له نوي کاري چاپېريال سره څرنګه عادت شو؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د محمد حامد اکبري لیکنه
نن سبا د ګڼو ځوانانو لپاره د کارموندنې ستونزه يو سر خوږی او له بل لوري د کارموندنې وروسته د کار له چاپېريال سره بلدتيا بله ستونزه ده، په هر صورت له دې ليکنې زموږ اصلي موخه د دوهمې ستونزې د حل په اړه له ځوانانو سره مرسته کول دي، په څرګنده بايد ووايم چې ډېری وختونه هغه ځوانان له داسې ستونزو سره لاس او ګريوان وي چې په تحصيلي ډګر او يا د ژوند په نورو برخو کې بېلابېلو ستونزو راګير کړي وي، د خپلو وړتياوو په روزنه او مدېريت کې پاتې راغلي وي او له اروايي اړخه ځپل شوي وي.
په ځانګړي ډول نوي کاري چاپېريال ته داخلېدل د هغو ځوانانو لپاره ډېر ځوروونکي وي چې د نوې کاري تجربې د ترلاسه کولو په درشل کې وي، داسې ځوانان په لومړيو وختونو کې د کاري چاپېريال په د ننه کې د زړه تنګوالي احساس کوي او داسې انګيري چې يې لوی بوج يې پر اوږو پروت دی، د خپل کار، همکارانو، کارځای او نورو موضوعاتو په اړه ګڼې اندېښنې ورسره وي چې دا کار په لويه کچه د نويو ځوانانو وړتياوې تر اغيزې لاندې راولي او د دې سبب کيږي چې د کار په اړه د دوی مخکينۍ ليوالتياوې او هيلې پيکه شي، نو اوس پوښتنه داده چې آخر د دې ستونزې حل څه دی؟ ولې ځوانان په نوي کاري چاپېريال کې ځان خوښ نه احساسوي؟ د دندې د سرته رسولو پر مهال د خپلو وړتياوو په اړه شک او بې باوري ولې رامنځته کيږي؟ په نوي کاري چاپېريال کې له نورو کارکوونکو سره څرنګه اړيکې وپالل شي؟ کومو ټکو ته پام وشي تر څو زموږ ورځنۍ کړنې په اداره کې مثبت بدلون رامنځته کړي؟ آيا تاسې هم په دې اړوند له ستونزو سره مخ ياست؟ که ځواب مو هو وي نو هېڅ اندېښنه مه کوئ، دا نه يوازې ستاسې بلکې زموږ د ټولو ګډه ستونزه ده، زه هم له ورته ستونزو سره مخ شوی يم؛ خو په لاندې کرښو کې ما خپلې تجربې درسره شريکې کړې، دا ټول هغه څه دي چې ما د خپلې ستونزې د حل لپاره له بېلابېلو سرچينو را اخيستي او پوره مرسته يې راسره کړې؛ هوکی داسې کرښې چې په پوره باور له تاسې بريالی کارکوونکی جوړولی شي او په کاري چاپېريال کې مو ګڼې اندېښنې له منځه وړي.
که تاسې د يو ځوان په حيث د کومې ادارې سره د کار کولو چانس ترلاسه کوۍ، دا په دې مانا ده چې نوموړې ادارې ستاسې وړتياوو ته په کتو دا انګېرلې چې تاسې د خپلې ادارې يوه مهمه برخه وګڼي او په تاسې يې باور کړی او يا برعکس تاسې د خپلو وړتياوو پر مټ دا چانس تر لاسه کړی چې له نوموړې ادارې سره د يو مهم کارکوونکي په حيث کار وکړی.
تر ټولو مهم ټکی چې په کاري ډګر کې تاسې ته زړورتيا او جرئت درکوي پر ځان باور دی، هغوی چې پر ځان باور نه لري په حقيقت کې د خپلو وړتياوو له پاسه لويه ډبره ږدي او خپلې وړتياوې تر خاورو لاندې کوي، پر ځان باور نه يوازې د دندې په موندنه کې بلکې د دندې د سرته رسولو پر مهال هم ډېر اړيڼ دی، که پر ځان باور نه لرئ، نو زموږ مشوره دا ده چې نور د بدلون وخت دی، دا چې الحمدلله موږ او تاسې مسلمانان يوو، نو په لومړي قدم کې په کار دا ده چې ځان د اسلام په چوکاټ کې برابر کړو، د لمانځه،اوداسه پابندي او د قرآن کريم تلاوت او په عملي ډګر کې د دې سپېڅلي کتاب له لارښوونو ګټه اخیستل ستاسې تر ټولو ښه لارښود او زموږ د ستونزو ښه حل کېدای شي د دې سربېره په اوسني وخت کې د ارواپوهنې په برخه کې ګڼ کتابونه ليکل شوي، ستاسې لپاره د داسې کتابونو لوستل حتمي دي، دا کتابونه له تاسې سره مرسته کوي چې ويدې وړتياوې مو راويښې شي، ناهيلۍ مو په هيلو بدلې شي، د مذهبي چارو او نورو ورځنيو چارو د سرته رسولو په برخه کې مو نظم رامنځته شي، د وخت د بېځايه ضايع کېدو مخنيوی وشي، له بدو او ناوړه ملګرو سره مو اړيکې غوڅې شي، د کورنيو له غړو (وروڼو، خويندو او ميندو) سره مو اړيکې ښې شي او بلاخره ټولې ستونزې او اندېښنې مو له منځه لاړې شي؛ نو آيا داسې کتابونه له تاسې سره مرسته نه شي کولی؟ ښکاره ده چې همدا ستاسې د ستونزو غوره لار ده.
