خبريال: مدثر دعوت
د امريکا متحده ايالاتو ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د ملي سرود پر مهال له ناستې څخه ملاتړ وکړ.
د ښځينهوو د فوټبال لوبډلې د تور پوستو لوبغاړو څخه بښنه غوښتې او د دوی ملاتړ په موخه يې د فوټبال د فدراسيون څخه جدي غوښتنه کړې، چې هغه مقررات لغوه کړي چې ملي سرود ته باید لوبغاړي په هر حالت او وخت کې په احترام ودرېږي.
د امريکا د فوټبال فدراسيون د راتلونکې سې شنبې پر ورځ ناسته کوي چې د پخوانيو مقرارتو د برخليک په اړه پرېکړه وکړي، د قانون له مخې هر څوک چې د فدراسيون په نمايندهګۍ په لوبو کې اشتراک کوي مکلف دی چې ملي سرود ته ودرېږي.
پر زنګون ناسته اوس د امريکا متحده ايالاتو د وحشت پر وړاندې سمبول ګرځېدلی، د جورج فلويډ تر مرګ وروسته په تېرې مې مياشت کې د امريکا په اکثرو ښارونو کې لاريونونه پيل شول چې په نړيواله کچه د ملاتړ سره مخ شول.
فلويډ يو تور پوستی بې وسلې شخص وو چې سپين پوستې پوليس يې تر ۸ دقيقو ډېر پر غاړه زنګون ور ايښی وو او ویې واژه.
په هغې بيانيه کې، چې د ښځينوو فوټبال ملي لوبډلې له لورې خپره شوې، ليکل شوي چې ژر تر ژره د ملي سرود مقررات لغوه کړئ. له پيله دا قوانين سهوه وه او فدراسيون بايد له تور پوستو لوبغاړو او مينهوالو څخه بښنه وغواړي.
دوی وايي سربېره پر دې فدراسيون بايد له دې حرکت څخه د خپل ملاتړ پلان اعلان کړي، کوم چې څلور کلونه واړندې يې خپه کړي ول.
د امريکا د فوټبال فدراسيون رويټرز ته ويلي چې دا مسئله به راتلونکې سې شنبه او يا هم د جمعې پر ورځ په مياشتنۍ ناسته کې وڅېړل شي.
دا مقررات په ۲۰۱۷ز کې وضع شوي وو. په داسې حال کې چې تر دې يو کال وړاندې د فوټبال ملي لوبغاړی مګان رپينو د ټايلينډ په وړاندې تر لوبې مخکې د ملي سرود پر مهال پر زنګانه شوي وو.