د فوټبال نړیواله درجه‌بندي؛ بلجیم بیا هم په لومړي ځای کې راغلی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا تازه د فوټبال نړیواله درجه‌بندي اعلان کړه، چې د بلجیم هېواد د فوټبال ملي لوبډله یو ځلې بیا په لومړي ځای کې راغلې ده.
دا درجه‌بندي د پنجشنبې پر ورځ (د جون په ۱۱مه) د فوټبال نړیوالو لوبډلو ترمنځ اعلان شوه، چې بلجیم په خپل پخواني ځای کې بیا شته.
دا چې کورونا وایروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او د نورو لوبو ترڅنګ یې د فوټبال سیالۍ هم ځنډولې، نو فیفا هم د لوبډلو په ځایونو کې دومره تغییر نه دی راوستلی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د اعلان شوې درجه‌بندۍ په بنسټ بلجیم لومړی مقام لري، خو فرانسې بیا دویم ځای له برازیل څخه نیولی او برازیل یې درېیم ځای ته راکښته کړی دی.
په یاده درجه‌بندي کې بلجیم ته ۱۷۶۵، فرانسې ته ۱۷۳۳ او برازیل ته بیا ۱۷۱۲ نمرې ورکړل شوې دي.
د نړۍ ۱۰ هغه هېوادونه، چې د فوټبال په درجه‌بندۍ کې تر ټولو مخکې دي:
۱ـ بلجیم           ۱۷۶۵
۲ـ فرانسه         ۱۷۳۳
۳ـ برازیل          ۱۷۱۲
۴ـ انګلستان     ۱۶۶۱
۵ـ اُراګوای       ۱۶۴۵
۶ـ کروشیا         ۱۶۴۲
۷ـ پرتګال         ۱۶۳۹
۸ـ اسپانیا         ۱۶۳۵
۹ـ آرجنټاین      ۱۶۲۳
۱۰ـ کلمبیا        ۱۶۲۲
هاخوا بیا افغان فوټبال ملي لوبډله په نړیواله او اسیایي دواړو درجه‌بندیو کې خپل پخوانی ځای ساتلی.
افغانستان نړیواله درجه‌بندي کې ۱۴۹ او د اسیا په درجه‌بندي کې بیا ۳۰م مقام لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.