خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي ورځنۍ پېښي په دې وروستۍ اونۍ کي له یو لک اوښتي او هره ورځ تر ۱۲۰ زرو ډېري پېښي ثبتیږي.
تېره ورځ ناوخته په ټوله نړۍ کي تر بله هر وخت د ویروس تر ټولو لوړ شمېر ثبت سو، چي تر ۱۳۰ زرو ډېري مثبتي پېښي وې.
تردې وړاندي تر ۱۲۶ زرو او ۱۲۷ پوري په یوه ورځ مثبتي پېښي ثبت سوي وې.
په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۶،۷ نیم مېلیونو اوښتئ او هره ورځ تر یو لک مثبتو پېښو په ثبت سره به یاد شمېر په ۳ ورځو کي تر ۷ مېلیونو هم واوړي.
تراوسه دې ویروس نږدې ۴ لکه خلګ مړه کړي دي، خو په ویروس اخته سوي تر ۲،۷ نیم مېلیونو ډېر خلګ بیا روغ سوي دي.
په امریکا کي ورځنۍ پېښي تر ۲۵ زرو، برازیل کي تر ۳۰ زرو، روسیه کي تر ۹ زرو او هند کي تر ۱۰ زرو پوري رسېدلي دي.
پیرو، چیلي او مکسیکو هره ورځ تر ۵ زرو پوري مثبتي پېښي لري، پاکستان تر ۴ زره ډېري، ایران، بنګلهدېش، سعودي عرب او سوت افریقا تر ۳ زرو پوري او قطر، سویډن، کولمبیا، مصر او تازه عراق هره ورځ تر یو زر ډېري مثبتي پېښي لري.
امریکا کي د ویروس مثبتي پېښي ۲ مېلیونو ته نږدې سوي، چي پکښي تر ۱۱۱ زره ډېر خلګ ویروس مړه کړل.
اوس مهال د ویروس د خپرېدو مرکز برازیل دئ، چي مثبتي پېښي یې تر ۶۴۶ زرو واوښتې او په مړو کي تر امریکا او برېتانیا وروسته دریم هیواد دئ، چي مړي یې ۳۵ زرو ته رسیږي.
په درېیم هیواد روسیه کي بیا مثبتي پېښي تر ۴ نیم لکو واوښتې او مړي پکښي تر ۵۷۰۰ ډېر سوي دي.
هند بیا ډېر چټک ۶م هیواد ته راپورته شوی، چي مثبتي پېښي یې تر ۲۳۷ اوښتي او مړي یې ۶۶۵۰ تنو ته رسیږي.
اروپايي دوه هیوادونه برېتانیا او سویډن هره ورځ تر زرو ډېري مثبتي پېښي لري، خو په نورو ټولو هیوادونو کي یې مثبتي پېښي د پام وړ کمي سوي او په ځنو هیوادونو کي یې بیخي سته نه.
بلخوا په آسیا کي تر روسیې او هند وروسته ایران تر ټولو ځپل سوئ هیواد دئ.
هره ورځ تر ۲ زره ډېري مثبتي پېښي لري، ټولي پکښي په ویروس اخته سوي نږدې ۱۷۰ زره تنه دي او مړي یې تر ۱۰ زرو ډېري دي.
له دې هیوادونو وروسته په پاکستان کي د ویروس ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي.
نن ورځ یې تر ۵ زرو پوري مثبتي پېښي لرلې، چي دا پکښي په یوه ورځ تر ټولو لوړ شمېر دئ، ټولي یې نږدې ۹۴ زرو ته رسیږي او مړي پکښي څه کم ۱۹۴۰ دي.
د ویروس سره له چین وروسته په آسیا کي تر ټولو ښه مبارزه او بریالۍ مبارزه ترکيې وکړه.
تېره میاشت په ترکیه کي د ویروس مثبتي پېښي په ډېري چټکۍ سره تر یو لک واوښتې، خو اوس اوس یې ورځنۍ پېښي تر یو زر کمي سوي دي.
ټولي مثبتي پېښي یې ۱۶۹ زرو ته رسیږي او پکښي مړه سوي څه باندي ۴۶۰۰ تنه دي.
له ترکيې او ایران وروسته خو تر پاکستان مخکي د سعودي عرب مثبتي پېښي تر ۹۵ زرو ډېري سوي، خو مړي یې بیا خورا لږ ۶۴۲ تنه دي.
اوس مهال په لویو وچو کي تر امریکا وروسته ویروس په آسیا کي چټک سوی، اروپا کي کم سوی او افریقا کي لاهم خپله اوج ته نه دئ رسېدلئ.
په افریقا د ویروس مثبتي پېښي نږدې ۱۸۰ زره دي او ورځنۍ پېښي یې تر تېر وخت ډېري سوي او ۸ زرو ته رسیږي.
مړي یې هم ورځ په ورځ ډېريږي او تر اوسه پکښي نږدې ۵ زره تنه مړه سوي دي.
نړیوال او د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه لري، چي که چیري په افریقا کي ویروس کنټرول نه سي، نو افریقايي هیوادونه به ډېر په ناورین ولړل سي، ځکه ډېر افریقايي هیوادونه د ویروس سره په مبارزه کي ناتوانه دي.