په کرونا ويروس د ګنجيانو د اخته کېدو خطر تر نورو زيات دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زياتونه: مدثر دعوت
نوې څېړنې ادعا کوي چې ګنجيان تر نورو ډېر د کرونا ويروس د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
د امريکا د براونِ پوهنتون څېړونکې کارلوس وامبير تلي ګراف ورځپانې ته ويلي:

بې وېښتيانو ساحه د نه اټکل شوي شدت وړاندوينه کوي…

خو د طبابت د برخې د متخصصانو بله ډله بيا د احتياط غوښتنه کوې او وايي د دې ادعا د ثابتولو لپاره نورو څېړنو او ثبوتونو ته هم اړتيا ده.
د تلګراف ورځپاڼې د خبر له مخې پروفيسو وامبير په اسپانيا کې دوې څېړنې ترسره کړې، وروسته دې پايلې ته رسېدلی چې د کرونا ويروس د ناروغانو اکثريت برخه ګنجيان وه او د دوی له ډلې ډېری ناروغان روغتون ته راتله.
په لومړي ځل ۴۱ کسانو تر څېړنې لاندې ونيول سوه چې په هغو کې ۷۱ سلنه ګنجيان وه.
د پروفيسور وامبير يوه بله څېړنه هم چې د امريکا په طبې ژورنال کې خپره سوې ده د ۱۲۲ نفرو څخه ۸۰% د کرونا په ويروس اخته کسان ګنجيان وه.
هغه وويل “زما په نظر اندروژن يا د نارينه هورمونونه په قطعي ډول زموږ حجرو ته د کرونا ويروس د ننوتلو دروازه ده”
دا څېړنې وروسته تر هغې ترسره سولې چې ويل کيدله د کرونا ويروس د ښځو په پرتله نارينه ډېر وژني.
عالمان پر دې باور دی، لکه څنګه چې د نارينه جنسې هورمون د وېښتيانو د توېدلو لامل کېدلای شي په همدې باور کولای شې چې پر حجرو د وېروسونو حملو ته هم قوت ورکړي.
د څېړنکو يوه ډله په دې اخته ده چې مالومه کړې هغه درمله چې د دې هورمون د کمولو لپاره ترسره کېږي د کويډ۱۹ ناروغانو لپاره به هم ګټوره وي که نه.
د برتانیا پروسټات سرطان سازمان د پالیسۍ څانګې رئیسه کارن استالبو ويلي چې د ښاغلې وامبير د لاسته‌راوړنو او څېړنو سره بايد په احتياط برخورد وشي.
مېرمن استالبو وايي:

اوسمهال ډېرې طبي څېړنې روانې دې چې دې پايلي ته ورسېږې چې ايا د هورمونونو درمل به وتوانېږي چې د کوئيډ۱۹ درملنه وکړي که نه.

په نړيواله کچه په کرونا وېروس د اخته سويو کسانو شمېر ۶۹۸۱۶۵۱ ته رسېږي چې له امله يې ۴۰۲۲۳۷ کسان مړه شوي دي.