د بریالي او پایښت لرونکي واده د لرلو لپاره، نارینه و ته ځینې سپارښتنې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: عطا محمد میاخېل

واده یو پخوانی دود دی، چې د دې څو زره کلن دود له امله، نجلۍ او هلک یا په بل عبارت دوې کورنۍ یوه له بلې سره تړاو پیدا کوي، خو نن ډېر شمېر ودونه د طلاق سبب ګرځي، ځکه ډېری کسان، په کومه اندازه چې د واده لپاره بیړه کوي، وروسته د طلاق لپاره په تصمیم نیونه کې هم له بیړې څخه کار اخلي.
ښایي نارینه یا ښځینه  له یوې مودې وروسته، له خپل واده څخه پښېمانه شي. دمګړۍ په ښاغلو باندې خبرې کوو او هوډ لرو په لسو هغو ټکو باندې رڼا واچوو، چې نارینه یې باید د بریالي واده د لرلو لپاره پرې پوه شي.
ښاغلي د دې ټکو په مراعاتولو سره کولای شي، له هغو تېروتنو څخه، چې اړیکه یې جدایۍ ته رسوي، ډډه وکړئ.

۱ ـــ مهمې ورځې یاد ته وسپارئ او مناسبتونه په ښې خاطرې باندې بدل کړئ

آیا لومړنۍ ډالۍ مو چې خپلې مېرمنې ته ورکړې وه، په یاد لرئ؟ دا ډالۍ په څه مناسبت وه؟ باید په دې باندې پوه شئ، د ځانګړو مناسبتونو په خاطر د ډالۍ ورکړه، لکه د ښځې ورځ، تاسو لا پسې ګرانوي.
البته د ډالۍ مادي ارزښت مطرح نه دی، د دې کار رښتینی ارزښت په دې کې دی، چې ښکاره کوي، د خپلې مېرمنې د خوشاله کولو لپاره مو وخت په پام کې نیولی دی او هڅه مو کړې، چې دا ورځ د هغې لپاره په یوې ښې خاطرې باندې بدله کړئ.
که د دې مناسبتونو په اړه بې پامه او بې پروا واوسئ، ښایي مېرمن مو داسې احساس وکړي، چې هغې ته کافي ارزښت نه ورکوئ او څومره چې ادعا کوئ، پرې مئین نه یاست، په داسې حال کې، چې ښایي حقیقت داسې نه وي.
حتا که رومانتیک نارینه نه یاست، بیا هم هڅه وکړئ، چې ځانګړي مناسبتونه د هغې لپاره په یوې توپیري او مینه ناکې ورځې باندې بدل کړئ، د دې لپاره، چې وکولای شئ ځانګړي مناسبتونه په یوې نه هېرېدونکې ورځې باندې بدل کړئ، باید لږ خلاقیت ولرئ او فکر مو په کار واچوئ.

۲ ـــ د خپلې مېرمنې له کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړئ

واده یانې د دوو کورنیو تړاو، نو په واده سره یوازې تاسو او مېرمن مو نه یاست، چې له یو بل سره تړاو پیدا کوئ؛ بلکې د یو بل له کورنۍ سره هم تړاو پیدا کوئ، نو باید هڅه وکړئ، چې د خپلې مېرمنې له کورنۍ سره د خپلې کورنۍ په څېر مینه ولرئ، که د خپلې مېرمنې د کورنۍ په اړه بې پامي وکړئ او له ځانه ښه چلند ښکاره نه کړئ، نو د وخت په تېرېدو سره به ستاسو او د مېرمنې ترمنځ مو اختلافات پیدا شي.
که ستاسو او د مېرمنې د کورنۍ ترمنځ مو اختلافات را منځته شول او پوهېږئ، چې تاسو په حقه یاست، بیا هم نباید د هغوی په وړاندې ودرېږئ، لکه څنګه چې تمه کېږي مېرمن مو د خپلې کورنۍ خوا نیسي او تاسو په بې احترامۍ سره یوازې ځان کوچنی کوئ، نو هېڅکله مه پرېږدئ چې غوسه او بې احترامي مو ګډ ژوند ته لاره پیدا کړي او خپل ځان د خپلې مېرمنې له سترګو څخه وغورځوئ.
که له ځانه مو ناسم چلند ښکاره کړ، هڅه وکړئ، چې خپل چلند جبران کړئ او خپلې مېرمنې ته ښکاره کړئ، چې د خپلو تېروتنو د جبران په لټه کې یاست.

