د نړۍ دا لس ښارونه خورا زړه راښکونکي دي+ انځورونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عايشه حیدري
ممکن ځینو هېوادونو ته مو سفر کړی او ډېر ښکلي ښارونه مو لیدلي وي، او یا مو په راتلونکې کې د سفر پرېکړه کړي وي او غواړۍ خپل خالي وختونه او د رخصتۍ وختونه په چکر او سیل تېرې کړئ، نو د سفر پرېکړه مو پر ځای پرېکړه ده. په لیکنه کې د نړۍ تر ټولو ښکلي ښارونه در پېژنو.
دغه لس ښارونه د نړیوالو بنسټونو د درجه بندۍ پر بنسټ د لسو ښکلو ښارونو په توګه غوره شوي دي. ملتیا مو و کړئ!

۱ – وینس، اېټالیا Venice, Italy


وینس د نړۍ له رومانټیکو، عجیبو او ښکلو ښارونو څخه دی. دغه ښار په نننۍ بڼه له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وروسته جوړ شوی او همداسې ساتل شوی دی. دغه ښار ته د رومیانو د راتلو سره لا ډېر پرمختګ وکړ او بندرونه پکې جوړ شول. د دغه ښار لومړی بند د کیوجا په نامه دی، چې هغه هم رومیانو جوړ کړی دی. وینس ښار ته د اوبو کانالونو او ویالو ځانګړې ښکلا وربښلې ده. وینس د نړۍ په کچه د هغو ښارونو له ډلې دی، چې ډېر سیلانیان ورځي.
په وینس کې ۱۷۷ کانالونه دي چې تګ راتګ هم تر ډېره په همدې کانالونو او ویالو کې د وړو کښتیو پر مټ کېږي. هوا یې نرمه او خوندوره ده او که ایټالیا ته سفر لرئ نو د وینس ښارګوټي سیل مه هېروئ.
ریالټو پول (Rialto Bridge )، سن مارکو ډګر (Piazza San Marco)، د وېنس کلیساګانې، سمندري بسونه، سمندري ټکسي، تاریخي سیمې او پارکونه د سیلانیانو پام ور اړوي او د همدغو تاریخي او کولتوري ښایستونو له امله د وېنس ښار د نړۍ د ښکلو ښارونو په لړ کې لومړی ځای لري.

۲ – روم (اېټالیا)


روم د ۱۳۶۲۸۷ کیلومترو پراخوالي په لرلو سره د اېټالیا تر ټولو ستر ایالت دی. دغه ښار د ټېبر سیند Tiber، په غاړه له مديترانې سمندرګي سره نېږدې پروت دی. ټېبر سیند د روم ښار ته ځانګړې ښکلا وربښلې ده.
روم د اېټالیا د ګرځندوی مرکز ګڼل کېدای شي. هر کال میلیونونه سیلانیان د دغه ښار د لرغونو، تاریخي او فرهنګي ودانیو او سیمو څخه ليدنه کوي. د لرغوني روم عضمت، شان او شوکت د روم په ننني ښار کې له ورایه څرګندېږي. روم یوازې د اېټالیا پلازمېنه نه ده، بلکې د اېټالیا او نړۍ، هنر، معمارۍ او تاریخ مرکز هم دی او لرغوني اثار، ودانۍ، مجسمې او تابلو ګانې د دغه ښار د لرغونتوب څرګندونه کوي، خو له دغو ټولو ځانګړنو سره سره، روم په خوندورو خوړو، په ځانګړي ډول پيزا او مکروني ډېر مشهور دی.
روم د سیل او چکر ډېر ځایونه لري خو کولوسیوم ودانۍ Colosseum، سن پیټرو کلیسا St. Peter’s Basilica، پېنټیون عبادتځای Pantheon، د واټیکان موزیمونه Vatican Museums، ټروي اوبشیندی (فواره) Trevi Fountain، اسپانیاوي زینې Spanish Steps، در روم لرغوني فورم ودانۍ Roman Forum، سینټ اینجلو کلا Castel Sant’Angelo، ناوونا ډګر Piazza Navona، کامپو ډي فیوري Campo de’ Fiori، سنټ پيټر څلورلارې Saint Peter’s Square، سانټا ماریا مجیوره کلیسا Basilica Papale di Santa Maria Maggiore او کاپيټولاین موزیمونه Capitoline Museums د سیلانیانو د پام وړ ځایونه دي.

