براوو د ډهوني لپاره ځانګړې سندره وايي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
خبريال: مدثر دعوت

ويسټ انډېزی کرکټر ډواين براوو د هندي کرېکټر مهندرا سينګ ډهوني لپاره سندره وايي.
ډواين براوو د کرکټ د نړۍ يو ستر نوم دی چې په نړيواله کچه يې د غوره کرکټر نوم خپل کړي دی.
images 2020 06 24t0027288719946032048402271. براوو د ډهوني لپاره ځانګړې سندره وايي
براوو چې په هندوستان پرېمر لیګ کې د مهندراسينګ ډهوني تر لوبډلمشرۍ لاندې په چنای سوپرکينګز لوبډله کې لوبېږي غواړي خپل لوبډلمشر ته د ځانګړي ميني پخاطر سندره ډالۍ کړي.
د چنای سوپرکينګز لوبډلې پر رسمي ټويټر اکاونټ د براوو يوه ويډيو خپره شوې چې دی پکې د خپلې راتلونکې سندرې څو برخې وايي.


براوو پر خپل انسټاګرام اکاونټ هم د يادې سندرې ټيژر خپور کړی او ورسره ليکلي يې دي چې د خپل ورور مهندراسينګ ډهوني په کليزه کې به ورته ځانګړې سندره ډالۍ کړي.
https://www.instagram.com/p/CBx-g-inklJ/?igshid=xh6kelcnj5vj
براوو څو کلونه وړاندې چمپنز سندره وويل چې د کرکټ د مينه‌والو له لوري له خورا تود هرکلي سره مخ شو چې د چمپينر ډانس يې ځانګړی شهرت او مينه‌وال پيدا کړل.
ډي جې د چمپينز ټېم څخه مننه کړې چې د دې نوې سندرې په جوړولو کې يې ورسره مرسته کړې ده.
همدارنګه نوموړي خبرداری ورکړی چې په دې سندرې کې يې د ډهوني لپاره د هليکوپټر په نامه ځانګړی ډانس کړی چې خاص به د ډهوني لپاره وي.

براوو د ۲۰۱۱ز کال راهيسې له چنای لوبډلې سره دی چې په ۱۰۴ لوبو کې يې ۱۲۲ ويکټې ورته اخیستې دي.
همدارنګه نوموړي دوه ځلې په ۲۰۱۳ ز او ۲۰۱۵ ز کلونو کې د IPL د ډيرو ويکټو خولۍ هم ګټلې ده.
براوو او جديجا يوازني هغه لوبغاړي دې چې په IPL کې يې تر زر ډېرې منډي او تر ۱۰۰ ډېرې ويکټې اخيستې دي.
images 2020 06 24t0028208548403957737113191. براوو د ډهوني لپاره ځانګړې سندره وايي
د مهندراسينګ ډهوني په لوبډلمشرۍ د چنای سوپر کينګز لوبډله درې ځلې د هندوستان پرېمرليګ اتله شوې، همدارنګه د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځنيو او شل اووريز نړيوال جامونو تر څنګ د چمپينز تراپۍ اتلولي هم خپله کړې ده، خو د ۲۰۱۹ز تر نړيوال جام وروسته ډهوني ملي لوبډلې ته نه دی راستون شوی او لا يې هم سرنوشت نه دی مالوم.
د ۳۸ کلن ډهوني کليزه د را روانې جولای مياشتې په اوومه نېټه ده.