فوټبال؛ له اوږده ځنډه وروسته د میسي لوبډله بارسلونا نن لوبه لري!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ د ۸۹یم پړاو سیالۍ د کرونا وایروس له امله د مارچ میاشتې له ۱۰مې څخه درېدلې وې، چې یو ځل بیا د تیري پنجشنبې په ماخستن له مینه‌والو پرته پيل شوې.
د لالیګا لیګ د ۲۷ اونیو سیالۍ ترسره شوې وې، خو د ۲۸مې اونۍ پر لوبو یې د کورونا ویروس له امله ځنډ ولګېد.
د دې لیګ د ۲۸مې اونۍ لوبو کي نن ماخستن ۱۲نیمي بجې بارسلونا فوټبال لوبډله له اوږده ځنډه وروسته نن یو ځلي بیا لوبه لري.
دا لوبه د مایورکا فوټبال لوبډلي سره بارسلونا د مایورکا په کوربتوب ترسره کوي.
هاخوا سبا یکشنبه ماخستن ۱۰ بجې بیا ریال ماډریډ د ایبار فوټبال لوبډلې پر وړاندې میدان ته کښته کېږي.
د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ ترڅنګ د ایټالیا سیر اې لیګ او د انګلستان پرېمرلیګ هغه دوه ستر لیګونه دي، چې په روانه جون میاشت کې به د کورونا ویروس وروسته یو ځلې بیا پيل شي.
د راپورونو له مخې د انګلستان پرېمرلیګ د جون میاشتې په ۱۷مه نېټه او د ایټالیا سیر اې لیګ بیا د رواني جون میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلېږي.
په یادو دواړو لیګونو کې ګډونوالو لوبډلو وار له مخې تمرینونه ترسره کړي او ورته یې یو ځلې بیا پوره چمتووالی نیولی دی.
د دې دوو واړو لیګونو لوبې هم په لوبغالو کې له مینه‌والو پرته ترسره کېږي.
د لالیګا، سیر اې او پرېمرلیګ سیالیو ترڅنګ د جرمني بونډیسلیګا او د فرانسې لیګ یو، هغه پنځه د فوټبال لیګونه دي، چې په نړۍ کې ډېر مینه‌وال لري.
د جرمني بونډسلیګا د تېرې مې میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شوی، خو د فرانسې لیګ یو، بیا د یاد هیواد چارواکو له وخته مخکې پایته ورساوه او د نیمار لوبډله پاستژرمېن یې اتله اعلان کړه.
فرانسه، جرمني، اسپانیا، انګلستان او ایټالیا هغه اروپايي هېوادونه دي، چې کورونا وایروس سخت وځپل. دغه هېوادونه په اروپا کې د کورونا مرکزونه وګرځېدل، خو اوس یې وضعیت د پام وړ ګرځېدلی او ورځنۍ پېښې پکې په پراخه کچه کمې شوې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.