۳ – پراګ


پراګ د چک جمهوریت پلازمېنه ده. دغه ښار د ۱۱۰۰ کلن تاریخي مخینې په لرلو سره د اروپا له مهمو تاریخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. تاریخي ګنبځې، کلیساګانې او برجونه د دغه ښار د لرغونتیا او ښکلا نښې دي. دغه ښار د زیاتو منارونو او برجونو له امله د زر مناریز ښار په نامه هم یادېږي، چې معماري یې په ټوله اروپا کې بې سارې ده. پراګ د اروپا د معماري ښکلاګانو مرکز دی، چې له همدې امله یې د اروپا د ناوې نوم هم خپل کړی دی.
لکه څنګه چې مو یادونه وکړه چې پراګ د زرګونو منارونو او برجونو په لرلو سره د اروپا د ښکلا سرلاری ښار دی، خو که تاسو چک جمهوریت ته ورځئ، نو ارومرو د پراګ د پخواني ښار تالار، د کمونیزم موزیم، زېکوف ټیلویزیوني برج، کلېمنټن کتابتون، د هیودانو پخوانۍ هدېرې، وېنسسلاس ډګر، لېنټا پارک، سېنټ وېټوس کلیسا، لېډي بیفورټېن کلیسا، ملي موزیم، ګډېدونکي ماڼۍ، ملي نندارتون او تیاتر، د پراګ کلا، نجومي ګړۍ منار، پوډر منار، پټرېن منار، کامپا ټاپو او د چارلز پول لېدو ته ارومر ورشئ.

۴ – بارسولونا


د بارسولونا له نامه سره ارومرو اشنا یاست، تاسو به د بارسولونا د فوټبال پیاوړې لوبډلې نوم اورېدلی وی، چې په نړۍ کې خورا زیات مینه وال لري، خو دا یواځې فوټبال نه دی، چې بارسولونا یې نړیوال شهرت ته رسولی، بلکې بارسولونا د نړۍ د مهمو فرهنګي ښارونو له ډلې هم دی. بارسولونا هسپانیې د مشهورو ښارونو له ډلې دی، غني فرهنګي میراثونه لري. دغه ښار د مدیترانې په سواحلو کې پروت دی او هوا یې تازه او اسمان یې تک شین او ښکلی دی. د دغه ښار د ودانیو ځانګړې معمارۍ زړه راښکونکې دي.
دغه ښار د سیل او چکر ډېر ښکلي ځایونه لري، خو ځينې یې ډېر نامتو دي چې هسپانیې ته تلونکي سیلانیان يې د لیدو ارمان لري. که تاسې بارسولونا ته ځئ، نو ګوېل پارک، د بارسلونا ساحل، ساګراډا فامیلیا کلیسا، بوکریا بازار، مونټجویک غوندۍ، نیوکمپ لوبغالی، پیکاسو موزیم، سانټا ماریا ډېلمار (Santa Maria del Mar) کلیسا، سیټاډلا (Parc de la Ciutadella) پارک، رامبلا واټ یا جاده، ګوټیک سیمه (Gothic Quarter)، کازا میلا ودانۍ، پېډرالبېس (Monestir de Pedralbes) صومعه، طلایي ډګر (Quadrat d’Or) او د ځناورو پېژندنې موزیم د سیل او نندارې ځایونه دي.

۵ – سینټ پيټرزبرګ، روسیه – Saint Petersburg, Russia


سینټ پيټرزبرګ تر مسکو وروسته د روسیې دويم ستر ولایت او ښار دی، دغه ښار د روسیې په شمال لوېدیځ کې پروت او د د اوږدې مودې لپاره د روسیې او پخواني شوروي اتحاد پلازمېنه وه. د دغه ښار ښکلا هر کال میلیونونه سیلانیان ځان ته راکاږي او دغه ښار ته د خپلو رخصتیو د تېرولو او مېلو لپاره ورځي. د دغه ښار زړه راښکونکې فضا ښکلې او له ارامتیا ډکه ده، شپې یې روښانه دي او له همدې امله په روسي ادبیاتو کې د دغه ښار شپې د White nights/ سپینو شپو په نامه مشهورې دي او خلک له دغو شپو څخه د خوند اخیستنې په خاطر تل د شپې له لوري لارو کوڅو ته راوځي او چکر وهي.
دغه ښار د امپراتوریو پلازمېنه وه او پخوا یې د نړۍ په سیاست خورا ډېر اغیز درلود. د ښار نوم په تېرو درې پېړو کې بیا بیا بدل شو، پيټربرګ، لینینګراډ او پيټرزبرګ و نومول شو، خو اوس بېرته د سینټ پيټرزبرګ په نامه نومول شوی دی. دغه ښار د امپراتوریو د پلازمینې په توګه د روسي او شوروي واکمنانو د پام وړ ښار وو او ښه ودان شوی وو. همدغو ځانګړنو ته په پام سینټ پيټرزبرګ د نړۍ پنځم ښکلی ښار ګڼل شوی، چې پيټرهوف ماڼۍ، د ارمیټاژ موزیم ماڼۍ، د سینټ اسحاق کلیسا، د روسیې ارټوډوکس کلیسا او نور سلګونه ځایونه او سیمې د سیلانیانو پام ځان ته ور اړوي.

