جالبه؛ پرون یې د کورونا پایله مثبته، خو نن بیا منفي شوه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد حافظ وروسته له هغه نن چهارشنبه خپل د کورونا ټیسټ وکړ، چې پرون یې پاکستاني بورډ په کورونا د اخته کېدلو خبر خپور کړ.
د پاکستان کرکټ بورډ پرون خبر ورکړ، چې پاکستانۍ لوبډلې د کورونا ټیسټ ورکړ، چې د محمدحافظ په ګډون د دې لوبډلې د ۱۰ تنه لوبغاړو پایله مثتبه وخته.
یاد لس لوبغاړي شاداب خان، حارث روف، حیدرعلي، محمد حافظ، فخر زمان، عمران خان، کاشب بهټي، محمد حسنین، محمد رضوان او وهاب ریاض دي.
خو نن چهارشنبه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد حافظ خپل د کورونا ټیسټ په یوه جلا لابراتوار کې کړی، چې پایله یې منفي ختلې.
محمد حافظ دا خبر پر خپل رسمي ټویټر پاڼې خپور کړی.
محمدحفیظ وويل:

“وروسته له هغه چې پرون سې شنبه پاکستان کرکټ بورډ یا پي سي بي زما د ټيسټ راپور مثبت یاد کړ، د دويم ځل لپاره زه پخپله له خپلې کورنۍ سره یو ځای بیا د ټيسټ کولو لپاره ولاړم، چې د کورونا د ټيسټ پایله مې منفي وختله. زه د کورنۍ د ټولو غړو سره خوندي یم.»

ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې ټیسټ لوبې ترسره کړي.
د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملي لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي.
پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي.
د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور د غاړې ده.
انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.
همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.