نړۍ او کرونا؛ په ویروس اخته سوي، ۸ مېلیونو کي ۴ مېلیونه روغ سوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: فضل الله فضلي
څه موده د کرونا ویروس د راپېدا کېدو په مرکز چین کي آرامي وه، خو اوس بیا پکښي نوي پېښي ثبت سوي دي.
همداراز د چین ترڅنګ په جنوبي کوریا کي بیا نوي بندیزونه له هغه وروسته لګېدلي، چي نوي پېښي یې تر ۵۰ رسېدلي.
اوس مهال په نړۍ کي هره ورځ تر یو لک او ۳۰ زرو ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي او وړمه ورځ بیا ځلي په نړۍ کي تر ټولو لوړ شمېر یو لک او ۴۲ زره ثبت سو.
په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۷،۸ مېلیونه دئ، د روغ سوو شمېر ۴ مېلیونو ته رسیږي او د مړیني شمېر تر ۴ لکه او ۳۰ زرو اوړي.
89 coronavirus patients discharged from hospital in Kyrgyzstan ...
دا معلومات په امریکا کي د جان هاپکنز پوهنتون دي.
اوس مهال د ویروس د خپرېدو مرکز امریکا او د لاتیني امریکا د وچي هیوادونه بلل کیږي.
په امریکا کي د ویروس ورځنی شمېر بیا پورته سوی او تر ۲۵ زرو اوړي، ټولي مثبتي پېښي یې تر ۲،۱ مېلیونو پوري رسیږي او روغ سوي پکښي تر ۸ نیم لکو اوړي.
د کرونا ویروس امریکا د نړۍ تر ټولو هیوادونو ځپلې ده، چي مړیني پکښي تر ۱۱۸ زرو رسیږي.
په نړۍ کي ورپسې هیواد برازیل دئ، ورځنۍ شمېرني یې تر ۲۰ زرو اوړي او ټولي مثبتي پېښي یې تر ۸ نیم لکو ډېري سوي.
More than 60,000 people have recovered from coronavirus around the ...
تر امریکا وروسته یې مړیني ډېري ۴۳ زرو ته رسیږي.
د لاتیني امریکا په مکسیکو، پیرو، چيلي، ارجنټاین او کولمبیا کي لا هم د ورځي په زرګونه مثبتي پېښي ثبتیږي.
بلخوا په روسیه کي د ویروس پېښي تر ۵ لکو ډېري دي، ورځنۍ پېښي یې ۹ زرو ته رسیږي او تر ۷ زرو پوري پکښي مړیني ثبت سوي دي.
تازه یې حکومت یو شمېر بندیزونه هم لیري کړي دي.
هند بیا د نړۍ ۴ هیواد دئ، مثبتي پېښي یې ۳ لکه ۳۱ زرو ته رسیږي، د پېښو ورځنی شمېر یې تر ۱۰ زرو اوړي، مړیني یې تر ۹۴۰۰ ډېري دي او تراوسه پکښي تر ۱۰۰ مېلیونو ډېر خلګ بېکاره سوي دي.
Arrests Spike in India for Coronavirus-Related Fake News
د هند په نوي ډهلي کي اورګاډي د روغتونونو لپاره تیاریږي، ترڅو ناروغان پکښي بستر سي او کورنیو چارو وزیر یې بېړني روغتیايي تدابیر نیولي دي.
پاکستان کي بیا د پېښو ورځنی شمېر ۷ زرو ته رسیږي، ټولي مثبتي پېښي یې تر ۱۴۰ زرو پوري رسیږي او مړیني یې تر ۲۶۰۰ اوښتي.
په عربستان کي ټولي مثبتي پېښي ۱۲۷ زرو ته رسیږي او تازه یې ورځنۍ پېښي تر ۴ زرو اوښتي دي.
ایران کي لا هم د ورځي تر ۲ زرو ډېري پېښي ثبتیږي او ټولي مثبتي پېښي یې ۱۸۴ زرو ته رسیږي.
بلخوا له تېري وړمي ورځي راهسي په ترکیه کي ورځنۍ مثبتي پېښي تر ۱۰۰۰ اوښتي او ټولي پېښي یې ۱۷۶ زرو ته رسیږي.
Turkey tries to keep wheels of economy turning despite worsening ...
ترکیه د ویروس سره په مبارزه کي بریالی هیواد بلل کیږي.
کرونا ویروس لومړی په چین کي راښکاره سو، په تېرو څو اونیو کي یې نوي مثبتي پېښي په بېساري ډول کمي سوې او آن د ورځي به یې یوه مثبته پېښه او یا دا هم نه لرله، خو تېره ورځ یې ۱۱ او نن یې ۵۷ نوي مثبتي پېښي ثبت کړي دي.
په چین کي ویروس تر ۴ زره ډېر خلګ مړه کړل او ټول پکښي څه باندي ۸۳ زره تنه اخته سول.
بلخوا په جنوبي کوریا کي هم تېره ورځ ۴۸ او نن یې ۳۴ مثبتي پېښي ثبت کړي، چي حکومت یې سمدستي د ښوونځیو ترڅنګ یو لړ بندیزونه هم لګولي دي.
Asia Today: S. Korean students return to class; 32 new cases
نور آسیايي هیوادونه بنګله دېش، قطر، عراق، اندونیزیا او عمان هم هره ورځ زرګونه مثبتي ورځنۍ پېښي لري.
بلخوا په اروپا کي د ویروس ورځنۍ مثبتي پېښي یوازی په برېتانیا کي تر ۱۵ سوو پوري رسیږي، خو په نورو ټولو هیوادونو يې مثبتي ورځنۍ پېښي کمي سوي او ورځ په ورځ پکښي بندیزونه نرمیږي.
بلخوا بیا په افریقايي هیواد مصر کي ورځنۍ پېښي تر ۱۵ سوه ډېري دي او ټولي مثبتي پېښي یې ۴۲ زرو ته رسیږي.
Coronavirus: Egypt confirms 12 new cases on cruise ship in Luxor ...
په سوت افریقا کي هم ۶۶ زرو ته مثبتي پېښي رسیږي او په ټوله افریقا کي په ویروس د اخته سوو شمېر ۲ لکه ۳۶ زرو ته رسیږي.
په افریقا کي ورځنی شمېر تر ۸ زرو اوړي.
همداراز پدې لویه وچه کي تر ۶۳۰۰ ډېر ناروغان مړه سوي او تر ۳۷ زرو پوري روغ سوي دي.