د راشد خان د ملاتړ سربیره، د ډیویډ وارنر مینه وال پر نوموړي غوسه دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

داسې ښکاري چې د استرالیا د کرکټ د ټیم مینه والو تر ډیره ددې ټیم د پخواني مرستیال کیپتان ډیویډ وارنر هغه عذر نه دی منلی چې په یو خبري کنفرانس کې یې له خپلې میرمنې سره یوځای په غریو نیولې غږ له خپلو مینه والو د توپ د توږلو د رسوايۍ له کبله بښنه وغوښته.
په ټولنیز رسنیو کې د نوموړې تر دې خبري کنفرانس وروسته هم د استرالیا پر دې نامتو او یو مهال محبوب کرکټر د انتقادونو ږلۍ وریږي.

ډیویډ ورانر په نړیواله لوبه کې د توپ توږنې رسوایۍ له کبله د یو کال په مخه له کرکټ او د ټول عمر په مخه د استرالیا د کرکټ ټیم له کیپتانۍ منعه کړی شو او تر ډیره یې د کرکټ په نړۍ کې ګټلی نوم او شهرت زیانمن شو.
نوموړې په خپل یو وروستي ټویټ کې ویلي چې پر ده ټول لګیدلې بندیزونه مني، یو ځل بیا یې بښنه غوښتي او ویلي یې دي ټوله هڅه کوي چې ښه سړی شي.


خو د نوموړې تر دې ټویټ لاندې د کرکټ ګڼو مینه والو، د استرالیا دا لوبغاړی، چې څو اونۍ مخکې پورې د نړۍ له محبوبو لوبغاړو څخه و یو واربیا رټلی دی. او ترخې تبصرې یې ورته پرېښي دي.
که څه هم یو شمیر نامتو کرکټرانو او مشهورو څیرو د ډیویډ وارنر له بښنې وروسته د نوموړې د ملاتړ او ډاډ غږ کړی، خو د ډیویډ وارنر مینه وال لا هم نوموړې ته غوسه دي.
په دې لر کې څو ورځې مخکې زلمي افغان لوبغاړې راشد خان د ډیویډ وارنر ملاتړ ته ودانګل، او د هغه مینه والو باندې یې له دې کبله انتقاد وکړ چې د وارنر په وړاندې یې ډیره سخته لاره خپله کړې ده. راشد خان چې له وارنر سره د هندوستان د تیر کال په کورنیو سیالیو کې د سنرایز حیدراباد په ټیم کې لوبیدلې پر خپل ټویټر د وارنر او د هغه د میرمنې او بچیو شریک عکس خپور کړی او ورسره لیکلي :

 
” دې تصویر زما زړه مات کړ، د کرکټ مینه وال څنګه دومره سختېدلی شي. هر څوک تیروتنې کوي. په دوی کې ښه هغه دی چې خپلې تیروتنې ومني او بښنه وغواړي. نو له چمپین سره ودریږئ، او ملاتړ یې وکړئ په ځانګړې توګه کله چې هغه زموږ ملاتړ او مینې ته ريښتیا اړتیا لري.“


د راشد خان دا ټویټ په ګڼو استرالیايي، هندي، بریتانوي او نورو رسنیو کې خپور شوی دی، په زرګونو کسانو خوښ کړی او زرګونو نورو پرې تبصرې لیکلي.
د کرکټ نورو نړیوالو ستورو هم د ډیویډ وارنر له مینه والو غوښتي چې د نوموړې بښنه دې ومني او له دې لوبغاړي دې کرار شي.
خو داسې ښکاري چې د ډیوید وارنر مینه وال لا هم خپل دې پخواني اتل ته غوسه دي، او لا هم ټولنیزې رسنۍ په هغوانتقادونو ډکې دي چې مخه یې ډیویډ وارنر ته ده….

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.