بايد وويل شي چې ځينې ځوانان سربېره پر دې چې تر يو حده پر ځان او وړتياوو باور هم لري، خو نوي کاري چاپېريال ته د ورتګ پر مهال د اندېښنو په سيند لاهو کيږي، دا ليکنه هم په اصل کې پر همدې موضوع راڅرخي. اوس نو که پوښتنه وشي نوي کار ته د ورتګ او د نوې دندې په اړه اندېښنې يعنې څه؟! هېڅ هم نه يوازې د خپل وخت ضايع کول، خپل فکر په څو برخو وېشل، د ځان لپاره د ستونزو جوړول، ځان د ستړيا او اروايي ستونزو په دام کې نښلول، له ملګرو سره په اړيکو کې خنډونه جوړول.
هو دا هرڅه د بېځايه اندېښنو زېږنده دي، اصل کې هېڅ هم نشته، مګر هغه څه چې موږ ته د غرونو په شان لويې ستونزې جوړوي، زموږ خپل فکر او وهم دی.
د دې پر ځای چې وهم او بېځايه اندنېښنې مو تر مخه کړي، ښه دا ده چې خپل فکر متمرکز کړئ، د دندې په اړه د خوښۍ احساس وکړئ، موږ دا منو چې ښايي ستاسې دنده به ستړې کوونکې وي مګر تاسې بايد د خپلو اندېښنو د کابو کولو لپاره د خوښۍ چاپېريال رامنځته کړئ، وخاندئ، داسې و انګېرئ چې تاسې هغه څه موندلي چې تاسې يې په ژوند کې پلټنه کوله.
کله چې تاسې په لومړۍ ورځ خپل کارځای ته ځئ، له نورو کارکوونکو سره وپېژنئ، په ډاډ او مسکا ورسره مخ شئ، هغه ډاډه کړئ چې تاسې د هغوی په ليدو د خوښۍ احساس موندلی، د خپلو زده کړو، وړتياوو او ژوندانه په اړه اړين معلومات ورکړئ او هغوی ته وواياست چې له دوی سره به د ګډ کار په سرته رسولو د ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوی؛ خو پام مو وي چې هېڅکله ځان-ستاينه مه کوئ، ځينې نوي کسان چې ادارې ته ځي نو هڅه کوي چې د لاپو او ځان ستاینې په واسطه ځان تر نورو لوړ وښيي او هغوی قانع کړي چې نوموړی له خارق العاده وړتياوو سره راغلی مګر دا هسې يو خيال او د خندا وړ خبره ده، داسې کسان د کار په هماغه لومړۍ ورځ خپل موقف او حيثيت له لاسه ورکوي، نو تاسې له خپلو نويو ملګرو سره په هغه څه خبرې وکړئ چې تاسې په تېرو وختونو کې سرته رسولي وي او يا يې د سرته رسولو هيله لری.
په دويم قدم کې د خپل کار ځای نظم، د پلان په چوکاټ کې ورځنۍ کړنې، له نورو کارکوونکو او د ادارې له مشرتابه سره همغږي، له هغوی څخه د کار په اړه مشورې او د ادارې د تېرو کړنو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کول ډېر اړين دي. هېره دې نه وي چې تاسې د ملي احساس له مخې ادارې ته کار وکړئ، معاشات او امتيازات که څه هم مهم دي، خو کار بايد ستاسې لومړ يتوب وي، د کار په لړ کې له نورو مه پوښتئ چې څومره معاش اخلي او يا د معاش او امتيازاتو له کمښت هغوی ته شکايت مه کوئ، دا ځکه چې تاسې ادارې د هوکړه ليک پر بنسټ راځی، ستاسې معاش د دندې لايحه او نورې ځانګړنې ستاسې په هوکړه ليک کې په ډاګه شوې او ستاسې له لاسليک وروسته دا هر څه پای ته رسېدلي او تاسې ورسره موافقه کړې نو اړتيا نشته چې په اضافي موضوعاتو خپل وخت ضايع کړئ؛ اوس مهال تاسې ته اړتيا ده چې پر خپل وخت دندې ته راشئ، د منظم پلان له مخې ورځنۍ کړنې سرته ورسوئ، له همکارانو سره ښه چلند وکړئ (د هغوی د شخصيت په منفي ټکو پسې مه ګرځئ او خپل ځان ورسره عيار کړئ) له غير اخلاقي او ناوړه کړنو لاس په سر شئ او په ټاکلي وخت خپل کار ځای پرېږدئ او بس.
که لنډ يې ووايو؛ پرځان باور، په خپلو ورځنيو چارو کې نظم، له همکارانو سره د اړيکو ډول، د لايحې مطابق د خپلو چارو سرته رسول هغه څه دي چې په کاري چاپېريال کې ستاسې د برياليتوب سبب کيږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.