۶ – پاریس، فرانسه – Paris, France


پاریس د نړۍ ډېر ښایسته او زړه راښکونکی ښار دی، چې د مینې او مینانو د ښار په نوم هم پېژندل کېږي. پاریس د فرانسې پلازمېنه او د اروپا او نړۍ له نامتو ښارونو، یو دی. د پاریس تاریخي ښار د سیاحت لپاره ښه انتخاب دی، او هر کال شاوخوا ۳۰ میلیونه بهرني سیلانیان د دغه ښار د تاریخي ودانیو او مشهورو برجونو لیدو ته ورځي. د پاریس د تاریخي او سیل ځایونو لیدنه او ننداره د یوې ورځې او اونۍ کار نه دی او که سیلانیان یوه میاشت هم په پاریس کې و ګرځي، بیا هم د دغه ښار ټولې برخې نه شي لیدای.
ایفل برج Eiffel Tower، لوور موزیم The Louvre، سکرې کویر کلیسا Sacré-Coeur، پرلاچیسي هدیره Père Lachaise Cemetery، نوترډام پاریس کلیسا Notre-Dame de Paris، کوټېکامبز هدیره Catacombs de Paris، سینټ چاپل کلیسا Sainte-Chapelle، لوکزامبورګ بڼ Jardin du Luxembourg، د خپلواکۍ څلی او دروازه Arc de Triomphe او داسې نور د لیدنې او نندارې ځایونه دي چې سیلانیان ورځي.

۷ – لندن، انګلیستان – London, England


لندن د انګلستان یا لویې بریتانیې پلازمینه او هم په انګلستان کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار او په اروپا کې تر ټولو لویه ښاري سیمه ده. د ټامس سیند په غاړه دغه تاریخي ښار ۲۰۰۰ کلن تاریخ لري او له لرغوني روم سره په تاریخي لحاظ سیالي کوي. یو له خورا مهم استوګنځایونو، د لندن لرغونی ښار دی. د لندن ښار له جوړیدو وروسته دا ښار د سترو تاریخي خوځښتونو مرکز شو.
لندن د نړۍ کولتوري، سیاسي او اقتصادي مرکز دی او د نړۍ په سیاست، حالاتو، ښوونې او روزنې، اقتصاد، رسنیو او د ژوندانه په نورو برخو کې خورا ډېر اغیز لري. همدارنګه د ۱۹۰۸، ۱۹۴۸ او ۲۰۱۲ کلونو المپیک سیالۍ او ‏د ۲۰۱۲ کال پارالمپیک سیالۍ د انګلستان د لندن په کوربه توب شوې دي.
د لنډن برج ‏Tower of London، هایډ پارک ‏Hyde Park، بریتانیا موزیم ‏British Museum، مېډم ټوسوډز موزیم ‏Madame Tussauds، کېنسټن بڼ‏ Kensington Gardens، لنډن سترګه ‏London Eye، ګرینویچ پارک ‏Greenwich Park‏‏‎، بکېنګهم ماڼۍ Buckingham Palace او داسې نور په سلګونه ځایونه لندن ته د ورتلونکو سیلانیانو پام ور اړوي.

۸ – فلورانس، ایټالیا – Florence, Italy


فلورانس د ایټالیا یو نامتو ښار دی. دغه ښار د ښکلې هوا تر څنګ لرغونی تاریخ او کلتور هم لري، په فلورانس کې تاریخي او ښکلې کلیساګانې او د ښار په هره برخه کې د اروپايي سبک ښکلې معماري شوې ودانۍ و وینئ.
که ایټالیا ته په سفر لاړئ، نو د سانټا ماریا ډيل فویر کلیسا Cathedral of Santa Maria del Fiore ، پونټې وچیو پول Ponte Vecchio، سن مارکو موزیم Museo Di San Marco، د فلورانس پلازو وچیو کلا Palazzo Vecchio، ارنو سیند Arno river، پیازا ډي سینیوریا ډګر Piazza della Signoria، ميډیچي چيپل ماڼۍ Medici Chapel، بوبولي بڼ Boboli Gardens، سانټا ماریا نوولا کلیسا Santa Maria Novella، سانټا کروسې کلیسا Santa Croce او داسې نور تاریخي ځایونو ننداره مه هېروئ.