۳ ـــ د خپلو ستونزو د حل لپاره په سوله‌ییزه توګه له یو بل سره شخړه وکړئ

هرومرو په دې باندې پوهېږئ، ناروغي هغه تګلاره ده چې بدن یې د ناروغي زېږونکو لاملونو د له منځه تګ لپاره ترې ګټه اخلي، په زړه پورې ده، پوه شئ، شخړه هم هغه تګلاره ده، چې ښځینه او نارینه د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته مخه کوي. البته له شخړې څخه موخه په هېڅ وجه فزیکي اخ و ډب نه دی، بلکې د ستونزو د حل لپاره معقولې او آرامه خبرې اترې دي.
که وغواړئ د خپلو ستونزو په اړه له سوله ایزو خبرو اترو څخه څنګ لوری لاړ شئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې اوضاع به له هغه څخه ډېره خرابه کړئ، چې ده او حتا ښایي د شدیدو اختلافات او جدایۍ سبب مو هم شي. د دې پرځای چې خپل احساسات پټ کړئ او کوم څه په خوله را نه وړئ، رښتینی واوسئ او په رښتینولۍ سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړئ.

۴ ـــ واقعي احساسات مو په رښتینې توګه څرګند کړئ

معمولاً ښاغلي د خپلو احساساتو له څرګندولو سره لېوالتیا نه لري او خپل واقعي احساسات نه بیانوي. ښایي دا موضوع د فرهنګي مسایلو له امله وي، په ډېری هېوادونو کې دودیز فرهنګ داسې دی، چې ښاغلي فکر کوي، نباید د خپلو احساساتو په اړه له مقابل لوري سره وغږېږي، ځکه ارزښت یې را کمېږي؛ خو باید په دې باندې پوه شئ، که خپل احساسات پټ کړئ او په روښانه او رښتینې توګه یې بیان نه کړئ، دې ته ورته کېږي، چې د خپلې اړیکې ریښې په تبر وهئ.
په هر صورت، حتا که په خوله راوړل یې سخته وي، بیا هم خپل احساسات بیان کړئ، اجازه ورکړئ، چې د ژوند شریک مو ستاسو له احساساتو څخه خبر شي، هر وخت او په هر موقعیت کې، یو بل له خپل حالت او وضعیت څخه خبر کړئ. ډاډه اوسئ، چې د احساساتو پټول او د هغو نه ښکاره کول به اړیکې ته مو وژونکی ګوزار ورکړي.

۵ ـــ د خپلې مېرمنې د مینې ژبه پیدا کړئ

هرڅوک په خپل ځان پورې منحصره د مینې ژبه لري، ځینې کسان د مینې په کلامي څرګندونه باندې مئین دي او خوښېږي یې، چې مینه ناکې او له محبته ډکې کلیمې او جملې واوري او ځینې نور د فزیکي مینې په لټه کې دي، لکه: ښکلول او په غیږ کې نیول. هڅه وکړئ، چې د خپلې مېرمنې د مینې ژبه پیدا کړئ او د هغې د خوښې وړ په تګلارې سره، ورسره مینه وکړئ.
ښایي یو نارینه دې پایلې ته ورسېږي، چې مېرمن یې د هغه د کلامي مینې له څرګندولو څخه خوند اخلي، خو بیا هم مینه ناکې جملې په خوله را نه وړي. کله وخت، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې مېرمن مو حوصله نه لري، په یوې تودې ښکلونې او غېږ کې نیونې سره یې خوشاله کړئ.
که وغواړئ له مینې کولو څخه څنګ لوری لاړ شئ، نو باید پوه شئ، چې مینه مو ورځ تر بلې پیکه کېږي او حتا شونې ده، چې په منځ کې مو داسې واټن رامنځته شي، چې د جبران وړ نه وي.

