لیکنه: سمیع الله درانی
حمیدحسن چې ۲۰۰۰ م کې له کرکټ ملي لوبډلې سره مل شوی، د افغانستان لپاره له ویاړه ډکې لوبې کړي او د کرکټ نړیوالې سره د چټکو بالرانو په منځ کې له افریقایي لونګي اېن ګېډي او اسټرالیایي مېچل سټارک څخه وروسته درېیم چټک توپ اچوونکی دی، چې د وېکټو اخیستلو اوسط یې په زړهپورې دی.
حسن او کرکټ لوبې یې
۳۳ کلن حمیدحسن هیڅ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې نه دي کړي. په ۳۹ یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۲ وېکټې ترلاسه کړې دي، یوه لوبه کې یې ۴۵ منډو ورکولو سره ۵ وېکټې اخیستل غوره توب اچونه ده.
ایکانومي ۴ اعشاریه ۵۷ ده. ۲۱ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۹ وېکټې اخیستي دي.
یوه لوبه کې یې د ۲۲ منډو په ورکولو سره څلور وېکټې اخیستل غوره بالېنګ دی. په شل اوریزو لوبوکې یې ایکانومي ۶ اعشاریه ۷۷ ده.
د دې سربېره ښه توپوهنه هم کولای شي.
په ۲۰۱۰م نړیوال شل اوریز جام کې یې په ډیل سټین شپږیزه ووهله، په ۲۰۰۹ کې یې له عربي متحده اماراتو هغه لوبه په شپږیزه وګټله چې په یو توپ شپږیزه پاتې وه. او ۲۰۱۹ نړیوال ۵۰ اوریز جام کې یې په ملېنګا شپږیزه ووهله او بیا بولډ شو.
حسن وروسته له هغې له کرکټ څخه ګوښه پاتې شو کله یې چې پښه عربی متحده اماراتو کې د لوبې پرمهال ټپي شوه.
په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې ولوبېد، خو روغتیا یې ډېره ډاډمنه نه وه او د پاکستان خلاف لوبه کې کېناست. نوموړي اوس ویلي چې دا ځل له پوره روغتیا سره لوبډلې سره یو ځای کېږي، تمریناتي کمپ کې برخه اخلي او چې نتیجه یې ښه وه، نو اسیا جام او نورو لوبو کې به د افغانستان ملا ور وتړي.
تاسو درانه لوستونکي د حمید حسن راتګ څنګه ارزوئ، ښه دی که نه؟