د کندهار، ننګرهار، هلمند او کابل یو شمېر ځوانانو د ایران ظلم په سختو ټکو وغانده

رنګین تجريدي ډیزاین
خبریال: فضل الله فضلي

د ایران حکومت له پېړیو پېړیو راهسي افغانان نه خوښوي او په تاریخ کي یې د شدیدو ظلمونو یادوني سوي دي.
له څه مودې راهسي یوځل بیا ایراني پولیسو ایران ته پر اوښتونکو افغان ځوانانو باندي سخت ظلمونه کړي دي.
ایراني ځواکونو څو موده وړاندي د افغانستان لوېدیځ سرحد ته نږدې لسګونه افغان ځوانان د اوبو سیند ته واچول، چي له جملې یې تر ۱۶ ډېر کسان مړه سول.
سلام وطندار - سیند ته د افغان کډوالو د اچولو سندونه په ایران کې ...
له دې ظلمه وروسته یې څو ورځي وړاندي د افغان ځوانانو یو بل موټر چي د ایران په یزد ولایت کي پر لاره وو، پولیسو په ډزو وویشت او اور یې واخیست.
پدې پېښه کي د اور له امله ۳ تنه ووژل سول او ۳ نور ټپیان سول.
ایراني پولیس: د افغان کډوالو پر موټر مو ډزې کړې; خو موټر د ډزو له ...
ایراني پولیسو دواړي پېښي منلي دي، خو د وروستۍ پېښي په تړاو یې ویلي، چي یاد موټر قاچاقي وو او په موټر کي نشي توکي هم وړل کېدل.
دوی زیاته کړې، چي موټر ته یې د درېدلو تر ږغ وروسته ټکان کړي دي.
ددې پېښو په تړاو په کابل کي یو شمېر ځوانان د ایران سفارت مخي ته راټول سول او د ایران ظلمونه یې وغندل او د ظلمونو د درېدلو ږغ یې پر وکړ.
Image may contain: one or more people, people standing and outdoor
لدې وروسته په کندهار، هلمند او ننګرهار کي هم یو شمېر ځوانان راووتل، د ایران بیرغ ته اور واچاوه او پر ایران یې په تند ډول ږغ وکړ، چي ایران دي د افغانانو له ظلمونو لاس واخلي.
Image may contain: 12 people, people standing, outdoor and text
بلخوا افغان حکومت ویلي، چي ددې پېښي په تړاو یې څېړني رواني کړي دي او په ایران کي افغان سفیر د ټپیانو لیدني ته هم ورغلئ وو.
خو باید یادونه وسي، چي افغان حکومت سیند ته د اچول سوو افغان ځوانانو د پېښي د څېړني پایلي لانه دي ښکاره کړي او کوم دريځ یې هم نه دئ څرګند کړی.