د کپل پرلپسې بدبختي؛ نوي پروګرام ته مینوالو منفي رایه ورکړه؛ سیالان یې بله شو پيلوي

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: ابوبکر علیزی
مشهور هندوستاني کامیډین کپل شرما چې تازه تازه یې نوې شو (فیملي ټایم ود کپل) شروع کړي، د مینوالو له سختو انتقادونو سره مخ دی او هغه ډول چې فکر کېده برخلاف یې مینوالو د هغه نوې ټلویزیوني پروګرام ته منفي نمبرې ورکړې.
د خندونکې او ښکلي ټلویزیوني (کامیډي نایټ ود کپل) چې کپل شرما په خپل کوربتوب ښکلې کړې وه او د هندي سینما د مشهورو لوبغاړو سره د ټوکو ټکالو له امله یې نه یوازې په هندوستان، بلکي له هېواده بهر یې هم په ډېر زیات شمېر لیدونکي لرل.
خو کله چې کپل شرما د خپل همکار سونیل ګروور سره جګړه وکړه نو د خلکو مینه ورسره کمه شوه تر هغې چې اخر بنده شوه.

د اته (۸) میاشتې اوږده انتظار وروسته کپل د خپلو مینوالو د خوشحالولو لپاره نوې شو (فیملي ټایم ود کپل) د کامیابۍ په تکل شروع کړه.
هندۍ رسنۍ وایي چې کپل شرما د لیدونکو د ډېرو منفي انتقادونو سره مخ شوی، ډېرو فکر کاوه چې د دغه مشهور خندونکي او مزاحیه انسان نوي ټلویزیوني پروګرام به زیات جالب او دلچسپه وي خو هغسې ونشو.
رسنۍ د شو (فیملي ټایم ود کپل) د مینوالو د کموالو او شو د ناکامۍ لامل د کپل شرما لټي، بې پروایي، د شو د صحنو د ډکوالي (شوټنګ) پر مهال نوموړي نه موجودیت او د ډېرو پروګرامونه پاتي کیدل په ګوته کوي.
بل لورته سونیل ګروور هم خپله نوي شو پیلوي چې ممکن د بیګ باس د لوبې او ټلویزیوني پروګرام ګټوونکې شلپا شندي، علي اصغر او شوګهندرا مشرا هم ورسره وي.
د بیګ باس ګټونکي انسټاګرام کې د سنیل ګروور سره خپل یو تصویر پوسټ کړی او لیکلې يې دي چې امید لرو چې په دې ستړې دنیا کې ستاسو په څېرو باندې په خندا راوستلو وتوانېږو.
کامیډې نایټ ود کپل هغه ټلویزیوني پروګرام وه چې په ډېر زیات شمېر لیدونکي یې لرل او د کپل تر څنګ یې هر رول لوبوونکي جلا جلا مینوال لرل، خو کله چې کپل د اسټرلیا له سفر وروسته هېواد ته راغی نو د سونیل ګروور سره یې شخړه راغله او تر دې حده ورسېده چې د دغه مهم پروګرام د بندېدو لامل شوه.
ویل کیږي په دې ویډیو کې دوی لانجه کړې؛
https://www.youtube.com/watch?v=xH8tvfAxqig
په هغه شو نه یوازې فلم ستوري بلکې د کرکټ مشهور لوبغاړي او نور هغه چې د زیاتو مینوال څښتنان ول، مېلمانه کېدل او کپل سره به یې په ټوکو ټکالو مینوالو ته خوښي بخښله.
خو پوښتنه دا ده، دا چې کپل شرما د خپلو پخوانیو همکارانو بغیر ونشو کولی د خپلې نوې شو شروع په کامیابۍ وکړي او ډېر مینوالو زړونو دې وګټي، نو پخواني ټیم به یې وکولی شي چې بغیر د ده له شتونه د دوی نوی پيلیدونکی پروګرام کامیاب کړي، کنه؟ وروسته به معلوم شي.