خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان په مهارشترا کې د يو تاريخي جهيل د اوبو رنګ ګلابي ته اوښتی دی.
په تېرو څو ورځو کې د لونر په نوم جهيل چې پنځوس زره کلن تاريخي قدامت لري، د اوبو رنګ يې ګلابي شوى، خو کار پوهان لا نه پوهېږي چې ولې.
کارپوهان په دې باور دي، چې د جهيل دا بدلون ممکن اوبو کې د مالګې د ډېرېدو يا هم په اوبو کې، د اوبړيو د شتون په خاطر وي. ياهم امکان لري چې د مالګې او اوبو د ترکيب له امله دا تغير رامنځته شوی وي، لکه د اوتا په نوم لوی مالګين جهيل يا هم په اسټراليا کې د هيليير په نوم د تروو اوبو جهيل.
ځايي جيلوجيست ګاجانان خارات په دې اړه يوې ويډيو کې ويلي چې دا ډول پېښه مخکې هم شوې وه، خو دومره مشهوره شوې نه وه.
ګاجانان وايي:
“سږکال به دا جهيل په ځانګړې سور ښکاري ځکه سږکال د اوبو مالګه تربل هر وخت ډېره شوې، په جهيل کې اوبه لږ شوي او جهيل هم کښته شوی، نو د مالګې کچه يې زياته شوېده ځکه د داخلې بدلونونو لامل شوی دی.“
خارات وويل چې څېړونکي په دې اړه څېړنه کوي، چې د اوبړيو ډېرښت د اوبو رنګ بدل کړى که نه. د ده په خبره ځينې نمونې لابراتوار ته لېږل شوي او د دوی تر مطالعې وروسته به موږ ووايو چې د بدلون لامل څه دی؟
د (سي.ان.ان) د معلوماتو له مخې دا جهيل د ممبيي په ۵۰۰ کيلو مټرۍ کې موقعيت لري، چې پنځوس زره کلونه وړاندې پر ځمکه د آسماني کاڼي د لويدلو په پايله کې رامنځته شوی دی.
ياونه: د ځمکې طبيعي لويې ژورې چې له اوبو څخه ډکې شوې وي او څلورو خواوو ته يې وچه وي، د جهيل په نامه يادېږي. همدارنګه د اوبو د خوند له پلوه د ځينو جهيلونو اوبه مالګينې او د يو شمېر نورو بيا خوږې او رڼې وي.