خبريال: مدثر دعوت
د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي.
د هلمند د کرنې د رياست مسوولين وايي چې د ملي تدارکاتو د کمېسيون له لارې غواړي د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي او بيا يې د اړتيا وړ نهادونو ته په واک کې ورکړي.
د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسوول سيد رفيع الله قلم ياران ته وويل:
“د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په پلان کې لري چې د کرنې وزارت او ولايت مقام په همکارۍ د ملې تدارکاتو د کمېسيون له لارې د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې او نورې مېوې وپلوري او بيا يې د افغان پوځ مرکزونو ته په واک کې ورکوي.“
قلم وايي د هندوانو د سوداګرو ټولنې له غړو سره ناسته کړې چې ریيس، مرستيال، منشي او خزاندار حضور درلود، ډاډ يې راکړ چې په دې برخه کې پوره چمتووالی لري، د اړتيا وړ هندوانې به له بزګرانو راټولې کړي او تر مشخصو موقعيتونو پورې به يې پر ټاکلې وخت ورسوي.
دی وايي د هندوانو د پلورلو ټاکلی حد نه دی معلوم، څومره چې په نظامې جزتامونو کې ورته اړتيا وې هغومره به رانيول کېږې خو ممکن تر ۱۰۰۰ ټنه اضافه هندوانې وپېرېدل شي.
د احصائیې او معلوماتو له مخې سږکال هلمند کې شاوخوا ۲۲۵۰ هکتاره ځمکه کې هندوانې کرل شوې دي چې ټول حاصل یې ۶۹۷۵۰ متریک ټنه اټکل شوی دی.