کریس ګېل دا ځلې د خپل هېواد په کورنیو سیالیو که نه لوبېږي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د وخت تکړه او نوموتي لوبغاړي کریس ګیل دا ځلې د ویسټ انډیز هېواد په کارابین کرکټ لیګ کې د نه لوبېدلو خبر ورکړی.
کریس ګېل په تېره میاشت کې د سینټ لوسیا زوکس کرکټ لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ، چې د ویسټ انډيز هېواد په کارابین کرکټ لیګ کې سږنی کال هم ولوبېږي.
خو ګېل تازه سینټ لوسیا زوکس لوبډلې ته یو لیک استولی و، چې ورڅخه غوښتې وه، سږ کال نشم کولای د کورنیو ستونزو له امله په یاد لیګ کې ولوبېږم.
له هغه وروسته یادې لوبډلې د دوشنبې په ورځ لیک لاسلیک کړی و او د کریس ګېل غوښتنه یې ومنله.

کریس ګېل ویلي زه یوې وقفې ته اړتیا لرم او غواړم له خپلې ځوانې کورنۍ سره وخت تېر کړم.
د ویسټ انډيز هېواد د کرکټ کورنی لیګ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيلېږي او د سيپتمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پایته ورسېږي.
په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د ټولو لوبډلو لوبې به یې د کورونا له امله د ویسټ انډيز حکومت تر څارنې لاندي ترسره شي.
کریس ګېل په داسې مهال د ویسټ انډيز کورني لیګ اتم پړاو سیالیو کې د نه لوبېدلو پرېکړه کړې، چي هغه د یادو سیالیو تر ټولو مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی دی.
ګېل توانېدلی، چې یادو سیالیو کې ۲۳۵۴ منډې جوړې کړې.
کریس ګېل اوس ۴۰ کلن دی او ۵ کلونه نور یې د کرکټ کولو پرېکړه کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.