کرونا؛ په یوه ورځ له ویروسه ۱۵۰۲ تنه روغ، خو ۴۲ تنه بیا مړه سوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 
خبریال: فضل الله فضلي
نن په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د مړيني او روغ سوو تر ټولو لوړ ثبت سو.
تازه ۶۵۸ مثبتي پېښي د هیواد په ۱۵ ولایتونو کي ثبت سوي دي، چي ترڅنګ یې بیا ۱۵۰۲ تنه روغ سوي او ۴۲ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د نن د روغ سوو او مړو سوو شمېرې تر بل هر وخت لوړي دي.
په ټول هیواد کي په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۲۷۵۳۲ ته ورسېدئ، چي له جملې اوس مهال ۱۹۳۲۶ تنه لاهم په ویروس اخته دي.
ترڅنګ یې بیا د روغ سوو کسانو شمېر ۷۶۶۰ تنه ته پورته سو او ۵۴۶ تنه مړه سوي دي.
کابل بیا هم تر ټولو ډېري ۴۱۵ مثبتي پېښي نن لري او په ټول هیواد کي ځپل سوی ولایت دئ.
همداراز تازه ۱۹ مړیني په هرات، ۱۷ په کابل، ۳ په فاریاب، ۲ په سمنګان او یوه په بلخ کي ثبت سوې ده.
داسي ویل کيږي، چي د کرونا وبا په افغانستان کي په خپل اوج کي ده او هره ورځ تر ۵۰۰ ډېر خلګ په اخته کیږي.
همداراز د عامي روغتیا وزارت هره ورځ خپله اندېښنه ښکاره کوي او هیواد والو ته د احتیاط د ترسره کولو لارښووني او غوښتني کوي.