د یوه بریالي ګډ ژوند د لرلو لپاره یوولس کلیدي رازونه

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: عطا محمد میاخېل

که نوی مو واده کړی دی یا دا چې حتا د هغې ډلې برخه یاست، چې کلونه کېږي دا لاره یې وهلې ده، آیا پوهېږئ څنګه کولای شئ، چې بریالی ګډ ژوند ولرئ یا ژوند مو د بریالیو ودونو په کتار کې ودروئ؟ دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره کولای شو ووایو، هغو کارونو ته چې بریالۍ جوړې یې ترسره کوي او هغو رازونو ته، چې هغوی یې په خپلو اړیکي پلي کوي، پام وکړئ. دا رازونه د دې لیکنې په دوام ولولئ.

۱ ـــ د خپل ځان لپاره یو خپلواک وخت ولرئ

په ګډ ژوند کې د بریا ټکي ـــ په ګډ ژوند کې خپلواک تړاو ډېر زیات مهم دی. د دې لپاره چې په یوه اړیکه کې خوشاله واوسو، په پیل کې باید خوښ واوسو. دا په حقیقت کې د بریالي واده کیلي ده.
دې ټکي په پام سره، مېرمن او خاوند باید د خپل ځان لپاره وخت په پام کې ونیسي، له خپلو شخصي خوندونو څخه خوند واخلي او په ټولیزه توګه یو وخت په خپلو شخصي چارو باندې ولګوي. دا یوازېتوب د زړه د خوشالۍ او لېوالتیا سبب ګرځي او له هغې روحیې سره مخامخ کېږو، چې خپل ښه احساس بېرته ترلاسه کړو او د پرمختګ او موخو ته د رسېدو سبب ګرځي.
له بلې خوا تړلي توب، اراده او وړتیا مو درنه اخلي، کله چې موږ د خپلې خپلواکۍ احساس ساتو، نو ځواکمن تر سترګو کېږو او نور موږ ته د سالم او جذاب انسان په سترګه ګوري.

۲ ـــ یوه ښه اورېدونکې واوسئ

په داسې حال کې چې ټولې ښځې د فعالې غوږ نیونې په هنر کې کار وکړي، موږ دا د پام د یوې ځانګړې سیمې په توګه د نارینه و لپاره ټینګار کوو، ډېری نارینه و ته د ژوند د شریک له خوا یې پام نه کېږي، په داسې حال کې چې هغوی غوږ نیونې ته اړتیا لري. هره ښځینه اړه ده، چې د خپل خاوند لپاره یوه ښه اورېدونکې واوسي.
په یاد ولرئ، چې غوږ نیول او اورېدل یو بل ته ورته نه دي. غوږ نیول یانې د زړه له کومې او په احساس او بشپړ پام سره غوږ نیول او اورېدل یانې د خبرو کولو پرمهال په ډاډ او بشپړ پام یې څېرې ته وګورئ.

۳ ـــ اړینه نه ده، چې تل همغږي او توافق ولرئ

یو بریالی ګډ ژوند په دې مانا نه دی، چې جوړې د هر څه په اړه همغږي او توافق ولري. ډېری جوړو چې مرکه کوله، په حقیقت کې د خپل ځانګړي لید، باورونو او سیسټمونو لرونکي وو او حتا ځینو یې په لویو او عمده مسایلو کې بېلابېل او مخالف لید لوري لرل.
ټولې جوړې باید په ځینو مواردو کې د نظر اختلاف ولري، بریالۍ او مینه ناکې جوړې د یو بل لید لوري ته درناوی کوي او حتا د خپلو کمزورو ټکو په اړه له طنز او ټوکو څخه ګټه اخلي. دا دوه لید لوري په رسمیت وپېژنئ، له هغو څخه یو یې نباید «سم» وي.

۴ ـــ اړیکه ټینګه کړئ ـــ د خپل ژوند د شریک د مینې په ژبه باندې پوه شئ

د مینې د ژبې په تړاو څو کتابونه شتون لري، دا مفهوم په اروا پوهنه کې ثابت شوی دی، چې هر فرد د مینه ناکې اړیکې په ټینګښت کې په ځان پورې منحصره تګلاره لري. د ژوند د لېوالتیاوو او بوختیاوو په پېژندلو سره، کولای شئ له استعارو څخه په اړیکو کې ګټه واخلئ، چې په هغه څه پورې تړاو لري، چې فرد پرې ښه پوهېږي.
د خپل ژوند د شریک فزیکي مینه وپېژنئ، دا کولای شي، د هغه د موټر وینځل وي یا کولای شي له هغه سره په جامو اغوستلو کې یې مرسته کول وي. د ځینو نورو لپاره، ښایي د ځینو کلیمو ویل، لیکونه، مهربانۍ او مینه کول وي. د خپل ژوند د شریک د مینې ژبه زده کړئ، ترڅو تل په دې باندې پوه شئ، چې څنګه له هغه سره خبرې وکړئ.

