤلیت نه لري او هر لوبغاړی باید له ځانه سره خپل وسائل ولري.
دی دا هم مني چې هلته لوبغاړو ته اخیستلو شویو بوټانو قیمت له هغوي د ورځني سیالۍ فیس (Daily) کې اخیستل شوی او وایې چې د بوټونو اخېستل یې پر کرکټ بورډ حق نه وو.
بورډ زیاتوي؛ ۱۷ کلني لوبډلې لوبغاړو ته د ملې ټيم لوبغاړو په شان زمینه سازي کړې وه او ورځنی میچ فیس یې هم ورته د ملې لوبډلې په اندازه ټاکلی وه، خو سرچینه وایي چې لا تر اوسه یې لوبغاړو ته د سیالیو ورځنی فیس نه دی ورکړی.
د سرچینی په خبره لوبغاړو ته تر اوسه یوازې هغه ۶۰۰ ډالر ورکړل شوي چې د ننګرهار په غازي امان خان لوبغالي کې یې تمریناتي کمپ ترسره کړی و.
د کرکټ بورډ د لوبې پرمختګ یا Game Development مسؤل وایي؛ د ۱۷کلنو لوبډله تر اوسه نهائې شوې لوبډله نه ده او یوه ازمایښتې لوبډله ده، چې د وساېلو اخیستل د هر لوبغاړي خپله ذموارې ده.
نوموړی زیاتوي؛ هیڅ لوبغاړي ته کرکټ بورډ وسایل نه ورکوي او هر لوبغاړی د لوبې اړین وسایل په خپله ځانته پیدا کوي.