د کرکټ نړیوالي شورا درجه بندۍ کې نوي بدلونونه؛ افغان لوبغاړو هم مقامونه خپل کړي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغان کرکټ لوبډلې تکړه توپ اچوونکی راشد خان ارمان د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ بیا هم شل اوریزو په لوبو خپل په لومړي مقام پاتي شوی، خو دویم مقام پاکستاني ځوان او سلو توپ اچوونکي شاداب خان نیولی.
په همدغه درجه بندۍ کې دهندوستان چهال دریېم، د نیوزلینډ سوډهې څلورم، ویسټ انډيزي سمیول بدري پنځم، نیوزلینډي سانټنر شپږم، سوت افریقايي لوبغاړي عمران طاهر اوم، بنګالي مستفیز الرحمن اتم، پاکستاني عماد وسیم نهم او په لسم ځای بیا د محتده عربي اماراتو لوبغاړی محمد نوید راغلی.

د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې شهزاد نهم نمبر شوی، محمد نبي عیسی خیل ۳۹ او نجیب الله ځدران ۴۰م نمبر لوبغاړي اعلان شوي، خو اصغر بیا ۴۴ نمبر ته غوره شوی.
شل اوریزو لوبو لومړی بیټسمین پاکستانی بابر اعظم غوره شوی، د نیوزلینډ پیلیز لوبغاړی منور دویم او اسټرلیاوی مکسویل دریم نمبر شوی.
په شل اوریزو لوبو کې هندوستاني ویراټ کهولي په ۸م نمبر، خو په یو ورځنیو سیالیو کې بیا په لومړي مقام اعلان شوی.
د شل اوریزو لوبو په الرونډرانو کې بیا محمد نبي عیسی خیل تر اسټرلیاوي مکسویل وروسته دویم نمبر راغلی او بنګله دیشي شکیب الحسن دریم شوی.
راشد خان په شل اوریزه لوبو کې په لومړي مقام دی، خو په یو ورځنیو سیالیو کې لا هم پر خپل دویم مقام پاتي شوی.
د یو ورځینو سیالیو د توپ اچوونکو لومړی مقام لا هم هندوستانی جسپریټ بومرا له ځانه سره لري، خو دریم مقام کې بیا اسټرلیاوي هازلووډ دی.
د یو ورځینو سیالیو په لسو غوره توپ وهوونکو کې هیڅ کوم افغان لوبغاړی نه شته، خو په ۳۲ نمبر بیا رحمت شاه اعلان شوی.
تر رحمت وروسته بیا محمد شهزاد ۴۷، محمد نبي ۵۷، نجیب ځدران ۶۹او جاوید احمدي ۹۰ نمبرونو د کرکټ د نړیوالي شورا په درجه بندۍ کې اعلان شوي.
ویراټ کهولي، ای بي ډېویلیرس او وارنر په لومړي ،دویم او دریم مقامونو راغلي.
د یو ورځنیو سیالیو په الرونډر لوبغاړو کې محمد نبي عیسی خیل په دویم نمبر اعلان شوی، شکیب الحسن په لومړي او محمد حفیظ په دریم پوزشن لا هم پاتې.
د یو ورځینو سیالیو په الرونډرانو کې ګوکلي ماسټر راشد خان ارمان بیا په اووم درجه ښودل شوی.
د کرکټ نړیوالې شورا دغه درجه بندي وړمه ورځ تازه شوې.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې یو ځل راشد ارمان د یو ورځينو سیالیو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام نیولی و، خو جسپریټ بومرا وکولی شول چې بېرته لومړی مقام خپل کړي.
راشد د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچوونکي دی، د ښه ګوګلي توپ اچولو له امله یې مینوال ګوګلي ماسټر هم بولي، ۱۹ کاله عمر لري.
دغه ځوان ارمان تر اوسه د افغان لوبډلې لپاره ۴۴ یو ورځنۍ او ۲۹ شل اوریزه سیالۍ کړي چې په یو ورځينو کې ۱۰۰ او په شل اوریزه کې بیا ټولې ۴۷ ویکټي لري.
همدغه ارمان د کرکټ نړیوال جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپلې ۱۰۰ ویکټي پوره کړي او اسټرلیاوي میچل سټارک د سلو تېزو ویکټو ریکارډ یې هم مات کړ.