۶ ـــ مېرمن مو له بلې هېڅ ښځې سره مه پرتله کوئ

ښایي داسې فکر وکړئ، چې له ګډ ژوند څخه مو کلونه تېرېږي؛ خو بیا هم باید په خپلې اړیکې باندې پام وکړئ، ځکه ښایي اړیکه مو له ګواښ او خطر سره مخ شي، په ځانګړې توګه که واده مو څو میاشتینی دی، باید لا ډېر پام پرې وکړئ او هېڅکله مېرمن مو له نورو ښځینه و سره مه پرتله کوئ. ډېری نارینه د غوسې پرمهال او یا د خپلو احساساتو په اوج کې، دا ډول پرتله کول کوي، چې د اړیکې لپاره یې هېڅ ګټه نه لري.
له شک پرته د مېرمنې مو نه خوښېږي، چې له نورو ښځینه و سره پرتله شي، نو هېڅکله یې د کورنۍ یا دوستانو له ښځینه و سره مه پرتله کوئ، حتا مثبته پرتله. هر کله مو چې وغوښتل هغه له بلې ښځینه سره پرتله کړئ، نو د خولې مخه مو ونیسئ او د مقابل لوري د خواشینۍ او خپګان سبب مه ګرځئ. آیا ستاسو خوښېږي، چې مېرمن مو تاسو له یوه بل نارینه سره پرتله کړي؟ په بشپړه توګه نه.

۷ ـــ له خپلې مېرمنې سره په جروبحث کې، د ستونزې د حل په لټه کې واوسئ

که غواړئ په هر جرو بحث کې ګټونکی شئ، نو په ډېر زیات احتمال سره به ستونزمن او بې پایښته ګډ ژوند ولرئ. کله چې دوه بالغ کسان د یوې موضوع په اړه له یو بل سره شخړه کوي، باید په ډېرې آرامتیا سره د ستونزې د حل لپاره د یوې تګلارې په لټه کې واوسي، په دې مانا، چې ښځینه او نارینه هېڅ یو نباید د بریا په اړه فکر وکړي، د دواړو موخه باید د ستونزې سوله ایز حل وي.
که یوازې د ګټونکي کېدو په لټه کې واوسئ، حتا یو ساده جروبحث هم کولای شي، په یوې سترې لانجې او جنجال باندې بدل شي. ښځینه یا نارینه، چې یوازې په بحث کې د ګټونکي کېدو په اړه فکر کوي، باید پوه شي هغه ستونزه، چې په اړه یې د خپل ژوند له شریک سره پرې لانجه کړې ده، لا به هم دوام ولري او هره شېبه ښایي د ژوند د له منځه تګ سبب یې شي.
کله وخت غوره ده، چې لومړی د آرامتیا د ټینګښت په لته کې واوسئ او وروسته له دې، چې د ژوند شریک مو پوهېږي، چې تاسو په حقه یاست یا نه، ډاډ پیدا کړئ. کله وخت مقابل لوری دې ته متوجه کېږي، چې څه وخت تاسو په حقه یاست، د دې پرځای، چې د خپل ژوند د شریک غرور ټپي کړئ، داسې چلند وکړئ، چې خپله په خپلې تېروتنې باندې پوه شي او د بښنې په غوښتلو سره د کینو د له منځه وړلو په لټه کې وي. که د فکر په دې بڼې سره بحث ته ننوځئ، یا تر هر څه مخکې د ستونزې د حل په لټه کې واوسئ، اوضاع به ستاسو دواړو په ګټه تمامه شي.

