ژباړه: عطا محمد میاخېل
د یوه مینهناک ژوند لرل د هرې جوړې اصلي هیله ده، چې ګډ ژوند تشکیلوي. په یوه نظر پوښتنه کې، چې له ګڼ شمېر بریالیو جوړو څخه، د مینهناک ژوند د رازونو په اړه یې له هغوی څخه پوښتنه وشوه، له شلو ټکو څخه یې یادونه وکړه.
هغه بریالۍ جوړې، چې کلونه کلونه یو د بل ترڅنګ ښه ژوند تېروي، معمولاً ځینې رازونه لري، چې ځوانې مېرمنې او ځوان خاوندان ترې خبر نه دي. د «Success» په نامه د معتبرې خپرونې یو خبریال هغو جوړو ته ورغلی، چې ادعا یې کړې ده، چې له کلونو ګډ ژوند وروسته لا هم، په هغوی کې د مینې او نېکمرغۍ احساس نه دی را کم شوی.
د دې خپرونې خبریال د دوی د بریالي ګډ ژوند د لاملونو په اړه ترې پوښتنه وکړه: «د نېکمرغۍ راز مو په یوه جمله کې راته ووایاست؟» هغوی هم په زړهپورې او بېلابېل ځوابونه ورکړل، چې د مثبت یا منفي اوسېدلو په اړه یې پرته له کوم قضاوته، په لاندې توګه مو تاسو ته راوړي دي:
۱ ـــ د خپل ژوند له شریک سره، له جوړښت څخه مه وېرېږئ. تل هڅه وکړئ، چې د دواړو کسانو نطرونه په تله کې کېږدئ او هغه خوا چې درنده ده، ويې ټاکئ او دا د خپلې کمزورتیا نښه مه ګڼئ.
۲ ـــ هر کله چې له کومې بدې پېښې سره مخ شوئ، نو په یاد راوړئ، چې د وخت په تېرېدلو سره به یوازې له دې ورځو څخه یوه خاطره پاتې شي او هڅې مو د خپلو اړیکو د مدیریت لپاره، لا پسې زیاتې کړئ.
۳ ـــ هره ورځ د خپل ژوند شریک په غېږ کې ونیسئ. نږدېوالی او فزیکي صمیمیت به په اړیکه باندې مو مثبته اغېزه وکړي.
۴ ـــ یخچال مو د خپل ژوند د شریک د خوښې وړ خوړنیزو توکو څخه ډک کړئ.
۵ ـــ د خپل ځان لپاره هم وخت په پام کې ونیسئ او کوم کارونه مو چې خوښېږي، ترسره یې کړئ. که تاسو د خپلې ودې او پرمختګ لپاره وخت په پام کې ونه نیسئ، د ژوند ښه شریک به نه وئ او د خوښې وړ اړیکه به هم ونه لرئ.
۶ ـــ په ټولو برخو، په ځانګړې توګه په احساس کې مو له یو بل سره شریک شئ، له دې پرته به هېڅکله تفاهم ته سره ونه رسېږئ.
۷ ـــ څو ورځې وروسته یو ځل د خپل ژوند شریک حیران کړئ، د هغې لپاره د سفر ټکټ واخلئ او یا له کوم دلیل پرته، په یوې ښکلې ډالۍ سره یې حیرانه کړئ.
۸ ـــ خپل ځان ښه او روغ ښکاره کړئ. ښایي کله وخت دا درته سخته وي، خو په یاد مو وي، چې د ژوند شریک مو یوازې هغه فرد دی، چې تاسو ټاکلی دی، ترڅو ټول عمر مو ورسره تېر کړئ او نېکمرغه واوسئ.
۹ ـــ زغم ولرئ. تاسو او د ژوند شریک مو په دوه بېلابېلو ځایونو کې، له توپیري شرایطو سره ستر شوي یاست، نو که غواړئ، چې تل د یو بل ترڅنګ واوسئ، باید ځینې اختلافات مو وزغمئ.
۱۰ ـــ د ښو پېښو لپاره جشن ونیسئ او په ارزښت باندې یې پوه شئ، هر څومره چې دا جشن ساده وي، نو خوندور به وي، له تجملاتو څخه ډډه وکړئ.
۱۱ ـــ په ګډو او هیجاني فعالیتونو پسې وګرځئ او هغه یو د بل ترڅنګ ترسره کړئ. پخلی، بڼوالي او ….. دا یوه له هغو تګلارو څخه ده، چې ستاسو ترمنځ اړیکه لاپسې پیاوړې کوي.
۱۲ ـــ که خواشیني یاست، که د خپګان احساس کوئ یا حتا خوښېږي مو، چې ډېره موده یوازې واوسئ، د خپل ژوند شریک ته ووایئ، چې څه غواړئ. هغه ستاسو له ذهن څخه ناخبره ده/ دی، له دې امله ټول یې په خوله راوړئ.
۱۳ ـــ ستاسو لپاره اړینه ده، چې کله نا کله له یو بل سره یوازې واوسئ، په ځانګړې توګه که اولاد لرئ. یو ساده پلی مزل یا په رسټورانټ کې د خوړو خوړل هم کولای شي، تاسو خپلې موخې ته ورسوي.
۱۴ ـــ کله چې د ژوند شریک مو ستاسو لپاره کوم کار ترسره کوي، نو خپله خوشالي او منندوی اوسېدل هغه/ هغې ته ښکاره کړئ، په دې صورت کې یې ستاسو د خوشاله کولو لپاره لېوالتیا زیاتېږي.
۱۵ ـــ مخکې تر دې، چې پرې قضاوت وکړئ، خپل ځان د هغه/ هغې پرځای وګڼئ، تر شوني بریده له منفي او بېځایه نیوکو څخه هم ډډه وکړئ.
۱۶ ـــ وخت او پیسې مو په ډېر احتیاط سره مصرف وکړئ.
۱۷ ـــ د مقابل لوري اعتماد او باور ترلاسه کړئ او په خپله هم پرې اعتماد وکړئ او تل په دې اعتماد باندې پام کوئ، چې ترمیم یې ناشونی کار دی.
۱۸ ـــ د مېرمنې او خاوند په بحثونو کې خپل ځان ته تهاجمي حالت مه غوره کوئ، هڅه وکړئ، چې ستونزې او مسایل په مینې او مهربانۍ سره حل کړئ. د ژوند شریک مو ستاسو دښمن نه دی، بلکې مل او ملګری مو دی.
۱۹ ـــ هره ورځ ورته ووایئ: «مینه درسره لرم» او ورته ښکاره کړئ، چې څومره ستاسو لپاره جذابه/ جذاب ده/ دی.
۲۰ ـــ له ژونده مو همدا اوس خوند واخلئ، د نامعلوم تېر او راتلونکې لپاره مو وخت بېځایه مه ضایع کوئ، له هغه څه څخه چې لرئ یې ډېر خوند واخلئ. ژوند له هغه څه څخه ډېر لنډ، چې په اړه یې فکر وکړئ.