۹ – اېډېڼبرا، سکاټلنډ Edinburgh, Scotland


اډینبرا یا اډینبرګ د سکاټلند پلازمېنه او د انځور اخیستونکو لپاره یو ایډیال ښار دی. هغه خلک چې د سکاټلنډ د خلکو د فرهنګ، تاریخ او انځور اخیستو شوق لري نو اېډېنبرا غوره انتخاب دی. د سکاټلنډ پلازمېنه د ۲۶۴ کيلو متره مربع پراخوالي او شاوخوا ۵۰۰ زره وګړو په لرلو د نړۍ ګڼ میشتی ښار ګڼل کېږي. دغه ښار د اروپا د ښکلو ښارونو له ډلې هم دی او د نندارې او سیل لپاره ډېرې ښکلې سیمې، پارکونه او تاریخي ځایونه لري.
اېډېنبرا فرینج فیسټیوال Edinburgh Festival Fringe، د سکاټلنډ ملي موزیم، رایل مایل واټ(Royal Mile) ، کالټون غونډۍ (Calton Hill)، جوپېټر ارټلنډ (Jupiter Artland)، د بوټو پېژندنې شاهي بڼ (The Royal Botanic Garden)، پورټوبېلو ساحل (Portobello)، او د اېډېنبرا رسټورانټونه د سیل او نندارې لپاره غوره ځایونه دي.

۱۰ – ویانا، اتریش Vienna, Austria


وینانا د موسیقۍ، د رزم او بزم ښار، د اتریش پلازمینه او د دغه هېواد د ۹ ایالتونو له ډلې یو دی. ویانا د باروک په سبک د تاریخي معمارۍ ښکلې ودانۍ لرونکی او خورا زړه راښکونکی ښار دی. د دغه ښار کافي شاپونه او ریسټورانټونه تل اروپايي موسیقي غږوي او سیلانیان ور جذبوي. په ویانا کې تاریخي ودانۍ او لرغونې شاهي ماڼۍ د دغه ښار د برم کیسې کوي او د ښار هره څنډه د اتریش د هنر او کلتور ننداره وړاندې کوي. ویانا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال سخت بمبار شو او تر ۳۰۰۰ ډېر بمونه پرې و غورځول شول. د ښار ۳۷ زره کورونه ویجاړ شول او د دغه ښار د اوسېدونکو یوازې ۴۱ ملکي موټر له جګړې روغ ووتل. ویانا د جګړې پر ډګر بدل شو خو تر جګړې وروسته او بیا تر نن پورې د دغه هېواد اوسېدونکو ویانا جوړ او بیا یې ورغاوه او اوس د نړۍ په لس غوره او ښکلو ښارونو کې شمېرل کېږي.
هفابرګ ماڼۍ، سینټ سټفین کلیسا، د اس ځغلونې اسپانوي ښوونځی، سکانبرن ماڼۍ Schönbrunn Palace، بلوډر ماڼۍ Belvedere Palace، د ویانا د اوپرا مرکز Vienna State Opera، د اتریش د پارلمان ودانۍ، کارل سکېرچ کلیسا Karlskirche، د ملي تیاتر ودانۍ، د ښاروالۍ ودانۍ، د ماریا ټيریزا یادڅلی او ډګر The Maria Theresa Monument، د ویانا ژوبڼ، پراټر پارک Prater Park او کرنټنرسټراسه واټ Kärntnerstrasse د لیدنې او نندارې ځایونه دي.
په پای کې باید یادونه وکړو چې اروپا د نړۍ ډېر تاریخي او ښکلي ښارونه لري، نو که د سیاحت تکل لرئ، اروپا و ټاکئ او د ښکلو ښارونو له نندارې خوند واخلئ. د دې ترڅنګ ټول سیلانیان او ګرځندویان ځکه اروپا خوښوي، چې اروپایي هېوادونو خپلو مېلمه ګرځندویانو لپاره ډېر ښه او وړ امکانات چمتو کړي او هر څوک کولای شي، چې له خپل سفر څخه په دغو هېوادونو کې په پوره توګه خوند واخلي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.