۸ ـــ هڅه مه کوئ، چې مېرمنې ته مو بدلون ورکړئ

له شک پرته د ګډ ژوند په لړ کې به، د مقابل لوري په ټولو شخصیتي ځانګړتیاوو باندې پوه شئ. د بېلګې په توګه: د ژوند شریک مو غوسناک دی یا خجالتي او شرمېدونکی؟ تر کله چې شخصیت یې تاسو او شاوخوا خلکو ته زیان نه رسوي، نباید تل هڅه وکړئ، چې شخصیت ته یې بدلون ورکړئ یا د لانجې پرمهال هغې ته ووایئ، چې بدلون وکړي.
د دې پرځای چې هڅه وکړئ مېرمنې ته مو بدلون ورکړئ، کوم ډول چې ده، وې منئ او خپله لېوالتیا څرګنده کړئ، ترڅو مینه مو له یو بل سره لاپسې ټینګه او پیاوړې شي؛ خو که فکر کوئ، چې د مېرمنې له ځانګړتیاوو څخه مو یوه یې بدلون ته اړتیا لري او ستاسو او د ژوند په ګټه مو ده، چې هغه چلند ته بدلون ورکړئ، نو هرومرو په آرامه لهجه او په بشپړ احتیاط سره دا موضوع ورسره شریکه کړئ، ترڅو ښه پایله ترلاسه کړئ.

۹ ـــ د خپلو تېروتنو په خاطر بښنه وغواړئ

په ژوند کې موږ ټول تېروتنې کوو، خو د پښېمانۍ او بښنې غوښتلو په څرګندولو سره کولای شو د ګډ ژوند ډېری ستونزو ته د پای ټکی کېږدو، دا په داسې حال کې ده، چې د ډېری ښاغلو نه خوښېږي، چې بښنه وغواړي او یا هم خپلې تېروتنې ومني. له صمیمیت سره مل بښنه غوښتل د کینو د له منځه تګ لپاره تر ټولو غوره د حل لاره ده او د ټپي اړیکې له رغېدو سره هم مرسته کوي.
باید په دې باندې پوه شئ، کله چې بښنه غواړئ، واقعي او د رښتینولۍ له مخې وي. تاسو په بښنې غوښتلو سره غواړئ خپلې مېرمنې ته دا ښکاره کړئ، چې تېروتنه مو کړې ده او باید لپاره یې بښنه وغواړئ، البته پام مو وي، چې خپل بښنه غوښتل په «خو ته …..» سره خراب نه کړئ. ( د بېلګې په توګه: ډېر خواشینی یم، خو ته …). باید د خپلو تېروتنو لپاره بښنه وغواړئ او دا فرصت د خپلې مېرمنې په واک کې ورکړئ، چې تاسو وبښي.

۱۰ ـــ د خوږ او بریالي ژوند د لرلو لپاره، له هڅو څخه لاس مه اخلئ

ښایي د خپل ګډ ژوند په یوه برخه کې، د خپلې مېرمنې پرخلاف، دې پایلې ته ورسېږئ، چې نور ونه شئ کولای له هېڅ لارې خپل ژوند خوندي کړئ، کله وخت شونې ده، تاسو په حقه واوسئ، خو باید په دې باندې پوه شئ، که د خپلې ټپي اړیکې د رغېدو په لټه کې واوسئ، نو په بشپړه توګه به د حل یوه لاره پیدا کړئ.
نو پرځای د دې چې له کومې هڅې پرته د طلاق په لور لاړ شئ، له خپلې مېرمنې سره د کورنۍ یوه مشاور ته ورشئ؛ د کورنۍ د مشاور له لارښوونو څخه په ګټه اخیستنې، چې په بشپړو معلوماتو او بې لورې توګه تاسو او مېرمنې ته مو مشوره درکوي، کولای شئ ګډ ژوند ته مو د پام وړ ښه والی ور وبښئ.