د ترانې عليدوستي د بند موده وځنډول سوه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
د ايران سېنما د مشهوري لوبغاړي ترانې عليدوستي د بند موده وځنډول سوه.
ترانه عليدوستي چې څو ورځې وړاندي د حکومت او پوليسو د سپکاوي په تور په پنځه مياشتني تعزیري بند محکومه سوې وه نن محکمې پرېکړه وکړه چې تر راتلونکو دوو کلونو به ددې بند ته د تګ پرېکړه ځنډول کېږي.
د ترانې وکيلي “کاوه راد” پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلې چې ددې موکله په تېر ژمې کې د پوليسو او حکومت په وړاندي د سپکاوي په تور تر څېړنو لاندې نيول سوې وه چې وروسته محکمې ورته د پنځه مياشتو لپاره د تعزيري بند سزا واوروله خو ددې په خبره محکمې نوې پرېکړه کړې چې که چېري ميرمن ترانه عليدوستي تر راتلونکو دوو کلونو پورې کوم بل جرم ترسره نکړي زندان ته به نه بېول کيږي.

ترانې د ايران حکومت په ضد په هغه لاريون کې هم برخه اخيستې وه چې ګډون کوونکو يې د حجاب د نه اغوستلو لپاره کړې وه.
د بخښنې نړيوال سازمان په يوه بيانيه کې د ايراني حکومت څخه غوښتې چې هر څه ژر د ترانې عليدوستي د زنداني کېدو حکم لغوه کړي.
ترانې عليدوستي تر ۱۵۰ ډېرو فلمونو کې رول ادا کړی،د لسېزې د غوره لوبغاړې لقب يې ګټلی او د ۳۶ کلونو په عمر ده.