۵ ـــ د هغه اصلي شخصیت وپېژنئ او په بدلون کې یې هڅه مه کوئ

د ماتې یو له مهمو لاملونو څخه نه منل دي. په یاد ولرئ، چې تاسو د خپل ژوند شریک د هغه شخصیت لپاره، چې مخکې له واده یې، له تاسو سره درلوده، منلی دی او له هغه سره مو واده کړی دی او حتا که وغواړئ، بدلون ورکړئ، نه شئ کولای، نو هر څوک لکه څنګه چې دی ومنئ او هڅه مه کوئ، چې بدلون پکې رامنځته کړئ.
کله چې هغه هڅوئ او باوري کوئ، په حقیقت کې تاسو د هغه په کمزور ټکو او ستونزو باندې د تمرکز په حال کې یاست. لید ته مو پرته له ځنډه بدلون ورکړئ او پرځای یې مثبتو ټکو ته ځای ورکړئ.

۶ ـــ مسؤولیت منونکي واوسئ

مسؤولیت منونکی اوسېدل آسانه کار دی او د بریالي واده یو له رازونو څخه دی، کله چې تاسو په یوه پروژه کې ګډون کوئ، نو د پروژې د بریا او ماتې مسؤولیت په خپله غاړه واخلئ. کله چې تاسو او د ژوند شریک مو د نظر اختلاف یا بحث لرئ، په یاد ولرئ، چې د خپلو اقداماتو مسؤولیت په خپله غاړه واخلئ، د هغه څه له جملې څخه، چې ترسره کړي مو دي یا مو ویلي دي، په ځانګړې توګه، که خواشینی یا خپګان را منځته شوی دی.

۷ ـــ له یو بل سره شپنۍ ژمنې وکړئ

مهمه نه ده، چې مېرمن او خاوند په خپل شپني مهال وېش کې څومره وخت لري. د یوې شپې لرل، کله چې خپل وخت یوازې له یو بل سره تېروئ، کولای شي پیوند او تړاو مو لاپسې غښتلی کړي او د وخت په اوږدو کې یې خوندي کړي. کله چې شپه له یو بل سره تېروئ، نو باید خپل موبایلونه ګُل او لرې کړئ، ترڅو حواس مو ګډوډ نه شي. په کور کې یو فلم وګورئ یا په ګډه پلی مزل وکړئ، ډېرو څیزونو ته بدلون ورکړئ او د یو بل لپاره ګټور او مثبت واوسئ.

۸ ـــ په ژوند باندې مو مینه ور زیاته کړئ

د خپل ژوند د شریک لپاره مینه ناک او رومانټیک کارونه ترسره کړئ ـــ لکه: د یوه ګل ورکړه یا د هغه په بټوه کې د یوه مینه ناک یاددښت کېښودل او یا هغه د خپلې خوښې وړ خوړ باندې حیران کړئ او دغه راز د لمر لوېده ننداره کول. ډېرې زیاتې نظریې (آیډیاوې) شتون لري او تاسو به حیران شئ، چې تر کومه بریده به ستاسو د مېرمنې او خاوند په اړیکو کې اغېزمن وي.

۹ ـــ د ژوندي صمیمیت خوندیتوب

د سالم ګډ ژوند لپاره جنسي اړیکه ډېره زیاته مهمه ده، جنسي اړیکه باید په منظمه توګه وي او د دې کار درملنه کوونکي وایي، حتا کله چې تاسو په مناسب خُلق او خوی کې هم نه یاست، سپارښتنه یې کوي، هغه د هغه څه په اړه په خبرو کولو سره، چې ګډ ژوند مو خوشاله کوي، وساتئ، په مینه ناکو خبرو او مینه ناکو فزیکي حرکتونو سره، د کوټې چاپېریال مو تود وساتئ او په خپل ځان کې د هیجان احساس زیات کړئ.

۱۰ ـــ د نرمو احساساتو په لټه کې اوسئ

په هر سخت احساس پسې یو نرم احساس وي؛ دا یو مفهوم دی، چې د ارواپوهانو له خوا تدریس شوی دی. کله چې موږ د غوسې احساس کوو، معمولاً ور پسې نور احساسات لکه غم او خپګان، ناهیلي او حسادت پټوو.
موږ تر ډېره له غوسې څخه د خپلو کمزورتیاوو او نرمو احساساتو څخه د ساتنې لپاره د یوه پټ احساس په توګه کار اخلو،  هغه د غوسې د احساساتو تر شاه د نرمو او کمزورو احساساتو په لټه کې یې واوسئ، دا له تاسو سره مرسته کوي، چې هغه ته نږدې شئ، ځکه تاسو په ښه توګه کولای شئ، د دې شخص له واقعي احساساتو سره همدرد شئ.

۱۱ ـــ یو بل مه کنټرولوئ

متاهلین تر ډېره هغه ځای ته رسېږي، چې په هغه کې د خپل ځان هېرول پیلوي، د حسادت او نا خوښۍ د احساس په اړه فکر کوي یا هېروي، چې له خپلو شریکانو څخه جلا افراد دي او کېدای شي هغوی هڅه وکړي، چې خپل شریکان کنټرول کړي، تر ډېره دا موارد په درې ګوني ډول ترسره کېږي، ځکه ښایي تمې د وخت په اوږدو کې زیاتې شي.
اړیکې، د دواړو لورو خپلواک وخت او سالم محرکونه خوندي کوي. که داسې احساس کوئ، کنټرول لرئ یا کنټرول کوونکی یاست، نو د کورنۍ مشورې لپاره یو وخت وټاکئ.