ژباړه: خالد دانشيار سيدي
کله چې خپلې هيلې درک کړو، ژوند راڅخه غوښتنه کوي چې د هيلو په اړه يو څه وکړو. بيا، دا اړينه ده چې د خپلو هيلو پوره کولو لپاره لمړی ګام پورته کړو. په هر صورت، د هيلو لاسته راوړلو لپاره تر ټولو ستونزمنه مرحله همدا ده.
ستاسو لپاره لمړی ګام څه دی؟ راځئ چې په دې مو ذهن در خلاص کړم. د هيلو لاستهراوړلو لپاره لمړی ګام فکر کول نه دي. دلته، لمړی ګام د عمل معنا لري، چې ستاسو د هيلې بنسټ ږدي. په دې نړۍ کې ډېرې ناکامۍ د دې لمړي ګام څخه مخکې پېښيږي.
يو مثال را واخلئ. که غواړئ ليکوال شئ، نو يوازې فکر کول به مو ليکوال نه جوړوي. لومړی ګام واخلئ او ليکل مو پيل کړئ. که چېرې دا نشئ کولی، نو لمړی يې زده کړئ. د ليکوالۍ په يو ټولګي کې برخه واخلئ، په يوه پيښه کې ګډون وکړئ او يا يو کتاب ولولئ. بيکاره مه کېنئ. تاسو کولی شئ چې له کوچنی ليکنې څخه پيل وکړئ.
يو څوک په يو لوړ غر ته ختلو لپاره، ټوله فاصله په يو قدم کې نشي خلاصولی – جان واناماکر
ولې پيل اړين دي؟
کله چې زموږ هيلې نوې وي، موږ يې په اړه خوښ اوسو، حتا يوازې فکر کول هم کېدای شي تاسو ته د ليوالتيا احساس درکړي. په هغه وخت کې بيا هم په خپل ذهن کې ډېری پلانونه نيسو، لکه څرنګه چې وخت تېرېږي د انګېزې فکتور هم ورسره کمېږي. ولې؟ ځکه چې موږ ډېر فکر کوو او له فکر څخه دباندې نه ځو.
په پيل کې، د وېرې ډېری عوامل موږ د پرېکړې کولو مخه نيسي. ځينې وختونه زمونږ شک او کله ناکله د ناکامۍ شتون لري چې موږ د پيل کول مخه نيسي. په ياد ولرئ:
کله چې تاسو د خپلو هيلو لاسته راوړلو لپاره لاره پيدا نه کړئ، نو په ځان باور درلودل مو لمړی ګام شمېرل کېږي – مارټين لوتر
کوم اړخونه دي چې موږ د لومړي ګام له اخيستلو څخه مخنيوی کوي؟ راځئ چې هغه راپيدا کړو او کار پرې وکړو.
ولې اړين دی چې د خپلو هيلو ترلاسه کولو لپاره لمړی ګام پورته کړئ؟
له خپل آرام ځای څخه بهر شئ
په ياد ولرئ، تر ټولو لوړه بريا تر لاسه کولی شئ کله چې تاسو د خپل راحتۍ څخه راووځئ. له خپله ځايه بيرون شئ او لوړه الوتنه وکړئ.
د سفر په اوږدو کې به زدهکړه وکړئ
تاسو ممکن د يوه کار د پيل لپاره د وېرې احساس وکړئ، دا ځکه چې تاسو د اړين مهارتونو په اړه ډېر نه پوهېږئ. دا سمه ده، هېڅوک دلته کامل نه دي، ځکه کاملتوب د ژوند اوږده پروسه ده. تاسو ممکن يو ځل ګړندۍ زدهکړې وکړئ کله چې تاسو د هيلو د پيل لپاره ګام پورته کړ.
يو ګام پورته کړئ، الله تعالی به تاسو دوه ګامه مخکې کړي
که د خپل منزل په لور يو ګام پورته کړئ، الله تعالی به درسره مرسته وکړي او تاسو به دوه ګامه مخکې يوسي. په هر صورت، تاسو بايد په پيل کې صبر ولرئ او دوام ورکړئ.
او، کله چې يو څه لاسته راوړل غواړئ، نو ټول کاينات له درسره د مرستې لپاره ودريږي – پاولو کويلو – کيميا پوه
ستاسو لور ليد به روښانه شي
آيا تاسو د خپل ځواک په اړه شک لرئ؟ کله چې مو کار پيل کړ، ستاسو ټول شکونه به لرې شي. خپل هدف به په روښانه ډول ووينئ. که عملونه مو ونه هڅوي، نو پوه شئ چې د خپل منزل په لور نه يې روان. که لا هم په ځان شکمن ياست، بس یې کړئ. که له هغه څه څخه خوند نه اخلئ چې کوئ یئ، نو داسې څه وکړئ چې د خوند حس درکړي.
د ناکامۍ احساس به له لاسه ورکړئ
کله چې يو څه پيل کړئ، نو هر څه د هيلې مطابق نه ځي. په ژوند کې ناکامي پېښيږي. دا سمه ده چې ناکامي پېښيږي، مګر هغه کار بيا مه تکراروئ چې د ناکامۍ سبب مو شوی و. ناکامي د ژوند تر ټولو لوی درس راکوي، لکه څرنګه چې يو چاپانی متل دی، اووه ځلې ولويږه خو اتم ځل پاڅېږه.
بې محدوده فرصتونه به ووينئ
ډېری وختونه موږ خپلې هيلې له لاسه ورکوو، ځکه چې فرصتونه په لاس نه راځي. د هر څه په پيل کې نشو کولی د نتيجې اټکل وکړو. نن ورځ، نړۍ له فرصتونو څخه ډکه ده، کوم چې مخکې نه پيدا کېدل. تاسو به خپلو هيلو ته د رسېدلو لپاره ډېرې لارې پيدا کړئ، کله چې مو لومړی قدم پورته کړ.