د جورج فلایډ وژنه او په امریکا کې لاريونونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
سمیع الله درانی

د مې په ۲۵ مه د امریکا په منېسوتا، مېني پولیس سیمه کې یو تور پوستی چې جورج فلایډ نومېده، د پولیسو لخوا ونیول شو او بیا د ډېرېک چاوېن پولیس لخوا ووژل شو.

د وژنې کیسه یې

هغه له موټره راښکته کړل شو، ډېرېک د هغه په مرۍ ګونډه کېښوده، ۹ دقیقې یې د جورج فلایډ ساه بنده کړې وه، په دې وخت کې هغه ویل، چې زه ساه نشم اخیستلای خیر دی ما پرېږده.
خو له نهه دقیقو ساه بندېدو وروسته هغه ووژل شو او د تل لپاره له دنیا رخصت شو.
د هغه د وژنې صحنه پټو او د پولیس افسرانو په تنه کې پټو کېمرو ریکارډ کړې ده، چې اوس پرې یوټیوب ډک دی.

له افغانستان پرته نوره نړۍ کې د انسان قدر

موږ او تاسو هره ورځ په خپل ګران هېواد افغانستان کې د لسګونه کسانو د مرګ شاهدان یو، چې بېلابېل انسانان دلته وژل کېږي.
خو خلکو ته د انسان مرګ د چرګ وژل هم نه ښکاري.
زمونږ جوماتونو کې انسانان ووژل شول، په ښوونځیو کې مو ماشومان د چاودنو له امله ټپیان شول، په روغتونونو کې نوي زېږېدلي ماشومان ووژل شو، په جنازو کې بمونه والوتل او د مسجد په ممبر مو علماء شهیدان شول.
خو هیچا هم د افسوس ناره ونه کړه، هېڅوک د دغو ظلمونو پر وړاندې را اوچت نه شول او هېچا هم ناره پورته نه کړه، چې اخر ولې.
خو توپیر وګورئ، امریکا کې یوازې یو کس چې تور پوستی و، د پولیس افسر لخوا ووژل شو، خو اوس د امریکا په ډېری سیمو کې مظاهرې روانې دي، دا مظاهرې تر سپینې ماڼۍ ورسېدې او د ډونلډ ټرمپ ګارډ مجبور شو، چې هغه د جون په لومړۍ نېټه د سپینې ماڼۍ خوندي ځای، زېرزمیني یا ځمکتلي ته یوسي.
د بي بي سي د انګلیسي برخې یو خبریال په راپور کې وایي، دا هېواد اوس د کمره پرغاړه ولاړ دی او مظاهرې پکې تاوتریخوالي ته رسېدلې دي.
مظاهره کوونکي سړکونه نه بندوي، خلکو ته مزاحمت نه کوي، بلکې له سوله‌‌ییزې لارې د عدالت غوښتنه کوي.
مغازې نه ورانوي، شیانو او توکو ته زیان نه رسوي او اورونه نه بلوي، بلکې لیکلي شعارونه له ځان سره لېږدوي او نړۍ ته د عدالت غوښتلو ناره رسوي او خپل پېغام پرېږدي، چې د انسانانو ترمنځ توپیري چلند باید ونشي.

جورج فلایډ وژنه د امریکا په تاریخ کې بې سارې ده

امریکایي رسنۍ وایي، چې دا پېښه د امریکا په تاریخ کې خطرناکه یوه ده.
یو سپین پوستی پولیس افسر پرته له دې چې وسله پورته کړي، یو تور پوستی په مرۍ د پښې اېښودلو په صورت کې وژني او درې نور سپین پوستي پولیس افسران ورته ګوري.

د تور پوستو د حقونو مبارز مارټېن لوتر کېنګ

امریکایان وایي دا ۱۹۲۹ او ۱۹۶۹ م کلونو را پدېخوا د امریکا په تاریخ کې خطرناکه پېښه ده.
مارټېن لوتر کېنګ چې تور پوستی امریکایي و، د سپین پوستو او تور پوستو د تبعیض ختمولو په اړه یې مبارزه پیل کړه، هغه وتوانېد چې د تور پوستو د غلامۍ تاثر پای ته ورسوي او امریکایان یې داسې کړل، چې تور پوستي او سپین پوستي یو شان حقوق ترلاسه کړي او له یو شان خدماتو برخمن شي.
له ۱۹۶۹م راپدېخوا تور پوستي هم له پوره حقوقو برخمن شول، خو لا هم سپین پوستي امریکا کې د تور پوستو پر وړاندې درست چلند نه کوي او وخت ناوخت پېښې رامنځته کېږي، چې دې وروستۍ پېښې امریکا او نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
link:
https://www.youtube.com/watch?v=VDd5GlrgvsE
559b81ebe3ef4fa098074d24b98fc1d9_8.jpg
200604092316-02-george-floyd-police-mugshots-large-169.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.