د «جګړې هنر په بېلګو کې» لنډ تاثُر

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکوال: سید انتظار خادم
تاثُر: رفیع الله ساحل
سید انتظار خادم د کونړ ولایت اوسېدونکی دی.
د ګڼو نورو کتابونو تر څنګ یې دا کتاب په بیساري هُنرمند ډول لیکلی او شنلی، خادم دې لا افغان ولس او لوستې طبقې ته خادم پاتې او افغان ټبر دې په دا ډول مؤثرو آثارو ونازوي.
اوږد عُمر یې نصیب شه.
جګړه یوه ناوړه ټولنیزه پدیده ده، چې دوه اړخونه یا خواوې سره په تقابل کې واقع کیږي او له لویه سره یې زیان ټولنو او هېوادونو ته رسیږي؛
جګړه که څه هم نه غواړو، کله په فردي، ډله‌ییزه یا ملي کچه اړ کېږو، چې د ځینو مشروع موخو د ترلاسه کولو لپاره یې وکړو، ممکن دغه موخې د یوه هېواد د معنوي ارزښتونو او بنسټونو ځینې دفاع کول وي.
له همدې کبله ده چې الهي او انساني قوانین او د جګړې سرسخته مخالفین هم ځینې مهال د مشروع او مقدسو جګړو اړتیا نه ردوي.
نوموړی کتاب په نړیواله کچه د چینایي سنزو د جنګي تیوریو او ستراتیژیو شننه ده؛
سنزو له میلاد څخه نیږدې پنځه سوه کاله مخکې د مشهور چینایي فلیسوف کنفوسیوس په زمانه کې ژوند کړی، هغه د جنګ د ژورو زده‌کړو تر څنګ عملي تجربه هم لرله او د «جنګ هُنر» کتاب یې په داسې وخت کې لیکلی چې چین له سختو جګړو سره مخ او چینایانو یې د ګټلو هڅې کولې.
د سنزو دا کتاب په نړیواله کچه د جنګي تیوریو او ستراتیژیو له مهمو سرچینو څخه دی.
د سنزو د دغه کتاب د ارزښت په اړه همدا بسنه کوي.
چې دا کتاب مائوتسه دونګ او ژوزف ستالین هم د جګړو پر مهال له دغه کتاب ګټه اخیسته.
بناً د «جګړې هُنر په بېلګو کې» د سنزو د کتاب «د جګړې هنر» مهم ټکي او په ځانګړې توګه هغه برخې چې د افغانستان د جنګي اراضۍ او شرایطو سره اړخ لګوي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ګټه رسولی شي، را بیلې او شنل شوي دي.
په دې کتاب کې د جګړې پر مهال د څارګرۍ په ارزښت، د فوځي مانورو د ترسره کولو په لارو چارو، په جګړه کې تکتیکي ادلون و بدلون، د جګړې پر مهال د اخلاقي او انساني اصولو په رعایت، په جګړه کې د جنګیالیو ترمنځ په اړیکو، د هغوی د روحیې ساتنه، تمویل و تجهیز یې، استخباراتي تکتیکونه، د دښمن اغفالول او ماتې ورکول؛
دغه راز د جګړې په زیانمنونکو او بې زیانه برخو، همدارنګه د جګړو د کلاسیکو بڼو تر څنګ د جګړې په پرمختللې او نننۍ بڼه، د نننیو وسایلو استعمال او مجهز استخباراتي تکتیکونو؛
جګړه څنګه پیل او څنګه یې پای ته ورسوو؟
جګړه څنګه وګټو؟
د جګړې د بایللو لاملونه کوم/ څه دي؟
په هر حال تر ټولو مهمه موخه دا ده، چې د نوموړي کتاب لیکوال په افغانستان کې روانه جګړه او مخکینۍ ځینې مهمې جګړې د سنزو د نظریاتو په رڼا کې ارزولې او د اوسنۍ جګړې د نېمګړتیاوو، تېروتنو او ناکامیو لاملونه یې پکې څېړلي، چې دا کار د جګړې د بریالي پای ته رسولو په برخه کې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره مرسته کولای شي.
دا او دېته ورته مهم موضوعات په نوموړي کتاب کې په تفصیلي بڼه بحث او شنل شوي، د دې تر څنګ کتاب په نظامي برخه کې ځینې نورې اړینې سپارښتنې هم لري؛
لوست یې پښیمانې نه لري

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.