د یوه مثبت او خوښ ژوند لپاره دا لارې ووهئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکوال : ټریسي
ژباړ‎ن : میا عبدالرحمن ” آریوبي ”
عمل هر څه دی. نن پرېکړ‎ه وکړ‎ئ چې دا نظریه پلې کړ‎ئ. ستونزه ښکل کړ‎ئ او د خپل ژوند له ناخوښوونکو حالتونو سره مخ مقابله وکړئ. په دې ډول به په پشپړ ‎مثبت، خوښ او روغ کس بدل شئ .
۱- د ژوند چنګښې یعنې هغه منفي کسان، حالات او خاطرې چې تاسې د منفي احساساتو په ډنډ کې ډوبوي وپېژنئ او ورسره سالمه مبارزه وکړئ.
۲- په دې وپوهېږ‎ئ او ومنئ چې تاسې په بشپړ‎ ډول ښه کس یۍ او د فوق العاده ښه ژوند لپاره بالقوه پوتنشیل لرئ .
۳- نن پرېکړ‎ه وکړ‎ئ چې که کله د ژوند له منفي حالت سره مخ کیږئ، په یوه ځل د تل لپاره د هغه له شره به ځان بې غمه کوئ او تسلیمږئ به نه.
۴- د بل هر کس له رټلو، محکومولو او غندلو ډډه وکړ‎ئ. د دې پر ځای د هر هغه څه لپاره مسؤولیت ومنئ چې اوس یئ او یا به په راتلونکې کې واوسئ .
۵- خپل ځان له قید او شرط پرته ومنئ او په ځان باور د دې جملې په تکرار لوړ‎ کړ‎ئ: ( زه له ځان سره مینه لرم) یا ( په ما خپل ځان له هر قید و شرطه پرته گران دی.)
۶- له هر کس سره چې وینئ؛ داسې چلند ورسره وکړ‎ئ چې ګواکې هغه د نړ‎ۍ تر ټولو مهم کس، ګلالی شهزاده او یا ښکلې شهزاده ګۍ ده .
۷- په پشپړ ‎مثبت کس د بدلېدلو لپاره اووه لارې چارې تمرین کړ‎ئ او خپل بالقوه پوتنشیل آزاد کړ‎ئ، څو په هغه څه بدل شئ چې وړ‎تیا یې لرئ .
۸- په هره ستونزه، سختۍ او یا له بلې هرې چنګښې سره د مخامخېدو پر مهال په مثبتو ټکو پسې وگرځئ. تل به د ټې ترلاسه کولو لپاره یوه لاره ومومئ .
۹- په هر خنډ کې ارزښتمن درس ومومئ او هڅه وکړ‎ئ له هر خنډ یا ستونزې نه یو درس زده کړ‎ئ .
۱۰- تاسې ډېر ښه کس یاست. تاسې د بریالیتوب او سترتوب لپاره طرحه شوي یاست. ستاسې وړ‎تیا او توان تر هغه زیات دی چې وکړ‎ای شئ د سلو کلونو لپاره یې وکاروئ. په اصل کې هېڅ داسې څه نشته چې د کافي وخت په لگولو، زیاته هڅه او په هغه د کار له لېوالتیا سره ترلاسه نه شي .
کله چې زده کړ‎ئ خپل ذهنې خنډونه لرئ کړ‎ئ؛ هر هغه کس چې تاسې ته یې یو ډول زیان رسولی، وبښئ او ځان دې ته وقف کړ‎ئ، څو له نورو کسانو سره په اړ‎یکو او کار کې په تر ټولو غوره کس بدل شئ؛ هغه وخت به د خپل ځان بشپړ‎ کنټرول په لاس کې ولرئ. له دې کار سره خپلې ټولې وړ‎تیاوې لوړ‎وئ او خپل ځان د روغتیا، خوښۍ، ښو اړ‎یکو، ډېرو بریاوو او پشپړ‎ رضایت په تګلوري برابروئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.