پاکستاني لوبڅار ریکارډ جوړ کړ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: فضل الرحیم رحیمي
د پاکستان ایکسپریس نیوز په یوه راپور کې وايي، علیم ډار د امپارۍ یا لوبڅارۍ په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
هغه په ۳۵۰ لوبو کې لوبڅاري وکړه او له نورو هغو مخکې شو.
پاکستاني علیم ډار د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په ۲۰۰۹،۲۰۱۰، او ۲۰۱۱ م کلونو کې د کال غوره امپایر جایزه یې هم ترلاسه کړې وه.
علیم ډار په ۱۹۶۸ میلادي کال پاکستان کې زیږدلی.
هغه د پاکستان لپاره فرست کلاس کرکټ هم ترسره کړی چې په ښي لاس
توپ وهنه او ترڅنګ یې لیګ بریک توپ اچونه هم کوله.
علیم ډار یو ویډیویي پیغام په خپرولوسره خوښي ښودلې او ویلي یې دي؛
«دا د کرکټ نړیوالې شورا او پاکستان لپاره ستر ویاړ دی چې ۳۵۰ لوبو کې لوبڅاري ترسره کوم.»
ډار وایي دا ویاړ مې د پاکستان په برکت ترلاسه کړی او راتلونکې کې به هم کوښښ کوم چې د خپل هیواد نوم روښان کړم.
په همدې حال کې د پاکستان کرکټ ملي لوبغاړو او د پي سي بي (پاکستان کرکټ بورډ) چارواکو هم علیم ډار ته مبارکي وویله.
علیم ډار دغه ریکارډ د پاکستان او ویسټنډیز ترمنځ په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې خپل کړ.
دغه پاکستاني لوبڅار تراوسه پورې (۱۱۷) ټیسټ (۱۹۰) یو ورځینۍ او (۴۳) شل اوریزه لوبو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده.
نوموړي په ۲۰۰۲میلادي کال کې د کرکټ نړیوالې شورا سره د رسمي لوبڅار په صفت کې غړیتوب ترلاسه کړ. له دې ورورسته روډي کوینټزن په ۳۳۱ لوبوکې لوبڅاري کړې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.