په امریکا کې یو بل تور پوستی هم وژل شوی او لاریونونو زور اخیستی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
خبریال: فضل الله فضلي

د امریکا په اتلانتا ښار کي د ریشارډ برووکس په نامه یو بل تور پوستی د پولیسو له لوري هغه مهال وویشتل سو، چي هغو یې د نیولو هڅه وکړل او تورپوستي د برېښنايي آلې په استعمال سره د پولیسو ځان خلاص کړ او د تښتېدلو هڅه یې وکړل.


پولیسو پر نوموړی ټکان وکړل او ځای پر ځای یې ووژئ.
د نوموړي تور پوستي د شرابو څښلو او موټر چلولو په اړه د همدې سیمي د یو رسټورانټ کارکوونکو پولیسو ته خبر ورکړی وو.
د بروکس له وژني وروسته د لاریون کوونکو لاریون زور اخیستی او په بدل کي یې هغه رسټورانټ سوځولی چي د ریشارډ برووکس په اړه پکښي پولیسو ته خبر ورکول سوی وو.

د امریکا په زیاتو آیالتونو کي سولییز لاریونونو دوام درلود، خو تر هغه وروسته په سختو تاوتریخوالي بدل سول چي د پولیسو د بد چلند سره مخ سول او د دوی غوښتني پر مځکه وغورځولې.
له دې وړاندي د جورج فلویډ په نامه په میناپولیس ښار هم یوبل تور پوستی ووژل سو او د فلویډ وژل له دې لامل سول، چي په امریکا کي پراخ لاریونونه پیل سي او تور پوستو پر وړاندي د توکمپالني د له منځه وړلو له چانس څخه ګټه پورته کړي.

بلخوا ددې هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیخي د تور پوستو سره همږغی نه دئ او په وارو وارو وايي چي دی دي لاریون کوونکي نه مجبوروي، چي له پوځ څخه کار واخلي او حالت نور هم خراب سي.
اوس مهال تر نیویارک وروسته خورا سخت بد حالت په میناسوتا ښار کي دئ، چيري چي جورج فلویډ پکښي وژل سوئ دئ.
همداراز ددې هیواد په ډېرو ایالتونو کي لاریونونه لاهم دوام لري او تر ډېره پکښي له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه دي.

بلخوا په تازه اقدام کي د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د تور پوستي جورج فلویډ د وژلو، توکم پالني او د پولیسو د وحشي کړونو په اړه بحث او خبري کوي.
دا بیړنی بحث وروسته له هغه اعلان سو، چي د امریکا ۵۴ ايالتونو یې غوښتنه وكړل.
د تور پوستو ژوند مهم دئ، په نامه یوازي په امریکا کي نه بلکه د برېتانیا، اسټرالیا ترڅنګ د نړۍ په نورو هیوادونو کي هم لاریونونه دوام لري او د توکم پالني د ختمېدو غوښتنه کوي.
د یادوني وړ ده، چي د تور پوستو سره په مبارزه او لویو لاریونونو کي په زیات شمېر سپین پوستي هم ملګري دي.