هغه تېروتنې، چې مدیران یې کوي او د کارمندانو انګېزه له منځه وړي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: عطا محمد میاخېل

کارمندانو ته د انګېزې ورکړه د مدیرانو له اصلي دندو څخه ګڼل کېږي، چې په پای کې د سازمان د بریا سبب ګرځي. ډېری مدیران دې مسئلې ته پام نه کوي، خو حقیقت دا دی چې د کارمندانو بې انګېزې اوسېدل، د دې سبب ګرځي، چې کارو بار یې په اوبو لاهو شي.
لاندې د مدیرانو په هغو تېروتنو باندې رڼا اچول کېږي، چې د کارمندانو د بې انګېزې‌توب سبب ګرځي.
د کارمندانو د انګېزې پیاوړتیا، له هغوی سره مرسته کوي، چې تل په خپله یو څه زده کړي او خلاقیت ولري او دغه راز د پرمختګ په لاره کې ځغلنده ګامونه پورته کړي، دا ډول تګلاره به د استعداي فضا د رامنځته کېدلو سبب شي او فوق العاده ښې پایلې را منځته کوي.
د یوه پیاوړي او انګېزه لرونکي ټیم لرل، کوم سخت او ستونزمن کار نه دی؛ خو ډېری مدیران د لاندې تېروتنو په خاطر، د خپلو کارمندانو روحیه له منځه وړي.

۱ ـــ د کارمندانو په کار کې، ډېره زیاته مداخله کول

کله چې کارمندانو ته د هغوی د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره مسوولیت ورکوئ، باید اجازه ورکړئ، په هغې تګلارې سره، چې خپله یې خوښېږي، کړنې ترسره کړي. دا ډاډ د منځنۍ کچې په کارمندانو کې رامنځته کړئ، چې له هر ډول ستونزې سره د مخامخ کېدو په صورت کې کولای شي، چې له نورو څخه مرسته وغواړي او دا کار به ستاسو اعتماد او د هغوی وړتیا ته کوم زیان ونه رسوي.
ډېری مدیران له بریده زیات په جزئیاتو کې مداخله کوي، هغوی تر ډېره د ټیم غړو ته جوړونکي مسؤولیتونه سپاري، خو د واکونو او اختیارونو له سپارلو سره هېڅ مینه او لېوالتیا نه لري. تل خپل کارمندان څاري او د کارونو په ترسره کولو کې مداخله کوي، په ډېرې زیاتې مداخلې سره، له کارمندانو څخه د عمل واک او اختیار اخلي او په پای کې کړنې یې کمزورې کېږي او له ناهیلۍ او بې انګېزه ګۍ څخه بله پایله نه شي ترلاسه کېدای.

۲ ـــ له بریده زیاته رټنه

هېڅ څیز د بېځایه رټنې په څېر، د ټیم د غړو انګېزه او وړتیا له منځه نه وړي. ځینې مدیران د ټیم غړو ته د بشپړ واک او اختیار د ورکولو ادعا لري، خو د هغوی په کوچنۍ تېروتنې سره، له بریده زیات غوسه کېږي او کارمندان سخت جریمه کوي.
مدیران باید ملاتړیزه روحیه ولري او د تېروتنو په وړاندې له پرمختګ څخه د یوه بهیر په توګه نرمښت او انعطاف ښکاره کړي، البته زموږ موخه دا نه ده، چې د کارمندانو په تېروتنو او کمزور کړنو باندې سترګې پټې کړي، بلکې باید دې درک ته ورسېږي، چې له تېروتنې څخه، په ځانګړې توګه د دندو په ترسره کولو کې، ډډه نه شي کېدای.
که د ټیم په غړو باندې له بریده زیاته نیوکه وشي، نو په پای کې تصمیم نیونکی به یو کس وي او د نورو له خلاقیت او د عمل ابتکار څخه به هېڅ ګټه وانخیستل شي.
د انساني سرچینو د مدیریت مشاور ګورډون تر ګولډ وایي: «ما په یوه دوره کې د یوه مدیر ترڅنګ کار وکړ، چې د ډېرو کوچنیو تېروتنو لپاره یې هم ورټلم او وروسته یې افسوس کاوه، چې ولې کوم څوک د کوچنیو مسؤولیتونو د منلو لپاره، نه دواطلب کېږي.
هغه دې ستونزې ته پام نه کاوه، چې دا وضعیت یې په خپله رامنځته کړی دی. د کارمندانو په رټلو سره، هغوی به له پرمختګ سره هېڅ لېوالتیا ونه لري او د عمل ابتکار ته هم ارزښت نه ورکوي او دا چاره به په ټیم کې د رکود سبب شي.»

۳ ـــ د کارمندانو لپاره د ښو مکافاتو په پام کې نیول

کله چې کارمندان د خپلو دندو په ترسره کولو کې بریا ترلاسه کوي، د هغو ګټو په خاطر، چې د شرکت لپاره یې ترلاسه کړي، باید تقدیر او ترې مننه وشي، په دې کار سره د هغوی په څېره باندې رضایت او خوشالي خپروئ، چې په پای کې دا چاره د دې سبب ګرځي، چې نور استعداد لرونکي کسان هم، له کاري ټیم سره د یو ځای کېدو لپاره، لېوالتیا څرګند کړي.
کله چې خپلې ګټې له کارمندانو سره شریکې وګڼئ، خو د مکافاتو په ورکړه کې کوم اقدام ونه کړئ، نو په چټکۍ سره د کارمندانو انګېزه له منځه ځي او نور به له دا ډول لاسته راوړنو سره مخامخ نه شئ. البته مکافات نه ورکونه، د رټنې په اندازه زیان نه رسوي، خو نه شتون یې د کارمندانو په انګېزه باندې منفي اغېزه کوي.
د ودې وړ چاپېریال د رامنځته کولو لپاره، باید کارمندانو ته د عمل آزادي ورکړئ. نرم او انعطاف منونکی واوسئ او خپل ملاتړیز رول وساتئ او د هغوی د عمل ابتکار لپاره هم ښه مکافات په پام کې ونیسئ.