ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې.
د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملې لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي.
پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي.
په همدې موخه لومړی د دریو لوبغاړو او له هغه وروسته بیا د ۷ تنو نورو کرکټرانو د ټیسټ پایله مثبته وخته.
پاکستانۍ لوبډله کې لومړی د شاداب خان، حارث روف او د حیدرعلي د کورونا ټیسټونه مثبت وختل، خو له هغه وروسته بیا محمد حافظ، فخر زمان، عمران خان، کاشب بهټي، محمد حسنین، محمد رضوان، او وهاب ریاض هغه شپږ تنه لوبغاړي دي چې په کورونا اخته ول.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د لوبغاړو ټیسټونه یې لا دوام لري او دا لا نده معلومه، چې څومره لوبغاړي به نور په کورونا ویروس اخته وي.
په دوی ټولو کې د کورونا هیڅ علایم نه ښکاریږي، خو پایلې یې مثبتې وې.
انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.
همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.
د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور د غاړې ده.